ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سعودي د تیلو پر تاسیساتو د حوثیانو برید وغندلو

افغانستان د سعودي د تیلو پر تاسیساتو د حوثیانو برید وغندلو

author avatar
27 Mar 2022 - 01:45
افغانستان د سعودي د تیلو پر تاسیساتو د حوثیانو برید وغندلو
author avatar
27 Mar 2022 - 01:45

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په جده ښار کې د تیلو پر تاسیساتو او ملکي اهدافو په راکټي بریدونو خواشيني څرګندوي او ملکي اهداف په نښه کول غندي.

د راپورونو له مخې، د یمن حوثی وسله والو له تیرې څه مودې راهیسې د سعودي د تیلو پر تاسیساتو او  ملکي اهدافو توغندیي او د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کوي، چې له امله یې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

وروستۍ برید دوه ورځې مخکې په جده کې د سعودي د تیلو ترټولو پر ستر شرکت (ارامکو) شوی و، چې له امله یې دغه شرکت ته زیانونه اوښتي وو.

د افغانستان سرپرست حکومت د سعودي عربستان په جده ښار کې د تیلو پر تاسیساتو او ملکي اهدافو په راکټي بریدونو خواشيني څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان ملکي اهداف په نښه کول غندي  او پر دې باور دی چې دا ډول تحرکات د سیمې سوله او ثبات ګواښي او باید ودرول شي.

د یادونې وړ ده،چې د سعودي په ختیځ یمن هیواد کې د یمن حوثي وسله وال د یمن د حکومت پر ضد جګړه کوي، بلخوا د سعودي په مشرۍ نړیوال نظامي ایتلاف بیا د دې وسله والې ډلې پر ضد هوایي بریدونه کوي.

[/restrict]

Views: 322

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.