منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

یوناما: تېرو درې‌نیمو لسیزو کې چاودنو د څه باندې ۴۰ زره افغانانو ژوند اخیستی‎

د ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په درشل کې، یوناما ویلي چې تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو او ماینونو چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۴ زره افغانانو ژوند بایللی دی.

غړي

غزني کې ۱۴۷ کیلوګرام چرس نیول شوي

د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یې ۱۴۷ کیلوګرامه چرس نیولي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

غړي

هرات کې د قتل او غلا په تور دوه کسان ونیول شول

د هرات د امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د قتل او غلا په تور د دوو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې د یادو کسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

غړي

بدخشان کې چاودنې درې کسان ټپیان کړي

د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د زیو د یوې سرګلولې چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان ټپیان شوي دي.

نور راپورونه