منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

ځدراڼ: د کابل د تېرې ورځې چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی په ټپي حالت کې نیول شوی

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د سینمای‌پامیر په سیمه کې د تېرې ورځې د چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس – چې له امله یې۱۱ تنه ټپیان او یو ماشوم وژل شوی - په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

«زموږ ارمان دی چې د امریکا برید کې ټپي شوې عایشه بېرته خپل وطن ته راستنه شي»

شاوخوا یوولس کاله مخکې په کونړ کې د عایشې په نوم یوه ماشومه چې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې سخته ټپي او بیا د دغو ځواکونو له خوا د درملنې په موخه امریکا ته یووړل شوه، لا هم بېرته خپلې کورنۍ ته نه ده سپارل شوې.

غړي

مجاهد: غور کې د داعش یوه ډله له منځه یوړل شوه

د ا.ا ویاند وایي، امنیتي ځواکونو په غور کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه تن وژل شوي، ځینې یې ژوندي نیول شوي او دغې ډلې په غور، کابل او باميانو ولایتونو کې په يو لړ بریدونو کې لاس درلود.

غړي

وسله‌والو غلو د فارياب – بادغيس پر لویه لار پنځه کسان وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي

د فارياب امنيه قومانداني وايي چې د فارياب – بادغيس لویې لارې په «اق کوتل» سيمه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د وسله‌والو غلو په بريد کې د دوو امنیتي سرتېرو او یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

غړي

«هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي»

د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې او د یاد وزارت سرپرست د هدايت پر اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلېټ او اسنادو پرته موټر او وسايط وګرځوي.

نور راپورونه