ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: پر اوکراین د روسیې له خوا د کیمیاوي وسلو احتمالي برید، به بې ځوابه پرېنږدو

امریکا: پر اوکراین د روسیې له خوا د کیمیاوي وسلو احتمالي برید، به بې ځوابه پرېنږدو

author avatar
25 Mar 2022 - 06:28
امریکا: پر اوکراین د روسیې له خوا د کیمیاوي وسلو احتمالي برید، به بې ځوابه پرېنږدو
author avatar
25 Mar 2022 - 06:28

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۱) : د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ته ګواښ کړی، که پر اوکراین د روسیې له خوا د کیمیاوي او ممنوعه وسلو کارول ثابت شول، نو ځواب به یې ورکوي.

بایډن دا څرګندونې تیره شپه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د بیړنۍ سرمشریزې غونډې، د اروپایي ټولنې او اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جی ۷) تر غونډې وروسته، په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زیاته کړې، دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې چې روسیې په جګړه کې آیا کیمیاوي، بیولوژیکي او نورې ممنوعه وسلې کارولې؛ دغه راز د دې پلټنې هم کېږي، چې ایا روسیه د جنګي جرمونو مرتکب شوی او کنه.

د امریکا ولسمشر په ډاګه کړه، که پر پوټین دا جرمونه ثابت شول، نو نه یوازې هغه په دې برخه کې به ځواب ویونکی وګرځول شي، بلکې ناټو او امریکا به هم ځوابي اقدام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.