Language

author avatar
6 Dec 2015 - 21:14
author avatar
6 Dec 2015 - 21:14

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له خوا د ډسمبر دريمه نېټه “د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې” په نامه نومول شوې ده. مونږ هر کال په دغه ورځ د هغو هڅو بېلابېل اړخونه رابرسېره کوو چې موخه يې د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو درناوی او رعایتول دي. “د ټولو توانونو د درلودونکو کسانو لاسرسی او ځواکمنول” د نن کال موضوع ده. دغه موضوع په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو څخه د ملاتړو او مدافعینو له کارونو سره په ځانګړي ډول تړاو لري. ما د يو زيات شمېر افغان ملګرو څخه چې معلولیت لري اورېدلي دي چې څه غواړي، هغوی د امتيازاتو او مالي ملاتړ پر ځای د نورو وطنوالو درناوي او د افغانستان د ټولنې سره د هغوی د مرستې او وړتياوو تشخيصولو ته زياته لېوال دي. 

هغه افغانان چې د جګړو يا ناروغيو له امله معلول شوي او يا د زوکړې پر مهال د معلولیت لرونکي دي، بشپړه وړتيا لري چې د افغانستان حکومت، مدني ټولني او د سوداګرو ټولنې ته هره ورځ ډېرې ګټورې مرستې وړاندې کړي. د پوځ يو مخکينی غړی چې د ماين په چاودنه کې معيوب شوی دی کولای شي سرتيري وروزي او یا د تقویتي عملياتونو پلان جوړ کړي. يوه ښځه چې د ماشومتوب څخه د معلولیت لرونکې ده بيا هم کولای شي د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. يو ماشوم چې د اورېدو يا ليدو توان نه لري، بيا هم د زده کړې او خپلو نورو ټولګيوالو ته د زغم او صبر د ور زد کولو وړتيا لري. سره له دې چې معلوليت په ژوند کې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځي، د معلولیت لرونکي کسان هره ورځ داسې لارې چارې نندارې ته ږدي چې د هغوی برياليتوب ترلاسه کول ثابتوي.

د معلولیت لرونکي ډېری کسان د ترحم لېوال نه دي. لکه مونږ ټول، هغوی هم د عزت او درناوي غوښتونکي دي، ځکه چې د معلولیت لرونکي کسان په بشپړ ډول زمونږ په څېر دي. شونې ده چې هر څوک د معلولیت لرونکي وي، په مونږ کې ډېر داسې کسان شته چې يو ملګری يا د کورنۍ غړی يې د معلولیت لرونکی دی. د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د ۲۰۱۳ کال د څېړنو پر بنسټ، ۲۰ سلنه افغانې کورنۍ د يوه معلول غړي درلودنکې بلل شوې دي. ځينې معلولیتونو پټ او ځينې نور د ليدو وړ دي. مونږ غواړو د معلولیت لرونکي کسان وهڅوو تر څو په ټولنه کې د خپلو وړتياوو او استعدادونو څخه ګټه پورته کړي او پټ يې ونه ساتي. په همدې توګه غواړو هغه کسان چې معلولیت نه لري وهڅوو چې معلولینو ته ښه راغلاست ووايي، ويې مني، او درناوی يې وکړي.

د دې لپاره چې معلوليت لرونکو کسانو ته دا توان وروبښو چې د خپلو وړتياوو او استعدادونو څخه په بشپړه توګه کار واخلي، اړينه ده چې حکومت، خصوصي سکټور او ټولنه د هغوی د ونډې او مشارکت پر وړاندې د پرتو خنډنو د کمولو لپاره د فرصتونو په لټه کې شي. د يوې نوې ودانۍ په مخ کې د رېونده لارې يا بې پوړو زينې د جوړولو په څېر ډېرې ساده او آسانه چارې شته چې د دې لامل ګرځې هغوی په مدني ژوند کې ونډه واخلي. د غوره فزيکي لاسرسي څخه پرته، کېدای شي يو حقوقي شرکت د يوه ځوان، تکړه او هوښیار ذهن د ونډې اخيستو څخه بې برخې شي، شونې ده چې يوه دولتي اداره د مدني خدماتو د يوه کارکوونکي د اغېزمنو کارونو او لاسته راوړنو څخه بې برخې پاتې شي، او يوه سوداګري خپل وفادار او ثابت پېرودونکی د لاسه ورکړي.

همدارنګه ښايي د معلولیت لرونکي کسان هم د هغوی د حقونو، د تبعيض پر وړاندې د مبارزې او د کورنيو او ټولنو د ملاتړ لپاره د هغوی د وړتياوو څخه د ګټې اخيستلو د فرصتونو د لټون په اړه د خبرو اترو او غږ اوچتولو پر مهال برخه واخلي.

راځئ نن ورځ په داسې ډول چې د معلولیت لرونکي کسان زمونږ د نړۍ ارزښتمن او مهم غړي دي هېره نه کړو. مونږ په ټولنه کې د هغوی د ونډې او مرستې درناوی کوو. راځئ چې ټول د هغوی د لا زياتې ونډې او مشارکت لپاره لارې ولټوو تر څو چې په دې توګه وکولای شو د بېلابېلو استعدادونو او وړتياوو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړو.

يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده پژواک يې مسووليت نه اخلي.    

                                     

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>مایکل مکینلی، د امریکی سفیر په افغانستان کې دى.</p>