غزنيښار (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): غزني کې د کرکټ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د اتو ولسوالیو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ «د غزني د ولسوالیو جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دوولس اوریزې سیالۍ د د مرکز په ګډون د اتو ولسوالیو د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه: «ټولې لس لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي، هره لوبډله به څلور لوبې ترسره کوي او له هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې سیميفاینل پړاو ته لاره مومي.»
پکتیال وایي، دغه سیالۍ د غزني ولایت د کرکټ د پراختیا، د ځوانو استعدادونو موندلو او د ولسوالیو ترمنځ د ورورولۍ پیاوړتیا په هدف ترسره کېږي. نوموړی هیلهمن دی چې له دې لارې به ځوان استعدادونه د افغانستان کورني کرکټ ته ور وپېژندل شي.
بلخوا، د کرکټ لوبغاړي هم له دغو سیالیو خوښ دي او غوښتنه کوي چې ورته سیالۍ باید لا پراخې شي.
د رییس کلب لوبډلې یوه لوبغاړي مطیعالله فولاد پژواک ته وویل چې د لوبغالو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: «په غزني کې هيڅ معیاري لوبغالی نشته، څو موږ وکولای شو په ډاډه زړه لوبې وکړو.»
دی له حکومته غواړي چې د لوبغالو او ورزشي امکاناتو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP