ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
27 Jul 2020 - 11:25
author avatar
27 Jul 2020 - 11:25

ايا د ټکنالوژۍ د ارزښت په اړه مو کله  فکر کړې دی؟ ایا د یو داسې زده کړې لپاره چې پر هر ځای او هر وخت کې د لاسرسي وړ وي هېله من هستئ؟ موږ په دې پوهېږو چې ټکنالوژۍ د انسانانو په ژوند کې بې ساری بدلون راوستی دی چې په اړه یې فکر هم نه کېده. ژوند يې هوسا، پرمختللی، چټک او په زړه پوری کړی دی. زموږ د ژوند ټولنیزې، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او داسې نورې چارې يې اغېزمنې کړي دي.

د دغو تکنالوژیکي بدلونو سره، انلاین زده کړو هم ډېر مختګ کړی دی. دغه زده کړې د انټرنټ یا بل مجازي وسيلې له لارې ترسره کېږي. د انلاین زده کړو په رامنځ ته کېدو سره، زده کړو ته لاسرسۍ ډېر او اسانه شوی دی او زده کوونکي پر هر ځای او هر وخت کې کولی شئ زده کړې وکړې. د یوې څېړنې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې ۱۹.۷ ملیونه وګړو په نړۍ کې په بېلا بېلو انلاین زده کړیزو پروګرامونو کې ګډون درلود. همدارنګه، څېړنې ښيې چې انلاین زده کړې د زده کړې په کیفیت او د زده کوونکو د کچې په لوړوالي مستقیم اغیز لري.

د یونیسف د سروې له مخې په افغانستان کې ۳.۷ ملیونه ماشومان له ښوونځیو څخه بهر دي او ستر علتونه یې د ښوونځیو لرې واټن، د دولتي ښوونځیو نشتون او د زده کړې د کیفیت ټیټوالی، د زده کړې د ارزښت په اړه د کورنیو پوهاوی نشتون، فقر او غربت، د امنیت نشتون ښودل شوي دي . [1]

څېړنې ښيي چې یادې ستونزې د آنلاین زده کړو له لارې حل کېږي. که څه هم د کوېډ-۱۹ نړیوالې ساري ناروغۍ په راتګ سره، په افغانستان کې د انلاین زده کړو د ترویج لپاره ډېرې هڅې شوي دي، خو بیا هم دغه زده کړې په عام ډول د ټولو هېوادوالو لخوا نه کارول کېږي. دا چې ولې نه کارول کېږي، په دغه مقاله کې مو د انلاین زده کړو پر وړاندې ننګونو او د حل لارو ته اشاره کړې ده.  

د انلاین زده کړو پر وړاندې ننګونې:

زده کوونکي، ښوونکي، تکنالوژۍ، ټولنه، انټرنټ او داسې نور هغه فکتورونه دي چې د یو انلاین زده کړیز پروګرام په جوړولو کې اړین ارزښت لري. په دغو ټولو فکتورونو کې په خپل وارسره خنډونه شتون لري چې په دغه لیکنه کې ټولو ته کتنه نشو کولای او د نمونې په شکل په افغانستان کې عمومي ننګونې روښانه کوو.

انټرنیټ ته د لاسرسي کمښت

دا چې انټرنېټ د انلاین زده کړو لپاره یو اړین فکتور ګڼل کېږي، په هېواد کې د انټرنیټی خدمتونو کموالي یا نشتوالي د انلاين زده کړو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ منل شوی دی. څېړنې ښيي چې په افغانستان کې یواځې ۵ سلنه وګړي انټرنیټ ته لاسرسۍ لري. که څه هم په وروستیو کې د افغانستان دولت د دغې ننکونې لپاره ځېنې هڅې لکه د انټرنیټ د بیو کموالي په برخه کې کړي دي، ولې دغه ننګونه اوس هم د یو سترې ننګونې په ډول پاتې ده. 

د ښوونکو ټیټه کچه:

دا چې انلاین زده کړې په افغانستان کې یوه نوې پدیده ده، ډېر ښوونکي له دغه زده کړیز بهیر سره بشپړه بلدتیا نه لري. په داسې حال کې چې د انلاین زده کړو د یو معیاري پروګرام ترتیب او ډیزاین تخنیکي او مسلکي مهارتونو ته اړتيا لري. د بېلګې په ډول، یو ښوونکی باید د تکنالوژۍ په کارولو پوه، زده کړیز مواد پرلیکه او وکارولی شي. دغه مهارتونه د وخت په تېرېدو او د تجربې په ترلاسه کولو سره منځ ته راځي.

د زده کوونکو ټيټه کچه:

د ښوونکو په څېر، زده کوونکي هم د انلاین زده کړو له کارولو سره ستونزې لري. که څه هم د کوېډ-‍۱۹ په راتګ سره د پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو خصوصي موسساتو او رسنیو د انلاین زده کړو د کارولو لپاره پوره ونډه واخیسته، ولې د زده کوونکو ونډه په ټیټه کچه وه، او ستر سبب یې هم د دغه پروګرام په اړه د زده کوونکو منفي انګېرنه او د کچې ټیټوالی ګڼل شوی دی. 

د پروګرام غېر موثر مدیریت

انلاین زده کړې یو ښه او موثر مدیریت ته اړتیا لري. ځکه د زده کوونکي حضوري نشتون د پروګرام د موثره مدیریت پر وړاندې یو ستر خنډ کڼل کېږي. د پروګرام مدیر باید مطمین شي چې پروګرام په خپل ټاکلي وخت پیل، په پروګرام کې زده کوونکي ګډون وکړي او پروګرام په سم ډول مخ ته لاړ شي. د انلاین موادو برابرول او زده کوونکو ته لاسرسۍ ورکول بل خنډ ګڼل کېږي. شواهد ښيي چې په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه په دغه برخه کې پاتې راغلي دي.

د وسایلو او اسانتیاو د برابرولو په برخه کې ډېر لګښت

انلاین زده کړې یو ښه سیستم او تخنیکي وسایلو ته اړتیا لري چې زده کوونکي له ښوونکو او پروګرام سره ونښلوي. یو ښه سیستم لکه د زده کوونکو انلاین پورټال چې زده کوونکي په سم ډول مدیریت کړي ډېر لګښت ته اړتیا لري. همدارنګه د انلاین موادو برابرول هم په لږ لګښت نه ترسره کېږي. دا چې په افغانستان کې خلک د لوړ لګښت پر وړاندې حساس دي، د انلاین زده کړو د پروګرام د پلي کولو لپاره زړه نه ښه کوي.

د زده کړیز بهیر د څارنې او ارزونې ستونزې

په افغانستان کې د انلاین زده کړو پر وړاندې بله ستره ننګوونه د زده کړیز بهیر څارنه او ارزونه ده. د پروګرام پلي کوونکي او پالیسي جوړونکي پر دې نه دي توانیدلي چې د پروګرام د موثرې څارني او ارزونې لپاره کړنلارې، مقررې او لارښودونه جوړ کړي. دا چې ښوونکي یواځې له حضوري څارنې او ارزونې سره بلدتیا لري، ډېری ښوونکي نه پوهیږي چې زده کوونکي څرنګه و ارزوي.     

د حل لارې

 د پورته ذکر شوو ننګونو ته په کتو سره، د دغه پروګرام په اغیزمن ډول د پلي کولو لپاره د لاندې د حل لارو وړاندیز کېږي.

د وړیا یا کم لګښت انټرنیټ لپاره د دولتي او خصوصي سکتور همغږۍ

په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د یو راپور له مخې، یو جي بي انټرنیټ خصوصي مخابراتي شرکتونو ته په ۹ افغانۍ تمامېږي. په داسې حال کې چې د یو جي بي انټرنیټ تر ټولو ټیټه بیه ۹۲ افغانۍ د یو خصوصي مخابراتی شرکت له خوا خلکو ته ورکول کېږي. همدارنګه، په نېږدې وختونو کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو لخوا ۵ جي بي انټرنیټ په وړیا ډول زده کوونکو لپاره د انلاین زده کړو په موخه ځانګړی شوی دی. د دغو هڅو برسېره، آنلاین زده کړو لپاره د خصوصي او دولتي سیکتور مشارکت ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.  

د کچې لوړوالی 

لکه څرنګه مو چې یادونه وکړه د ښوونکو او زده کوونکو کچه ډېره تیټه ده. اړتیا لیدل کېږي چې د ښوونکو کچه د پروګرام د پلي کولو، د موادو جوړولو او د زده کوونکو د ارزیابی په برخه کې لوړه شي. په همدې ترتیب، د زده کوونکو کچه باید د پروګرام د کارولو په برخه کې لوړه شي او د زیرکو پروګرامونو په مرسته باید زده کوونکي په پروګرام کې ښکېل شي.

د موثره مدیریت لپاره د سیستم رامنځ ته کول

د انلاین زده کړو د اغیزمن مدیریت لپاره د یو ښه سیستم لرلو ته اړتیا لیدل کېږي. په نړۍ کې انلاین زده کړې د تکنالوژۍ څخه په مرستې مدیریت کېږي. په افغانستان کې هم ځېنې خصوصي پوهنتونونه د انلاین زده کړو لپاره له تکنالوژۍ څخه کار اخلي. د تکنالوژۍ په مرسته د وخت مدیریت، د ټولګیو مدیریت، د زده کوونکو او ښوونکو مدیریت او د موادو مدیریت ډېر په اغیزمن ډول ترسره کېږي.

د وړیا او ارزانه تکنالوژۍ او وسایلو نه کار اخیستل

لکه څرنګه چې مو یادونه وکړه د انلاین زده کړو لپاره ډېر لګښت یوه ستره ننګونه ده. د حل لاره یی دا ده چې د استطاعت وړ او وړیا تکنالوژۍ او وسایلو څخه په زیرکتیا سره کار واخیستل شي. د بېلګې په ډول د Zoom اپلیکیشن چې تاسو یې په وړیا ډول د انلاین درسونو د خپرولو لپاره کارولی شئ. همدارنګه، د پوهنې وزارت په ویب پانې کې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د ساینسي مضامینو ویدیويي لکچرونه په دري او پښتو ژبو کې موجود دي او هر څوک کولی شي په وړیا ډول يې ډونلوډ کړي. په همدې ډول، واټس آپ او یو تیوب نورې وړیا وسیلي دي چې تاسو لپاره د انلاین زده زمینه په وړیا ډول چمتو کوي.

د زده کړیز بهیر اغیزمنه څارنه او ارزونه

د زده کړیز بهیر د اغیزمنې څارنې او ارزونې لپاره باید د ښوونکو او زده کوونکو کچه لوړه شي. ځکه د انلاین زده کړو څارنه او ارزونه د حضوري زده کړو د څارنې او ارزونې په پرتله ننګوونکې ده. په انلاین زده کړو کې ښوونکي باید ازموینې لپاره ډېر وخت وټاکي او ازموینه باید د د قضیو د څېړنو او په تحلیلي بڼه وي. همدارنګه، زده کوونکو ته باید د بحث لپاره دېره ونډه ورکړل شي ترڅو معلوم شي چې زده کوونکي په پروګرام کې فعاله ونډه لري او زده کړه ترسره کېږي. په همدې ترتیب، د پروګرام په پای کې د زده کوونکو لخوا د پروژو بشپړول یوه بله بېلګه ده چې د آنلاین زده کړو ارزونه کوي.   

لنډیز

په لنډ ډول، انټرنیټ ته د لاسرسي کمښت، د ښوونکو او زده کوونکو ټيټه کچه، د پروګرام غېر موثر مدیریت، د وسایلو او اسانتیاو د برابرولو په برخه کې ډېر لګښت، د زده کړیز بهیر د څارنې او ارزونې ستونزې په افغانستان کې د انلاین زده کړو پر وړاندې سترې ننګونې ګڼل کېږي. د دغو ننګونو د حل لپاره د خصوصي مخابراتي شرکتونو او دولتي سکتور ترمنځ باید همغږۍ رامنځ ته شي، د ښوونکو او زده کوونکو کچه لوړه شي، د پروګرام اغیزمن مدیریت لپاره باید له تکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي، ارزانه او د استطاعت وړ وسایل وکارول شي او د انلاین زده کړو د پروګرامونو څارنې او ارزونې په برخه کې لارښوونې وشي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 86

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.