لغمان کې د ۵۵ کیلوګرامه «شیشې» د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي
د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه یې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې په یوه فیلډر موټر کې ۵۵ کیلوګرامه شیشه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه یې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې په یوه فیلډر موټر کې ۵۵ کیلوګرامه شیشه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان - چې مقر یې د ناروې په اسلو ښار کې دی - وايي، پرون ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۲۹ کسان اعدام شوي خو د ایران دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته میاشتې شکنجې وروسته د خپل خاوند له کورني بنده خوشې شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، تر اوسه شاوخوا څلور زره افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته را لېږدول شوي او د ا.ا غوښتنه دا ده چې هلته په اعدام او نورو سزاګانو نور محکوم افغانان دې هم افغان حکومت ته وسپارل شي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په کندهار ولایت کې دوه نیول شوي سیمهییز خبریالان محمدابراهيم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوي او د هغوی نیول کېدل له رسنیز کار سره تړاو نه درلود.
د پروان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امنیت دوه اخلالوونکو وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کابل ښاري ابتدائيه محکمه کې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزيري سزا ورکړل شوه.
ځایي سرچینې وايي چې په نیمروز ولایت کې ۱۰ کیلوګرامه ښيښه، د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه او په غور کې څه باندې لس زره کیلوګرامه ومان کشف، ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار په سپینغر ولسوالۍ کې ۹۶ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې لس کسان هم نیول شوي دي.
د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د واغظ ولسوالۍ په مېدادکلا سیمه کې تېره ورځ د یوه کس مړی پیدا شوی دی.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یوه شل کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې څلور هغه وسلهوال نیول شوي چې غوښتل يې له یوه کور څخه غلا وکړي.
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارو د انساني قاچاق پر ضد مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لا هم د انساني قاچاق یو پر درېیمه برخه قربانیان ماشومان دي خو په شمېر کې یې ۱۱ سلنه کموالی راغلی.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ۹۲ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د پنجشېر امنیه قومانداني د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د عامه نظم ګډوډولو په تړاو د څلور کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، هغه مکتوب جعلي دی چې ځینو رسنیو خپور کړی او له مخې یې ادعا کړې چې د چین په همکارۍ په بګرام کې د بېپیلوټه الوتکو ضد سیستم فعالېږي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په جلالاباد ښار او ولسوالیو کې ۳۷۰ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې شپږ کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د تورخم په ګمرک کې یې هېواد ته راوړل کېدونکي بېلابېل ډول نظامي تجهیزات نیولي او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې څه باندې ۷۰۰ د موسیقۍ الې او قیلونونه سوځول شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۲۸۸۵ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه یې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف کړې او څلور زره کیلوګرامه ترلاسه شوي نشهیي توکي یې سوځولي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې ایران هېواد ته د ۴۰۰ څارویو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ امنیه…
د بادغیس ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا یو قومي مشر وژل شوی او په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.