ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيد عصمت الله مل

د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانی معاون او کمېشنر

د ولسواکۍ د مهال یوه ستره لاسته راوړنه چې د نړیوال سیاسي فرهنګ په توګه پرې حساب کېږي، د افغانانو شل کلن ټاکنیز مزل و، چې څو دورې په کې د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو غړي د خلکو له خوا وټاکل شول. ټاکنې د ولسونو ښکاره حق او درناوی دی، چې د دولتي مؤثر کار او ځواب ورکولو دریڅې ورسره پرانېستل کېږي، هر پرمختللی او سوکاله ملت د ټاکنو پرمټ خپل برخلیک ټاکي او د ناچاره او فقیرو ملتونو د وروسته پاتې والي لوی علت استبداد او ولسونو ته درنښت نه درلودل دي.

نړیواله ټولنه چې د ټاکنو په برخه کې یې تردې دمه له افغانستان سره تر زرمیلیون ډالرو ډېره تخنیکي او نغدي مرسته کړې، په افغانستان کې باید په هرحالت کې د ټاکنو په اړه روښانه دریځ ولري، په هیڅ توګه د ټاکنو بې ارزښته بدیل ونه مني.

د ټاکنو موجوده انساني قوه او ظرفیت باید د هېواد د کادري سرمایې په توګه وساتل شي او ټول ټاکنیز امکانات چې په تېرو شلو کلونو کې په پوره سختۍ رامنځته شوي باید ضایع نه کړل شي، له بده مرغه له مختلفو سرچینو اورو چې د ټاکنو کمېسیون ارزښتمن امکانات د شخصي سلیقو قرباني کېږي او د ټاکنو د موجوده ظرفیت د پرځای کارونې هیڅ اراده وجود نه لري، چې دغه حالت په اوږد مهال کې ستر زیانونه رامنځته کولای شي.

د ټاکنو کمېسیون اړوند ټول حساس او غیر حساس مواد، تعمیرونه، نقلیه وسایط، په ډېره پیمانه اداري اثاثه او د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت په زرګونو ډوله نور ټاکنیز مواد چې دمګړۍ د ضایع کېدو له جدي خطر سره مخ دي، د ملي شتمنۍ په توګه یې باید د ساتنې لپاره مؤثر اقدامات ترسره شي، د افغانستان اسلامي امارت، که څه هم د ټاکنو لپاره ښکاره اراده نه لري، خو بیا هم باید د ټاکنو کمېسیون ټول اړوند مواد چې په ټول افغان ولس پورې اړه لري محفوظ وساتي او د فرمایشي کارونې او ضایع کېدو مخه یې ونیسي.

درنښت

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.