نورستان کې د درنو وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف شوه
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو وايي، امنيتي ځواکونو د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د درنو وسلو، مهماتو او پوځي تجهيزاتو يو لویه زېرمه کشف کړې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو وايي، امنيتي ځواکونو د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د درنو وسلو، مهماتو او پوځي تجهيزاتو يو لویه زېرمه کشف کړې ده.
د هلمند امنیه قوماندانۍ وایي، په دغه ولایت کې یې د نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت له لورې نیول شوي شپږ زره کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي سوځولي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې یو کوډګر او د هغه پنځه ملګري نیول شوي دي.
د عدلیې وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې څه باندې ۲۵۹ جریب ځمکه امارتي تثبت کړې او په اوو ولایتونو کې یې څه باندې ۳۴ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
کندهار کې ځايي مسوولین وایي، تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی دی.
فراه کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې یوه ۱۴ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
فراه کې ناپېژاندو کسانو یو کس وژلی او د هغه ښځه یې ټپي کړې
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام شوي، خو ایران کې دننه حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سرپل امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې له پخوا پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د ا.ا د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو اړوند له نوو جوړېدونکو امنیتي پوستو لیدنه کړې ده.
د لوګر امنیه قومانداني وایي، کشفي او استخباراتي ځواکونو هغه ماشوم له انسانتښتوونکو ژغورلی چې درې میاشتې مخکې د دغه ولایت له مرکز پلعلم څخه ایران ته تښتول شوی و.
کورنیو چارو وزارت وایي، خلک دې د پېښو مخنیوي په موخه د څاهګانو سرونه بند کړي، کنه قانوني چلند ورسره کېږي، او د دغه حکم د تطبیق په موخه یې یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو ولایتونو ته سفر وکړي.
ستره محکمه وايي، په لغمان ولایت کې یوه مجرم او دوو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې په فاریاب ولایت کې پر یوې ښځې د نامشروع اړیکو او له کوره د تښتې په جرم په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د اسلامي امارت ویاند وايي، په کابل ښار کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي ریاست پر کارکوونکو او بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو د بریدونو عاملین چې له بلوچستانه افغانستان ته راغلي وو، نیول شوي دي.
د هند پولیسو اعلان کړی چې د ۵۶۰ ګرام کوکایین او هیرویینو د قاچاق په تور یې دوه افغانان نیولي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې په تېرو ۲۰ ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او ازرې ولسوالۍ کې څلور زره جریب د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار امنیتي ځواکونو تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر ۲۱۰ جریب ځمکه کرل شوي د بنګو بوټي له منځه وړي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د امنيت د ټینګښت په موخه د موټرسایکلسپرو پولیسو سل کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
د احمدفهیم عظیمي کورنۍ وايي چې هغه له نږدې یوه کال وروسته نن سهار له بنده خوشی شو.
خوست کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله بېځايه شوې کورنۍ له حکومت او مرستندويه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې دوو ښځو ځانوژنه کړې ده.
ملي دفاع وزارت وايي، افغان انجنیرانو یوه بلکهاک (يواېچ - ۶۰) او بله (اېمډي - ۵۳۰) ډوله امريکايي چورلکې ترمیم او پرواز ته چمتو کړې دي.