ژبه

نورستان کې د درنو وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف شوه

<p style="text-align: justify;">پارون (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو وايي، امنيتي ځواکونو د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د درنو وسلو، مهماتو او پوځي تجهيزاتو يو لویه زېرمه کشف کړې ده.

مسوولين وايي، په دغه ډيپو کې ۶ ميله درنې وسلې، زرګونه فایره مرمۍ او نور تجهيزات موجود وو چې ټول ترلاسه شول.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د تلې په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې قول اردو اړوند د کشف او استخباراتو کنډک له لوري د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د وسلو يوه ډيپو ترلاسه شوې ده.

هغه وايي، له دغه ډيپو څخه ۶ ميله درنې وسلې، زيکو يک، دهشکې، هاوان، اګايس او بيم يک تر لاسه شوي دي.

دغه راز، نوموړی وایي، له دغه ډيپو څخه د سپکو او درنو وسلو لسګونه زره فایره مرمۍ او نور نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي.

دی وايي، د دغه ډيپو د کشف او د وسلو د ترلاسه کولو لپاره پرون په سيمه کې د کشف او استخباراتو کنډک منسوبینو عملیات ترسره کړي، او ترلاسه شوي وسلې او مهمات يې نن سهار قول اردو ته تسلیم کړل.

بلخوا، د خالد بن ولید قول اردو د کشف او استخباراتو کنډک درستيزوال ملا محمدخالد حذيفه چې دغه عملیات يې په مشرۍ ترسره شوي، وايي، که څه هم د دغه ډيپو په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

هغه زياته کړه: «پر ولس باندې غږ کوم که له هر چا سره د بيت‌المال اړوند وسلې موجودې وي، په خپله خوښه دې مربوطه مسوولينو ته وسپاري، که نه نو د کشفي راپورونو پر اساس به نيول کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي چې بيا د شکايت حق نه لري.»

د یادونې ده چې له دې مخکې هم په ختيځ کې سلګونه ميله درنې او سپکې وسلې د پخواني حکومت د مسوولینو له کورونو او نورو زېرمو ترلاسه شوي دي.</p>