بنګلهدېش کې پرون د لاریونونو پر مهال شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي
د راپورونو له مخې، په بنګلهدېش کې پرون د لاریونونو پر مهال شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، په بنګلهدېش کې پرون د لاریونونو پر مهال شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي وايي، د غزې پر تړانګه او د قدس ښار په ګډون د فلسطين پر خاوره پوځي تېری د نړۍوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو اړوند پرېکړهليکونو خلاف عمل دى.
د راپورونو له مخې، په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډيپلوماتيکو هڅو په دوام، د اردن د بهرنيو چارو وزير تهران ته په يوه ناڅاپي سفر تللی او د ايران له ولسمشر سره يې کتلي دي.
د بنګلهدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه وروسته له هغه استعفا کړې او په یوه چورلکه کې هند ته تللې چې پر ضد یې خونړي احتجاجونه وشول او د هغې د استعفا غوښتونکي لاریونوال له پولیسو سره په اخ او ډب واوښتل.
د راپورونو له مخې، د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د سمندر پر غاړه په یو وسلهواله برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د لبنان حزبالله د اسرائیل په شمال کې د اصبعالجلیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي دي.
د راپورونو له مخې، په تهران کې پر اسماعیل هنیه له برید وروسته او په منځني ختیڅ کې د احتمالي جګړې له وېرې ځينو هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د قاضیانو پر یوه موټر د ناپېژاندو وسلهوالو ډزو کې د پاکستاني پولیسو دوه افسران وژل شوي دي.
راپورونه وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې او په ټوله کې ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
راپورونه وایي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ډېری غړو هېوادونو ایران کې د حماس سیاسي دفتر د مشر وژنه غندلې ده.
سیدعلي خامنهیي د ایران رهبر د دې ترڅنګ چې د اسماعیل هنیه غچ اخیستنه خپله دنده بولي، وایي، اسرائیل د هنیه په ترور سره ځان ته د سختو مجازاتو زمینه برابره کړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر پر مشر اسماعیل هنیه او د بېروت په شمال کې وروستي هوایي بریدونه ګواښوونکې پېښې بللې دي.
د راپورنو له مخې، د سوډان پوځي مشر عبدالفتاح البرهان د بېپیلوټه الوتکې له بریده ژوندی وتلی خو پنځه کسان په دغه برید کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
حماس غورځنګ اعلان کړی چې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای «د صهیونیستی دښمن په جنایتکارنه» برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې ناپېژانده وسلهوالو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې دي خو چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.
ایرنا راپور ورکړی چې د حماس د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای د برید له امله وژل شوي.
د بلوڅانو د یووالي شورا وايي، د بلوچستان په ګواډر سیمه کې د بلوڅو پر «سولهییز لاریون» د پاکستان پوځ په ډزو کې «ګڼ شمېر کسان» ټپيان شوي، خو ځایي حکومت ویلي چې د دې شورا کسانو په ډزو کې یو امنیتي کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د هند په سوېل کې د کرالا ایالت کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر کې بلوڅانو پرلت پیل کړی، وایي د پاکستان حکومت دې ګوادر ته ورروان د هغوی زرګونه کسانو ته د ورتګ اجازه ورکړي او د بلوڅو نیول شوي کسان دې خوشي کړي.
د ترکیې ولسمشر ویلي چې ښایي هېواد یې د فلسطینیانو د مرستې لپاره اسرائیل ته ننوځي.
راپورونه وايي چې د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقهییزو شخړو له امله ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
د چین په سوېللوېدیځ کې د سخت ورښت او توپان له امله د ځمکښویېدنې پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د وروستي برید په تړاو ۲۴ کسان نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۵۰ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې ده.