Language

author avatar
24 Aug 2015 - 19:14
author avatar
24 Aug 2015 - 19:14

د اسلام او طالب په نوم پيل شوی جنګ په هيڅ صورت د افغانانو زيږنده نه ده بلکې دا تپل شوی جنګ په بشپړ ډول استخباراتي پديده ده چې ددې جنګ قربانيان يوازې او يوازې افغانان او په تيره  بيا پښتانه دي.

دې پديدې او تپل شوي جنګ زموږ برم او تاريخي ارزښتونو ته چې کوم تاوان په سيمه او نړۍ کې رسولی هيڅکله د جبران وړ نه دی، دا جګړه  د ګاونډيو د استخباراتي کړيو څخه نيولې تر سيمې او نړيوالو  استخباراتو پورې رسيږي، کنټرول او مهار کول يې هم کومه ساده او اسانه خبره نه ده.

په تېرو څه باندې ۱۳ کلونو کې داجنګ نه يوازې داچې د لکونو عسکرو او وسلو استعمال سره کرار نه شو، بلکې نور يې هم زور واخيست په دغه جنګ يو شمير هغه کسان هم په غيري شعوري ډول ور ګډ شول چې دحکومت دناسمو کړنو له امله توهين او تحقير شول او غرونو ختلو ته يې مخه کړه ، دحکومت د يوشمير بې مسووليته او بې هويته چارواکو او  په تېره بيا د مليشي ډلو ټپلو د ناسمو کړنو له امله د بې دفاع هېوادوال په مادي او معنوي ډول وځپل شول او بيا مجبورا دخپل ژوند او حيثيت دساتلو لپاره يې دانتقام اخيستنې لپاره وسلې ته لاس کړ او په دغه بل شوي اور کې يوازې په غيرشعوري ډول دخځلو پرځای  وسوځيدل.

د هېواد په ناامنه کولو کې ګاونډي هېواد پاکستان تر ټولو خطرناک عقدوي چلند کوي او ددې هېواد دټولو ارزښتونو د محوه کولو او له منځه وړلو قسم خوړلې دوه مخې پاليسي پرمخ بيايي او په دې کار سره غواړي په ښکاره زموږ خواخوږی خو په عمل کې موږ ته په شهدو کې زهر راکوي.

د بلې خوا په هېواد کې په تېرو درې لسيزو کې جنايتکاره حاکمې ډلې هم همدغه بل شوي اور ته پوکی ورکوي او په شعوري ډول هڅه کوي چې دا جنګ په پښتون ميشتو سيمو کې جاري وساتي، دهمدغو ډلو ته وفادارې قومي ميلشې،اربکي او طالب په نوم جوړ کړي وسله والې ډلې په شمال کې دپښتنو قومي مشرانو د وژلو، بدنامولو او ترورولو دنده لري، دهېواد په تيرو ټولو ټاکنو کې  دپښتون ميشتو سيمو ځايونو کې جعلي جنګونو جوړول هغه څه دي چې ټول يې شاهدان يو ترڅو پښتانه په لوی لاس درايې ورکولو له حق څخه بې برخې او داسې څوک پيدا نه شي چې د دوی استازيتوب وکړي او يايې غږ پورته کړي، ځکه همدغو جنګي جنايتکارو ډلو تل د مظلومو خلکو غږ په ستوني کې خپک کړی .

ددې خبرو مطلب دا هيڅکله نه دی چې که څوک د کوم جنايتکار دجنايتونو دبربنډولو تکل وکړي او بيا دی ځيني پروژوي ګوتو په شمېر خلک او ليکوال  دا هڅه د قومونو ترمنځ د ويشلو بهانه کړي، هيڅکله افراطيت، وحشت، جنايت، بربريت او جنايت کاره ډلې بايد دکوم قوم پورې ونه تړو دا که په هر قوم او هر سمت کې وي دغندلو او محکومولو دي هغه که د طالب په جامه، داعش په جامه او ياهم  جنګي جنايتکاران دي، د بښلو او هيرولو وړ نه دي.

په شمالي ولايتونو کې په عمومي ډول له ۴۰ سلنه زيات پښتانه اوسيږي او همدا خلک په تيرو څو لسيزو کې د ډول ډول دسيسو ښکار شوي، همدا پښتانه په تيرو خپل منځي جنګونو کې د نورو خلکو قرباني شوي او تر ټولو زيات په شمال کې د طالب له ماتې وروسته همدا درانه قومونه دطالب دبدو اعمالو په جزا ورسيدل او دهمدغو خلکو شتمني او باغونه دطالبانو له خوا له منځه يوړل شول، خو بيا وروسته د طالب دجزا قربانيان هم همدوى شول هماغه مهال د کندهار سپين بولدک کې د شمال دکډوالو کمپ جوړ شو، چې په تيرو ۱۴ کلونو کې څوک په دې ونه توانيدل چې دا خلک بيرته شمال کې خپلو مېنو کې ځای پرځای کړي.

اوس چې د شمالي ولايتونو ښکلې سيمې دجنګ په اور سوځي زموږ د زړونو څخه ورسره ويني څاڅي ، دا تپل شوی جنګ که دهېواد په هره برخه او دره کې وي دغندلو او محکولو دی همدا بل شوي اور زموږ جنوب،ختيځ او لويديځ لکه وريته شوې غوښه په اور يوې  او بلې خوا واړوله.

په دې وروستيو کې د سيمې استخباراتو او کورنيو فرصت طلبو له خوا کندوز،تخار،بدخشان،بغلان،فارياب او سمنګانو ولايتونو کې جګړو شدت اخيستی همدا سيمې هم ددې ګل طن د يوې نه بيليدونکې حصې په توګه ټول هېوادوال په تشويش کې کړي خوپه دغو جنګونو کې د سيمې استخباراتو ترڅنګ سيمه ييزې قومي مليشې ګرمې دي او تر ډيره دجګړو قومانده هم دهمدغه ځاى قوماندانانو له خوا ورکول کيږي هماغه دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي خبره ده چې شمال امنيت زموږ خپلو دوستانو خراب کړی او همدا يو تريخ واقعيت دی.

د بلې خوا کله چې فارياب کې جګړو زور  واخيست ورسره جوخت دجمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم خپله شمال ته ولاړ او په فارياب کې يې دجنګ قومانده په خپل لاس کې واخيسته او نژدې ۳۰ زره امنيتي قوه يې له ځان سره مصروفه کړې ده که څه هم دجګړې لومړۍ ليکې ته دلومړي مرستيال تلل په خپل ذات کې  دامنيتي ځواکونو  په اړه زياتې پوښتنې راولاړوي خو په هر صورت که موږ دا ومنو چې په فارياب کې جنګ يوازې پښتانه نه کوي هلته د ازبکو، تاجکو څخه نيولې ترچيچنايي جنګياليو او پاکستاني جنرالانو پورې کسان شتون ولري نو ولې دا جګړه د ۳۰ زره پوځ او جنرال صيب شتون سره تر مياشتو وغځيده هلته اساسي ستونزه دا ده چې خلکو دحکومت او سيمه ييزې ادارې څخه واټن نيولی خلک په حکومت کې خپل ځان نه ګوري په يو او بل نومونو توهين او محوه  کيږي هماغه خلک چې په ټاکنو کې يې خپل دخوښې نوماند په ګټه رايې وکارولې او په ټول فارياب کې د ټاکنو په ورځ يې جنګ ونه کړ  اوس په کوم دليل د دوی د وژلو حکم صادريږي او يا مباح الدم دي؟

د فارياب په قيصار، المار او پشتون کوټ ولسواليو کې اصلي ستونزه داده چې طالب دخلکو کورونه او باغونه يرغمل کړي په حکومت پلوو کسانو ډزې کوي او بيامقابل طرف هماغه سيمه د اور لاندې نيسې ولس په دغه جنګ کې هماغه د دوه ميچونو ترمنځ د غنم د دانې حيثيت لري چې په کې دل کيږي، د وچو له غمه لانده هم سوځي او د مړينې وروسته پرشاه يې د طالب او ترهګر ټاپه لګول کيږي.

بله مهمه ستونزه داده چې کله هم حکومتي ځواکونو دعملياتو وروسته له سمې وځي په سيمه کې ازبک مليشه دخلکو په کورونو وردانګي کورونه سوځي او مالونه يې لوټ او خلک يې بې عزته او سپکيږي نو د جنګ هغه هدف چې دوی پسې تللي په لاس نه ورځي او لا خلک د طالب څنګ ته مجبورا فنا وروړي او په دغه بل شوي اور يوازې تيل پاشي او بس.

د ظلم او وحشت په مقابل کې غږ پورته کول د هرافغان دنده ده او دا مسله دې څوک د قومونو د ويشلو او بدبختيو پيداکولو پورې نه منحصروي، بلکې د افغان ژغورنې غږ بايد د هر ډول قومي، سمتي او ژبنيز تبعيض پرته اوچت او ټول يې ننګه وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p class="rtejustify" dir="rtl">ادم خان سيرت د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته د چارو په اداره کې د ولسمشر داحکامو او فرمانونو د څارنې برخې کارشناس او بيا وروسته د ميدان وردګو ولايت د والي مطبوعاتي سلاکار، وياند او د دفتر رييس او اطلاعاتو فرهنګ سرپرست ريس، د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د دارالانشارياست اجرايوي مدير او ‌ سلاکار پاتی شوی دی چې اوسمهال د ملي ثبات د ټولنې مرستيال په توګه مدني فعاليتونه ترسره کوي. بريښناليک: <a href="mailto:[email protected]">[email protected]</a></p>