ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او پاکستان کرکټ دیپلوماسي
د افغانستان او پاکستان کرکټ دیپلوماسي

لیکوال: جعفر هاند

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې،  ټاکل شوې چې نن  به د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي پاکستان ته رسمي سفر کوي چې له اسلام اباد سره د کرکټ لوبو او اړیکو د لا ښه کېدو په اړه خبرې وکړې.
افغانستان دا مهال تقریبآ له یوې نړیوالې انزوا سره مخامخ دی او ټولکه تکیه یې په پاکستان ده. خو آیا پاکستان ته د افغانستان د کرکټ‌ د مشر دغه سفر افغانستان ته ګټه ډېره لري که زیان؟ لنډ ځواب: تر ګټې یې زیان ډېر دی.
هند، استرالیا او انګلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا درې قوي پرېکړه کوونکي هېوادونه (بیګ ۳) دي. د نړۍ د بلې هرې معاملې په څېر، شتمن هېوادونه په کرکټ کې هم مخکې دي‌، مخکښ رول لري او هند خو د کرکټ میلیارد هېواد دی. دا دوه نور هېوادونه هم ښه دي او د پاکستان په ګډون نور غړي هېوادونه بیا د دوی غوندې شتمن نه دي.
د سیاست په څېر په کرکټ کې هم افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ ایسار دی او د ډانګ او پړانګ له منځ څخه روغ وتل مهارت، سیاست، پوهه، بصیرت، پلان او غښتلي کسان غواړي. افغانستان نباید د هند او پاکستان د سیاست ترمنځ ځان ایسار کړي، افغانستان ته باید خپلې ملي ګټې مهمې وي او دا ګټې چې په هر چا کې وې، هماغه یې باید یار او دوست وي.
له شک پرته چې پاکستان ته د افغانستان د کرکټ د مشر سفر به په هند ښه نه ولګي او هند هسې هم د «طالبانو له حکومت سره ښه روابط» نلري. استرالیا چې په کرکټ‌ کې د هند نژدې ملګرې ده، هم له افغانستان د ټست لوبه لغوه کړې او کپتان یې په نړیوال جام کې د افغانستان د نه لوبېدو غوښتنه کړې وه.
دا اوس نیوزلنډ په پاکستان کې خپل سفر لغوه کړ او انګلنډ هم خپل پلان شوی سفر وځنډوه او دې کار د پاکستان کرکټ او اقتصاد ته لوی زیان واړه. پاکستان د معمولآ په څېر د دغو زیانونو «پړه هم په هند» واچوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې لا پسې خرابې کړې. نړۍ او د کرکټ نړیواله شورا هم د «طالبانو له حکومت سره» رسمي رابطه نلري.
وخت حساس دی، اسلام اباد ته د کرکټ بورډ د مشر سفر دې وشي، خو په یو بل مناسب وخت کې. شاید د افغانستان کرکټ بورډ مشر دا خبره په ذهن کې ولري چې د پاکستان له کرکټ څخه به وغواړي‌ چې د نړیوالې شورا په غونډه کې د افغانستان ننګه وکړي. شاید یې وکړي، خو پاکستان خپله دومره ستونزې لري چې هغه هم حل کړي، توره به یې کړي.
په یاد ولرئ، کله چې افغانستان په ۲۰۱۷ کې د کرکت د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کاوه،‌ هند یې قوي ملاتړی و. هغه وخت یوازې ایرلنډ ته په بشپړ غړیتوب ورکولو باندې ټېنګار کېده،‌ خو هند په افغانستان باندې کلک ودرېده چې بشپړ غړیتوب واخلي، ځینو نورو به هم مرسته کړي او دې کې د افغانستان د کرکت‌ ځلېدا او پرمختګ هم خپل رول لره.
البته، هند د افغانستان په خلاف هم همداسې درېدای شي او غږ او دریځ یې د پاکستان او نورو هېوادونو په پرتله ډېر اغیزناک دی. افغان کرکټ بورډ باید په ډېر احتیاط قدم واخلي!

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

 

Visits: 172

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.