کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمدولي هوتک وایي چې له اوږده ځنډ وروسته د جون په ۲۷مه له خپل داغستاني سیال سره لوبه ترسره کوي.
احمدولي هوتک پر خپله فيسبوکإپاڼه لیکلي: «وروسته له یوې اوږدې دمې بیا میدان ته ښکته کېږم، د سرلوړي افغانستان په نوم د ازادو سیالیو په یوې نړۍوالې لړۍ کې دا ځل د یوه پیاوړي داغستاني سیال پر وړاندې د یوې بریالۍ هڅې لپاره چمتو یم، ستاسو ملتیا او دعا د بریا مزل راته اسانه کوي.»
هغه لیکلي چې د ده او داغستاني سیال ترمنځ سیالي به د روانې جون میاشتې په ۲۷مه په بلاروس کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، احمدولي هوتک له دې مخکې ۱۱ لوبې کړي، ۱۰ یې ګټلي او یوه یې بایللې ده او له ۲۰۲۲ کال راوروسته یې کومه نړۍواله لوبه نه ده ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP