بلخ کې یو اووه کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو اووه کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو اووه کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان "حالوش" ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.
ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې څلورو مجرمینو ته د نامشروع اړېکو په تور تعزیري سزا ورکړل شوه
د زابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې ۱۰۲ تاریخي سکې نیول شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، درې افغانان چې په عراق کې بندیان وو، د افغانستان سفارت په هڅو خوشي او د ایران له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو نیمروز کې «یو مسلکي او مشهور انسانتښتوونکی» نیولی چې په ایران کې یې څلور هېوادوال تښتولي او له کورنیو یې ۷۲ زره امریکایي ډالر اخیستي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نیمروز ولایت اړوند د ابرېشم پله بندر کې یې د یو کیلو او ۸۶۶ ګرامه سرو زرو د قاچاق مخه نیولې ده.
ستره محکمه وایي، په میدان وردګو ولایت کې دوو مجرمینو او درېیو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د نشهیي توکو د پروسس درې کارخونې له منځه وړل شوې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یې نږدې پنځه سوه کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
ستره محکمه وایي، په کونړ ولایت کې دوو مجرمینو او شپږو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
امنیتي سرچینې وايي چې په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د تقلبي ګاڼو د پلور او جعلي پیسو د لېږد په تور یوولس کسان نیول شوي دي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د کونړ استیناف محکمې رییس وايي چې د دغه ولایت د مرکز اسعداباد ښار په کرکټ لوبغالي کې د یوې مېرمنې په ګډون اتو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د نیمروز امنیتي مسوولینو د نږدې ۹۰۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د کشف او ضبطېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د یوناما مشرې د زندانونو چارو د سمون ادارې له رییس سره په ليدنه کې ویلي چې له دې ادارې سره به یې همکارۍ د تېر په څېر دوام ولري.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي اروزګان کې خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی څو د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي او که څوک په دې موده کې دغه کار عملي نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هرات کې پولیسو هغه تورن کس نیولی چې څو ورځې مخکې یې پر یوې ماشومې جنسي تېری کړی و او وروسته یې وژلې وه.
د پنجشېر ولایت امنیه قومانداني وایي، پولیسو په دغه ولایت کې لس کسان له اووه میله وسلو او یوه اندازه مهماتو سره نیولي دي.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې د وسلهوالو غلو یوه څلورکسیزه ډله نیولې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د امریکا د متحده ایالاتو عدلیه وزارت وايي، یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ د برید د پلان جوړولو په تور نیول شوی دی.