ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ۱۲ تنه له بېلابېلو جرمونو سره په تړاو نیول شوي

په خوست کې ۱۲ تنه له بېلابېلو جرمونو سره په تړاو نیول شوي

author avatar
20 Mar 2022 - 14:21
په خوست کې ۱۲ تنه له بېلابېلو جرمونو سره په تړاو نیول شوي
author avatar
20 Mar 2022 - 14:21

خوست ښار(پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): امنيتي مسوولين وايي، خوست کې يې د مختلفو جرمونو ترسره کولو په تړاو ۱۲ کسان او ترڅنګ یې يوه اندازه نشه يي توکي نیولي دي.

هغوی وايي چې دغه تورن کسان او نشه يي توکي د تېرو لسو ورځو په لړ کې د امنيتي ځواکونو له خوا د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې نيول شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدير مولوي محمد صابر صابري وايي، نيول شويو کسانو کې ۵ تنه په غلا، ۳ په قتل او ۴ نور د نشه يي توکو پر پېر او پلور تورن دي.

نوموړي په همدې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وويل چې له يادو کسانو درې عرادې موټر سايکل او يوه عراده کرولا ډوله موټر هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

هغه همدا ډول خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د نيول شويو کسانو دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دې.

بل پلو د امنيه قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مدير مولوي ميرصادق خان بيا دغه کنفرانس ته وويل چې د ۱۸ کيلو ګرامه چرسو ترڅنګ يو اندازه نور نشه يي توکي هم له يادو کسانو سره نيول شوي.

هغه زياته کړه چې د نشه يي توکو پر وړاندې يې جدي مبارزه پيل کړې او هيچا ته د پېر او پلور اجازه نه ورکوي.

بل لورته د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز ياد کنفرانس کې خوست مېشتو ته ډاډ ورکړ چې د ښه امنيت د ټينګښت په موخه هڅې ګړندۍ شوې دي او په دې برخه کې شپه او ورځ لازم اجرات ترسره کيږي.

هغه زياته کړه چې د ولس ساتنه د امنيتي ځواکونو مسووليت دی او هيچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې ورانې کړنې ترسره کړي.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.