ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرګري جنګونه
زرګري جنګونه
لیکوال شاه محمود میاخېل: 
زرګري جنګونه هغه جنګونه دي، چې په ظاهره جنګ او مخالفت ښکاري ، خو په باطنه کې جنګ د دواړو خواو په مشوره او توافق رامنځته کیږي. خوش باوره کسان د یوې او بلې خوا پلوي کوي او په دې توګه دواړه خواوې خپل مخالفین او ملاتړي په ښه توګه معلوموي.
پاکستان د زرګري جنګونو په ایجادولو کې چې په سیاست کې ورته کنټرول بحران ( Control Crisis) جوړول او روایت سازي وایي خاص مهارت لري.
کله چې پاکستاني پوځیان پوه شي چې د ملکي او نظامي ادارو مشران د کنټرول بحران ایجادول او مدیریت په ښه توګه نه شي کولی او یا یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه خپل اعتبار د لاسه ورکړې وي، د پوځ او ملکي حکومت په رهبرۍ کې تغیر راولي او خپلې پخوانې سوژې په نوې بڼه نړۍ ته وړاندې کوي.
د افغانستان په هکله مو ولیدل چې دوی دا سوژې په تیرو پنځو لسیزو کې د خپل ستراتیژیک عمق پالیسۍ په رڼا کې څنګه په ښه توګه عملي کړلې.
* د مجاهدینو او طالبانو د ایجاد پروژې
* د ښو طالبانو او بدو طالبانو پروژه.
* ښه ټي ټي پي او بد ټي ټي پي پروژه.
* ښه ترورستان او بد ترورستان او داسې نورې پروژې
د همدغه پروژو د پلي کولو له امله، پاکستان په تیرو پنځو لسیزو کې دومره نفوذ په افغانستان پیدا کړ چې حتی د کویټې یو دوکاندار یې د ملا منصور په نوم د ناټو په چورلکو کې کابل ته انتقال او د کرزي صیب تر دفتر او کابینې پورې ورسوه.
پاکستان د نړۍ مهمو هیوادونو ته وایي که دوه سوه او پنځه ویشت میلیوني هیواد چې اتومې وسلې هم لري، بې ثباته شي، دا به د سیمې او نړۍ لپاره ډیر ستر ګواښ وي. په دې توګه پاکستان نشي کولی چې د تروریزم پرضد پراخه جګړه په داخل د پاکستان کې د افراطي مذهبي ډلو په مقابل کې پیل کړي.
پاکستان دنیا او په خاصه توګه امریکا ته وایي چې تاسي په دې جګړو کې باید ځانونه بوخت نه کړئ، ښه به دا وي چې په دې سیمه کې د تروریزم پرضد جګړه کې د پاکستان د مهارتونو نه کار واخستل شي او د تروریزم پرضد جګړه پاکستان ته Out source یا په قرارداد ورکړل شي. دا به د امریکې او اروپا لپاره ارزانه هم وي ځکه دوی د پاډوګرو په شان د تروریستي مارانو په نیولو او کنټرول ښه پوهیږي. پاکستان نړیوالو ته دا نه وایي چې د دې مارانو فارمونه دوی جوړ کړیدي او پوهیږي چې څنګه ترې کار واخلي.
پاکستان تل امریکا او نړۍ ته ویلې او وایي چې دوی غواړي د تروریزم سره په جدي توګه مقابله وکړي خو امکانات او ظرفیت نه لري. نړۍ باید د دوی سره مرسته وکړي. (Pakistan is willing but not capable to fight terrorism) په دې شعارونو او پلمه یې په میلیاردونه ډالره د امریکا، اروپا، عربو او نورو هیوادونو نه په تیرو څو لسیزو کې واخستلې.
پاکستان په دې هم پوهیږي چې څنګه دوه او درې او یا څو هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. هم د امریکا اهداف عملي کړي او هم د چین، روسې، انګلستان، ترکیې، عربي او نورو هیوادونو نه ګټه تر لاسه کړي. د همدغه کنټرول جنګونو او سوژو له امله، پاکستان اتومي طاقت او افغانستان کنډواله شو.
خلاصه دا چې پاکستان پوهیږي چې څنګه بیلابیلو هیوادونو ته دانه واچوي او د هغوي ملاتړ تر لاسه کړي. د بیلګې په توګه امریکا ته د القاعدې او یو شمیر طالبانو په لاس ورکول، د شرقي ترکستان د ډلې کنترول او چین پرې بیرول، د داعش پروژه چې څنګه روسیه او مرکزي اسیا هیوادونه پرې وویروي او هم د عربو او امریکا نه باج واخلي او داسې نور.
له بده مرغه یو شمیر خوش باوره افغانان في سبیل الله او ځینې یې د شخصي ګټو په خاطر د پاکستان دغه سوژې پروموټ یعنې تقویه او د پاکستان په زرګري جګړو کې طرف واقع کیږي، زنده باد او مرده باد وایي.
د کابل د اوسني حکومت ځینې چارواکي چې مخالفت او ملاتړ د پاکستان کوي، دا هم په حقیقت کې د زرګري جګړو یوه برخه ده چې پاکستان په ریښتني خپل مخالف په نښه او له منځه یوسي او د افغانستان د بحران مدیریت په خپل کنترول کې وساتي.
پاکستان یوازې د افغانانو د ملي فکر د رشد نه ویریږي. په دې توګه کوښښ کوي چې دبیلابیلو لارو د ملي فکر خاوندان تطمیع، تهدید، بدنامه، د صحنې نه لري او یا له منځه یوسي.
ولسونو ته ملي فکر همیشه په تعلیمي مرکزونو کې او یا د منل شوو ملي رهبرانو لخوا ورکول کیږي. همدا علت دی چې طالبانو تعلیمي مراکز په ټپه فلج او په تیر شلو کلونو کې یې په ملي او محلي کچه زیات با اعتباره ملي شخصیتونه له منځه یوړل تر څو په افغانستان کې د ملي فکر د رشد د مخنیوي سوژه د پاکستان د ګټو لپاره عملي کړي.
زما په اند، پاکستان لا تر اوسه په افغانستان او سیمه کې د کنټرول بحران مدیریت په خپل کنټرول کې لري. ښه به دا وي چې افغانان د احساساتو په عوض د عقل او فکر نه کار واخلي. هره ورځ د پاکستان په سوژو او زرګري جنګونو کې خپل ځانونه مصروفه نه کړي بلکې د پاکستان سوژې ولس ته تشریح کړي او د حل لپاره یې منظمې تګلارې وتاکي.
دا د یو کس او یا یوې ډلې له وسه اوچته خبره ده چې د پاکستان او د هغوي د ګوډاګیانو مقابله وکړي خو که پراخه ملي حرکت جوړ شي، په هغه صورت کې دا په شریکه امکان لري چې د افغانستان د ملي منافعو په رڼا کې د پاکستان د سوژو او نفوذ مخه ونیول شي. کنه، د افغانستان بحران به همداسې دوام ولري او د کنترول مدیریت به یې د پاکستان په لاس کې وي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.