ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناروغۍ شالید

کرېمیا – کانګو بېړیونې (حاده) تبه لرونکې او وینه بهوونکې ناروغي ده چي د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو او جسد سره د اړیکي له امله رامنځته کېږي. د کرېمیا – کانګو تبي ته په پوهنیزه ژبه کي “Crimean Congo Hemorrhagic Fever (CCHF)” ویل کېږي.

دا ناروغي لومړی ځل ۱۲ پېړۍ وړاندي په تاجکستان کي ولیدل شوه. ورسته د اوکرائین کرېمیا ته د دویمې نړېوالې جګړې په پای کي د روسي پوځیانو له ورتګ سره وپېژندل شوه او د “کرېمیا وینه بهوونکي تبه” نوم یې پرې کېښود. په ۱۹۵۶ کي په کانګو کي ورته ناروغۍ ولیدل شوه او په ۱۹۶۹م کي مالومه شوه چي د کرېمیا او کانګو ناروغۍ یوه ده، ځکه یې Crimean Congo Hemorrhagic Fever ونوموله. د ناروغۍ وژنکچه په دویمه اوونۍ کي له ۱۰ تر ۵۰٪ ده.

د ناروغۍ لامل یا ایټولوژي

د ناروغۍ لامل د ابربو وایرسو له ډلي دی. کورنۍ یې بونیاورېدې (Bunyaviridae) او جنس یې نایرو وایرس (Nairovirus) دی چي د هیالوما (Hyalomma) منګوړو په مټه لېږدېږي.

د ناروغۍ خپرېدنګ (اپیډمیولوژي)

د CCHF وایرس د هیالوما منګوړ په مټه لېږدېږي. غوايي، پسونه، سویان او وزې په خپل وار سره د هیالوما ارزېرمي )اصلي مخزونونه( دي. د ناروغ څاروي له ویني، ترشحاتو او جسد سره اړیکه د وایرس لېږد او ناروغۍ چټکي پراخي خپرېدو ته لار پرانېزي. قصابان تر بل هر چا ډېر له ګواښ سره مخ خلک دي.

دا ناروغي تر ډېره د افريکا په دښتي سیمو، ختیزه اروپا، منځني ختیځ، عراق، هند، پاکستان، ایران، چین او افغانستان کي تر سترګو شوې. دا ناروغي د کال په تاوده موسم کي چي د منګوړو پيدایښت او وده ډېره وي؛ رامنځته کېږي. قصابان، د روغتونونو کاروکونکي، بزګران، شپانه/غوبانه او په ټوله کي هغه کسان چي له څارویو سره نږدې وي؛ تر بل هر چا په ناروغۍ ډېر اخته کېږي. ناروغ څاروي کومه نښه نه لري. پرته له اوښمرغي (شترمرغه) نور ټول الوتونکي د ناروغۍ په وړاندي مقاوم دي.

د ناروغۍ د لامل ځانګړني

څرنګه چي د ناروغۍ په اېټولوژي کي وویل شول چي د ناروغۍ لامل د ابربو وایرسو له ډلي دی. کورنۍ یې بونیاورېډې (Bunyaviridae) او جنس یې نایرو وایرس (Nairovirus) دی. د وایرس پېړوالی nm100 – 85 او د RNA یوستوې رښته لري. وایرس پروټیني پوښ لري. وایرس د تودوښې په وړاندي ډېر ټینګ نه دی؛ ۵۶˚C تودوښه یې په ۳۰ دقیقو کي وژني یاني په پخه شوې غوښه او پاسټوره شویو شیدو کي له منځه ځي. په وینه کي په ۴۰˚C  تودوښه کي ۱۰ ورځي ژوندی پاته کېدای شي. ټاک چاپېریال (اسیدي محیط)، Phenolic میکروب وژونکي او ۱٪ Hypochlorite او همدارنګه محلول ۲٪Glutaraldehyde  یې ژر له منځه وړي. صابون یې نه وژني خو غیر فعالوي یې. که د غوښه په له منفي ۱ تر منفي ۴˚C  تودوښه کي کنګل (فریز) شي؛ وایرس وژل کيږي.

له ګواښ سره مخ خلک:

  • د څارویو د روغتیا ډاکټران
  • شپانه/غوبانه
  • کوتونکي (قصابان)
  • د ناروغانو د کورنیو غړي او کاري ملګري
  • بزګران
  • هغه خلک چي له غوښو سره سر و کار لري.
  • روغتیايي کارکووني
  • د لابراتور کارکوونکي

لېږدلار

لکه وړاندي چي مو وویل، د CCHF وایرس په چاپېریال کي د هیالوما منګوړ په مټه لېږدېږي. مګر نوري لېږد لاري هم شته. د بېلګي په توګه د هګۍ له لاري لېږد (Transovarion Transmission) او د بلوغ په بېلابېلو پړاوونو (Transstadial Survival) کي د لېږد وړ دی.

که نابالغه منګوړ وړوکي شمزی لرونکي څاروي وخوري؛ منګوړ د عمر تر پایه ککړ (مصاب) پاتېږي او د ځوانۍ په پړاو کي همدا ککړ منګوړ لوی شمزۍ لرونکي څاروي لکه غوا، پسه، ګوره خر او نور په ناروغۍ اخته کوي. که ککړ منګوړ انسان وخوري؛ ناروغۍ رامنځته کېږي. سوی، غوا او پسه د ناروغۍ په خپرېدنګ کي ستر رول لوبوي.

د افريکا په سویل کي د CCHF وایرس انټي باډي د زرافې، کرګدن، ګوره خر او سپیو د ویني له سېروم څخه تر لاسه شوي.

په کورنیو څارویو کي د ناروغۍ هیڅ نښه نه وي. د کوتلو (حلالولو) پرمهال یا تر کوتلو (حلالېدا) لږ روسته یې د خپرېدو خطر ډېر زیات دی. که انسان د ککړ څاروي له ویني، خوشایوو، متیازو، ناړو او خوړولیو سره په تماس کي شی؛ په ناروغۍ اخته کېږي.

په روغتون کي بستر ناروغان شدیداً د نورو کسانو د ککړېدا لامل ګرځي.

نښي نښانې:

۱- پټ پړاو: دا پړاو بدن ته د وایرس د ننوتلو په لاري پوري تړلی دی. د منګوړ تر خوړلو ورسته معمولا پټ پړاو له ۱ تر ۳ ورځو او حد اکثر ۹ ورځو ته رسېږي. که وایرس بدن ته د منګوړ د خوړلو له لاري نه بلکي د ککړ څاروي له پوستکي یا هم ویني سره د اړیکې په وجه بدن ته دننه شوی وي؛ بیا پټ پړاو ۶ ورځي وخت اخلي خو کله نا کله دا پړاو تر ۱۳ ورځو هم اوږدېږي.

۲- تر ویني بهېدني وړاندي پړاو: د ناګهاني نښو پيل له ۱ تر ۷ ورځو پوري (په منځنۍ توګه ۳ ورځي) وخت نیسي. ناروغ ته د سر شدید خوږ، تبه، لړزه، ګیجتوب، د غاړي درد او شخي، د غړو په ځانګړې توګه د ملا او پښتو خوږ، د سترګو خوږ، له روښنايي وېره (د روښنايي په وړاندي حساسیت) پیدا کېږي. کېدای شي ناروغ ته زړه بدوالی، خوا ګرځېدنګ، بې لوهېتوب (بې اشتهايي) د ستوني خوږ، اسهال او د نس خوږ ولري. تبه له ۳ تر ۱۶ ورځو دوام کوي. د بدن په ځانګړې توګه د غاړي او ټټر پاړسوب او سوروالی، د ستوني سوروالی په نقطوي ډول د تالو د ځینو برخو د ژونګغونډو (انساجو) مرګ. د ویني فشار کمېږي، د زړه دربا کمښت موموي، په وینه کي سپینو ژونکو کمښت (لکوپنيا) او ټرمبوسیټوپین (په وینه کي د ټرمبوسایټونو کمښت) په ځانګړې توګه د پلاکټو شمېر په ملي مټر مکعب کي تر ۱۵۰،۰۰۰ کمېږي.

۳- د ویني بهېدني پړاو: لنډ پړاو دی خو په چټکتیا سره رامنځته کېږي چي ډېری وخت د ناروغۍ له ۳مي تر ۵مي ورځي پیلېږي او له ۱ تر ۱۰ (په منځني کچه ۴ ورځي) دوام کوي. په مخاطي غشاګانو  وینه بهېدنه او تر پوستکي لاندي نقطوي وینه ټولېدنه په ځانګړې توګه د بدن په پورتنیو برخو لکه تخرګونو، په ښځو کي تر تیو لاندي او ورنو کي رامنځ ته کېږي. تر نقطوي ویني ټولېدني روسته کېدای شي په یادو او نورو ځایو کي هماټومونه (د ویني غټ کیسټونه) را پیدا شي. ملنا (په ډکو متیازو کي وینه) او هماچوریا (په تشو متیازو کي وینه)، له پوزي وینه راتلل، د ویني ګرځول، له ځېلانځي د ویني بهېدنګ او له غوږونو د ویني راتګ هم په ناروغ کي لیدل کېږي. کله نا کله خو یادي ویني بهېدني دومره شدید وي چي ناروغ ویني اخیستني ته اړ کېږي.

په ځینو ناروغانو کي یواځي نقطوي وینه ټولېدنه (هغه هم ۱۵٪) لیدل کېږي. په ۱۰٪ ناروغانو کي د وینه بهېدونکې پنومونیا په وجه سایزي (تنفسي) ستونزي رامنځته کېږي. په هرو درېیو کسانو کي توری او ینه د ناروغۍ له ۶مي تر ۱۴مي ورځي غټوالی مومي. په سیروم کي د بیلوروبین کچه لوړېږي. هغه کسان چي د مرګ کومي ته لوېږي؛ په کي د ناروغۍ نښي له لومړيو ورځو بدلون مومي.

د ویني کمښت، مغزي وینه بهېدنه، د بدن د اوبلنتوکیو کمښت او د روګونو اُزیما د ناروغ مرګ ته لار پرانېزي.

په اتوپسي (تر مرګ روسته د کالبد پرانیستل، کتني، ازمویښتونه او ارزوني) د مړه شوي کس په ټولو غړو او د ګېډي (معدې) او کلمو په بافتو کي په بېلابېلو شدتونو سره وینه بهېدنه تر سترګو کېږي.

۴. د رغېدني پړاو: ناروغان له ۱۰مي ورځي روسته چي د پوستکي ستونزي یې مخ په لږېدو شي؛ ورځ تر بلي ښه کېږي. د ناروغۍ له ۳مي تر ۶مي اوونۍ روسته ډېری ناروغان د ښه کېدو پر لور ځي او له روغتونه رخصتېږي. البته چي د ویني او متیازو لابراتواري ازمویښت پایلي یې نورمال حالت ته را ګرځېدلي وي. د رغېدني د پړاو ځانګړنه دا ده چي د اوږد مهال لپاره کمزوري لیدل کېږي چي ځیني وخت یوه میاشت یا تر میاشتي ډېر وخت اخلي. کله نا کله د بدن ټول وېښتان تویېږي ( ۴ یا ۵ میاشتي روسته بېرته سمېږي). داسي هم شونې ده چي د یوه یا ډېرو عصبو پړسوب تر څو میاشتو پاتي شي.

د ناروغۍ پټ پړاو په منځنۍ توګه ۴ ورځي او حد اکثر اوږدوالی یې ۱۲ ورځو ته رسېږي. تر ۴مي ورځي له ویني بهېدني پرته ځیني نښي لکه تبه، د سړو احساس، د غړو ستړیا، د سر خوږ، د ویني د ډېرواله په وجه د بدن سوروالی، د سترګو سوروالی، استفراق او د ګېډي دردونه لیدل کېږي. د ویني بهېدني نښي له ۴مي ورځي روسته پیل کېږي چي د ویني راټول شوي ټکي خولي په مخاط او پوستکي څرګند وي. د بدن د نورو غړو په پرتله له پوزې، ګېډي، ځېلانځي، لېنګو او مړوندو وینه بهېدنه ډېره وي.

موندنه یا تشخیص

د ناروغۍ د لومړۍ اوونۍ په تبجن پړاو کي وایرس له ویني او همدارنګه د ناروغ له ځیګر، توري، پښتورګو او لنفاوي مرغېړو (غدو) څخه تجرید کولای شو. د بیزو له بډوګو چمتو شوې ژونکیزه کرنه د وایرس د کرلو لپاره کارېدای شي. د  RCR (Polymerase Chain Reaction) ازمویښت په مټه  وایرس په سرچپه نمونه اخیستنه (Reverse Transcriptase) کي لیدلی شو. د سیرمونو له ازمویښتونو لکه ELISA، IFA (Immunofluerescense Antibody) او خنثی کولو څخه هم ګټه اخیستلی شو.

درملنه

د ناروغۍ په کابو کولو کي ملاتړې درملنه او د ناروغ د بدن د اوبو او الیکټرولیټونو سمبالښت خورا ارزښتمن دی. څانګپوه (متخصص) ډاکټر دي ناروغ ته وایرس بډي درمل؛ ریباوېرین ورکړي.

واکسینېشن: له ۱۹۷۰مي لسیزي را په دې خوا د نړۍ په بېلابېلو سیمو کي د ناروغي په وړاندي ډول ډول واکسینونه وکارول شول خو د لوړ زهرجنتوب له امله یې پایلي او اغېزمنتیا په زړه پوري نه وه. یوې تورکۍ څېړنیزي ډلي په ۲۰۱۱ کال کي په بریالیتوب سره وکولای شول چي نازهرجن واکسین جوړ کړي. یاده دي شي چي دا واکسین تر اوسه په ازمویښتي پړاو کي دی.

مخنیوی:

  1. په CCHF مشکوک کس باید له کورنۍ او روغتون له کارکوونکو بېل شي. ټول هغه اوزار لکه ماسک، لاسماغو، پېش بند، مخ پوښ او ټول هغه اوزار چي د ناروغ له ترشحاتو سره په تماس کي شوي وي؛ باید وسوځول شي.
  2. منګوړ د وژلو په موخه کورونه او غوجلي باید د څارویو له ډاکټر سره په مشوره زهرپاشي شي.
  3. د څاوریو منګوړ په لوڅ لاس و نه وژل شي.
  4. که مو لاسونه ټوپونه ولري؛ څاروي مه حلالوي او له ټوک ټوک کولو یې ډډه وکړئ.
  5. که څاروی حلالوئ یا ټوک ټوک کوئ؛ چاړه په خوله کې مه نیسئ
  6. د نیم خامي غوښي، ځیګر او توري له خوړلو ډډه وکړئ.
  7. تشنابونه او د ناروغ په وینه او ترشحاتو ککړ چاپیریال باید ضد عفوني شي.
  8. دا چي له بده مرغه ناروغ څاروی کومي ښکاره نښي نه لري؛ نو د څاروي غوښه باید تر حلالېدو ورسته د یوې ورځي لپاره په له منفي ۱ تر منفي ۴˚C  تودوښه کي کنګل شي چې وایرس یې ووژل شي.
  9. که د روغتیايي کارکوونکو کوم غړی د ناروغ له پوستکي، مخاطي غشاوو، ویني، اوبلنتوکیو او یا هم ډکو متیازو سره په تماس کي کېږي؛ باید سمدستي هغه غړی په اوبو او صابون ومینځل شي.
  10. یواځي باید د روغتیايي اورګانونو له لوري تصدیق (ټاپه) شوې غوښي وپېرل شي.
  11. هغه روغتیايي کارکوونکي چي د بدن کوم غړی د ناروغ له پوستکي، ویني او ترشحاتو سره په تماس کي شوی دی؛ باید د دوو اوونیو لپاره تر کلکي څارني لاندي ونیول شي او هره ورځ یې د بدن تودوښه وکتل شي. که د ناروغۍ کومه نښه په کي ولیدل شي؛ باید ژر یې درملنه پیل شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 33

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.