ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
16 Jul 2020 - 11:33
author avatar
16 Jul 2020 - 11:33

د ۲۱۶ زیږدیز کال په لومړيو کې د ايران, هندوستان او افغانستان تر منځ د چابهار بندر پرانيسته وشوه, ياد بندر د پلان سره سم بايد د ۲۰۲۲ کال د مارچ مياشت کې سرته ورسېږي خو اوس وينو چې له ستونزو سره مخ دی. د پرانيستې په ورځ د هندوستان او ايران تر منځ يو تړون چې له مخې يې هندوستان د ايران له زيدان څخه د افغانستان د زرنج او دلارام ساحې پورې د اورګاډي پټلۍ چې څه باندې 600 کيلو متره اوږدوالی کېږي جوړوي. د همدې تړون له مخې بايد تر اوسه د اورګاډي پټلۍ د جوړولو کار عملل پيل شوی وو خو ايران دادی د پيليدو په درشل کې هندوستان ددې پټلۍ له جوړولو ووېست. هندوستان وايې حيران دی چې ولې ايران داسې پرېکړه په داسې حال کې کوي چې زمونږ انجينرانو څو ځلې له ساحې څخه ليدنه هم کړي او امکان سنجي (Feasibility Study) يې هم کړي چې نږدې 1,2 ميليارده ډالر لګښت په يادې پټلۍ راځي. هندوستان وايې چې مونږ اوس هم آماده يو چې کار پرې پيل کړو خو دا ډيره حيرانونکي وه چې ايران مونږ د اورګاډي له پټلۍ جوړولو ووېستلو. زما تحليل دادی چې دوه عمده لاملونه کيدلې شي چې ايران دې د هندوستان وېستلو پرېکړه کړي وي: لومړۍ دا چې د تړون له مخې بايد همدا اوس پرې هندوستان بايد عملي کار پيل کړی وو خو هندوستان يا د امريکا د بنديزونو له ويرې او يا هم دومره لګښت ته د نه زړه له امله تراوسه عملي کار پيل کړی وو, که همدا دليل ومنو نو سوال پيداکېږي چې امريکا د افغانستان او هندوستان پخاطر د ايران له بنديزونو چابهار مستثنا کړی وو نو بيا يې ولې پرې کار پيل نکړ?! دويم لامل چې زه فکر کوم ممکن چابهار بندر کې د چين لاسوهنه وي, د ايران او چين تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو پنځه ويشت کاله پوره کېږي او د چين مداخله ورو ورو په چابهار بندر کې هم زياتېږي, نو زما خيال دی چې ايران دې چين سره د ياد تړون کولو لپاره هندوستان له د اورګاډي له پټلۍ جوړولو ويستلې وي. د چابهار بندر تر څېرمه د تيلو د استخراج او د تصفيه کولو له کارخانو سربېره ډير پرمختيايي کارونه کېږي چې ايران غواړي دا ټول کارونه د اورګاډي د پټلۍ جوړولو په ګډون چين جوړ کړي. ولسمشر غني د تېرو ټاکنو د کمپاين پر مهال د خپل پنځه کلنې دورې درې سترې لاسته راوړنې ډيرې يادولي: يو دا چې د سولې ور (دروازه) مې پرانيسته چې لومړۍ له حزب اسلامي سره د سولې پروسه په برياليتوب پايته ورسېده او بل طالبانو سره سولې ته نږدې يو. دويمه غټه لاسته راوړنه يې افغانستان يوازې پر پاکستان له انحصار څخه خلاصول يادول چې نورې بديلې لارې او بندرګاوې پرانيستل يې ډير يادول او دريم دا چې افغانستان يې د مرکزي او جنوبي آسيا په پل باندې بدل کړل. د کرونا وايرس په جريان او له هغې راوروسته د پاکستان له لورې د تورخم او چمن دروازو د هيواد په صادراتو او وارداتو لوی تاثير کړی چې مستقيما ورسره عايد کم شوي, د يوه اقتصادپوه په حيث ويلې شم چې افغانستان خو نه د پاکستان له انحصاره خلاص شو او نه هم مونږ نورې لارې بياموندلې او کوم شته فرصتونه چې مو درلودل له هغې هم په درست ډول ګټه اخيستل ستونزمن ښکاري. که چيرته د چين مداخله په چابهار بندر کې زياتېږي, طبيعي ده چې امريکا به هم مداخله کوي او ددې هدف لپاره به طالبان او نور نوي ستراتيژيک ملګري وکاروي, که حالات همداسې پر مخ ځې نو نه خو افغانستان د مرکزي او جنوبي آسيا پر پول بدلېږو او نه هم له پاکستان پرته نورې لارې موندلې شو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>اسدالله مبارز, په اقتصاد کې ماسټري لري او اوسمهال د افغانستان بانک کې مدير دی.</p>

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.