ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیکوال :عصمت الله عمري

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په 1945 زېږدیز کال کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شو چې په موخو کې یې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د بشري حقونو ملاتړ، بشر دوستانه مرستې او د نړیوالو قوانینو ملاتړ شاملېږي. ددغه سازمان بودیجه د غړیو هیوادونو له لوري برابرېږي چې ډېره برخه یې امریکا ورکوي. دغه نړیوال سازمان 193 غړي هیوادونه لري. ددې سازمان یوه مهمه برخه د امنیت شورا ده چې پنځه لس غړي هیوادونه لري او له دې جملې یې پنځه دایمي غړي (امریکا، روسیه، فرانسه، انګلستان او چین) دي. د امنیت شورا پرېکړې الزامي دي او دایمي غړي هیوادونه یې بې له کوم دلیل څخه هم د نړۍ په اړه د اساسي پرېکړو د ویټو حق لري. (ویټو هغه حق دی چې په کارولو سره یې شورا د دوی د مخالفې رایې په صورت کې پرېکړه لیک نشي صادرولی. که څه هم له پنځو غړیو هیوادونو څخه یو یې وکاروي.). که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان ځان ناپېیلی ګڼي او هڅه کوي داسې وښیي چې له ټول بشریت سره خواخوږي لري خو؛ ددې سازمان جوړښت او وروسته په عمل کې د سازمان فعالیتونه دا په ډاګه کوي چې دغه سازمان ناپېیلی نه دی او د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې ناکام دی، چې موږ به یې یو څو بېلګو ته دلته اشاره وکړو. د ملګرو ملتونو د سازمان په جوړښت کې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هیوادونه یوازې د غیر مسلمانې نړۍ استازیتوب کوي، حال دا چې په نړۍ کې ګڼ اسلامي هیوادونه هم موجود دي او د مسلمانې نړۍ له حقونو څخه د دفاع په موخه هیڅ یوه اسلامي هيواد ته د امنیت شورا چې ددغه سازمان یو مهم ارګان دی، د دایمي غړیتوب حق نه دی ورکول شوی. بله خبره دا ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پنځه دایمي غړي هیوادونه د سازمان د جوړښت راهیسې ټاکل شوي دي چې هغه مهال د نړۍ ابر قدرت هیوادونه وو، حال دا چې اوسمهال د نژدې 77 کلونو په تېریدو سره په نړۍ کې یو شمېر نور هیوادونه هم د پورته پنځو هیوادونو سره د سیالۍ ډګر ته راوتلي چې یوه بېلګه یې هند یادولی شو. په عمل کې څو څو ځلې دا ثابته شوې ده چې د ملګرو ملتونو له پرېکړو څخه سرغړونه شوې او نړیوال قوانین د یو شمېر زبر ځواکه هیوادونو له لوري تر پښو لاندې شوي دي. د بېلګې په توګه په 1979 زېږدیز کال پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې له 152 غړیو هیوادونو څخه 104 یې د یرغل په مخالفت د پریکړه لیک تصویب ته موافقه رایه ورکړه خو دغه پریکړه لیک عملي نشو. په 2001 زېږدیز کال کې پر افغانستان د امریکا یرغل، په 2003 زېږدیز کال کې پر عراق د امریکا یرغل او دغه راز په 2016 زېږدیز کال او له هغه را وروسته پر سوریې د امریکا او اسراییلو هوایي بریدونه دي. نه یوازې دا چې ملګري ملتونه د خپلو پرېکړه لیکونو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي، بلکې دغه سازمان زیات وخت د امریکا متحده ایالتونو تر اغېزې لاندې هم راغلی دی چې له یوې بېلګې یې دلته یادونه کوو. امنیت شورا خپله بېړنۍ غونډه 1997 زېږدیز کال راهیسې نه وه راغوښتې او له یاد کال راوروسته دا لومړی ځل دی چې په 2022 زېږدیز کال کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته چې امریکا دغه برید د خپل ځان او متحدینو په وړاندې د خطر د یو زنګ په توګه ګڼلی دی، د امنیت شورا بېړنۍ غونډه رابلل شوې ده. په داسې حال کې چې له 1997 زېږدیز کال راوروسته تر نن پورې په نړۍ کې ډېر اساسي موضوعات رامنځته شول چې پر افغانستان او عراق د امریکا یرغلونه، پر سوریې د امریکا او اسراییلو بریدونه، پر فلسطین د اسراییلو بریدونه یې څو بېلګې دي خو دا چې دغه کړنې د امریکا له لوري ترسره شوي او یا یې هم امریکا ملاتړ کړی نو؛ په مقابل کې یې د ملګرو ملتونو سازمان غبرګون سوړ دی او د اساسي موضوعاتو په سترګه ورته ندي کتل شوي نو همدا دلیل دی چې ملګري ملتونو ته درېیمګړی سازمان نشو ویلی بلکې د امریکا د ګټو څرخ یې بللی شو.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.