واحد نژند خپل تاجکستاني سیال ته ماته ورکړه
د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند د خپل تاجکستاني سیال فریدونشاه نظروف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.
د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند د خپل تاجکستاني سیال فریدونشاه نظروف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.
د غزني ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د کونګ فو انتخابي سیالۍ پیل شوې.
کندوز ولایت کې د څلورو لوبډلو په ګډون د «واخان ملي شلاوریز جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د مویتای ملي لوبغاړي سید روحالله موسوي د اسیا تلولۍ سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د خوست د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې په بشپړېدو به یې دغه لوبغالی د ۱۵۰۰۰ نندارچیانو ځایولو وړتیا ولري.
غزني کې د کرکټ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د اتو ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ «د غزني د ولسوالیو جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د کابل ښار د اتو کلبونو د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسیک پاورلیفټینګ سیالۍ نن پیل شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز او ۱۸ ولسوالیو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلني ټورنمنټ سیالۍ پیل شوې. د غزني د ورزش امر…
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمدولي هوتک وایي چې له اوږده ځنډ وروسته د جون په ۲۷مه له خپل داغستاني سیال سره لوبه ترسره کوي.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ۱۴۰۳ لمریز کال د عصریې پیسې ورکړل شوې.
د افغانستان له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله نن د مرکزي آسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې خپله درېیمه لوبه د ترکمنستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د پهلوانۍ ملي لوبډلې د «ګریګورمن» سبک د «تختي جام» نړۍوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی دی.
د غزني د بدني روزنې او ورزش ریاست وايي، د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت په ګډون د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو د کوچيانو د ۲۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې اونیزې سیالۍ ترسره شوې.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي، د والیبال «اختریز جام» سیالۍ چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د افغانستان له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله به نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو )کافا) په لړ کې خپله دویمه لوبه د قرغیزستان له لوبډلې سره ترسره کړي.
د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الرورنډرانو په تازه درجهبندۍ کې عظمتالله عمرزي لومړی او محمدنبي عیسیخېل دویم مقام ترلاسه کړی دی.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې سوریې ته لوبه وبایلله او له ۲۰ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې بیا د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې په خپله لومړی لوبه کې له تاجکستان څخه ماته وخوړه.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې نن د سوریې د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
د راپورونو پربنسټ، د افغانستان د پاورلیفټینګ فدراسیون رییس نجیبالله ایوبي د «زړه سکتې» له امله کابل کې مړ شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله روان کال د پاکستان، بنګلهدېش، زمبابوې او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د شلاوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د هېواد د پهلوانۍ ملي لوبډلې ۱۴ لوبغاړي د ګریګورومن سبک «تختي جام» په نوم نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ایران ته لاړل. د المپیک، بدني روزنې…
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې جون میاشتې په ۲۸مه په کندوز ولایت کې د څلورو لوبډلو په ګډون د «واخان ملي شلاوریز جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیلېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي ایټالیایي روزونکي (وینچنزو البرتو انزه) تر څارنې لاندې لومړی تمریني کمپ د سعودي عربستان په الاحسا ښار کې پیل کړ.
د غزني ولایت په کوربهتوب د «غزني سټارز» او «پکتیکا سمسور» لوبډلو ترمنځ د درېیو شلاوریزو دوستانه سیالیو لوبلړۍ د «غزني سټارز» لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.