منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۸ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حقاني کابلوف ته: افغانستان به له دې وروسته هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱) د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د افغانستان لپاره د روسیې هېواد له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل .

د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې د روسیې د سفير په ګډون، د دغه هېواد د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، کرنې، انرژۍ وزارتونو استازي هم حاضر وو، د دواړو هیوادونو په هراړخیزو مسایلو بحث وشو.

حقاني په دې لیدنه کې وویل: «موږ خپلو ټولو کړیو تعهداتو ته ژمن یو، افغانستان به وروسته له دې د هېڅ ګاونډي او نورو هېوادونو لپاره خطر نه وي.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر له نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ کار وباله او نشه یي توکي یې یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې نړی لپاره ستر ګواښ یاد کړ او پر ګډې مبارزې یې ټینګار وکړ.

سراج الدین حقاني دغه راز روسي پلاوي ته یادونه وکړه چې د بهرنیو هېوادونو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی ترڅو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني او ګډو ګټو ته ګډ کار وشي.

سرچینې ویلي، په دغه لیدنه کې د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې کولی شي د سرپرست حکومت تولې اړتیاوې پوره کړي .

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د ښو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د روسیې ځانګړی استازی چې نن کابل ته راغلی، د یو شمیر سیاسیونو ترڅنګ د ریاست الوزراء له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې هم لیدلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه