ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د «سي‌پکCPEC» پروژه؛ د چین-پاکستان او افغانستان له‌پاره یې اقتصادي ارزښت
د «سي‌پکCPEC» پروژه؛ د چین-پاکستان او افغانستان له‌پاره یې اقتصادي ارزښت

لیکوال:  عبدالوافي نایبزی

پېژندنه:

د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» پروژه چې د انگليسي China-Pakistan Economic Corridor یا سي‌پک يې لنډوونه ده، چې د چین هېواد د «یو کمربند – یو لار» د نوښتونو له جملې څخه ده. په لومړیو کې د دې پروژې اقتصادي ارزښت ۴۶ مېلیارده ډالر (۴۶زره مېلیونه ډالر) وو، چې په وروستیو (۲۰۲۰ز کې) يې اقتصادي ارزښ آن ۶۲ مېلیارده ډالر ښودل شوی‌دی. د دې پروژې له عمده موخو څخه د چین او پاکستان هېوادونو تر منځ د ټرانسپورټ او مالوماتي ټکنالوژۍ شبکو نښلول، سرکونه او رېل پټلۍ رغول، بندرونه، فایبر اپټېک، صنعتي پارکونه، د فقر محوه کول او ځینې نورې موخې ښودل شوي‌دي.

سي‌پک، چین او پاکستان:

د سي‌پک پروژې عملیاتي چارې هغه مهال پیل شوې، کله چې د ۲۰۱۶ز کال د نومبر په ۱۳مه نېټه د چین هېواد یوه سوداگريزه بار بېړۍ د افریقا او غربي اسیا ته د پاکستان له گوادر بندر ورسېده، د دې پروژې نورې برخې په ۲۰۱۷ز کې پیل شوې. د سي‌پک یوه مهمه برخه د پاکستان او چين له شمال ختېځې برخې څخه د پاکستان تر غربه د حمل و نقل د رېل‌پټلۍ او ځمکنۍ لارو د شبکو رغول دي. د گوادر بندر پراختیا د دې پروژې بله مهمه برخه ده.

که څه هم د سي‌پک پروژه په ظاهره یوه ستره اقتصادي پروژه معلومېږي، خو ویل کېږي، چې دا د چین او پاکستان تر منځ د هر اړخیزه سیاسي اړیکو د پیاوړتیا یوه ستره پروژه هم ده. په‌دې وروستیو کې د دې پروژې په اړه د پاکستان او افغانستان له‌پاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړې استازې آلیس ولز ویلي وو، چې معلومات يې ترلاسه کړي‌دي، هغه بانکونه چې له دوی سره په تور لېسټ کې دي، خو په‌دې پروژه کې یې قراردادونه لاسلیک کړي‌دي، هغې دا ادعا هم کړې‌وه، چې چین له خپل اقتصادي زور څخه په گټنې ځينې شرایط تحمیل کړي، چې په پایله کې يې پاکستان کولای شي، له نړیوالو څخه لوړ پورونه ترلاسه کړي، خو په ځواب کې يې په پاکستان کې د چین سفیر (پایو چېنگ) ویلي وو، چې آلیس د معلوماتو په خلا کې واقع ده او سي‌پک له فساد پاکه پروژه ده، چې چين او پاکستان په‌کې په (وېن-وېن) یا دواړه په گټه کې دي.

د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» پروژه د پاکستان له خیبر پښتونخوا، گلکېت، پنجاب، بلوچستان، سیندهـ، ازاد کشمیر او د چین له ژنجیانگ ایالتونو څخه تېرېږي. د پاکستاني چارواکیو په وینا دا پروژه به په پاکستان کې د ۲۰۳۰ز کال پورې ۲.۵ مېلیونو وگړیو ته د کار زمینه برابره کړي.

سي‌پک؛ چین-افغانستان-پاکستان:

اصلاً سي‌پک د Belt & Road Initiative (BRI) یا «یو کمربند – یو لار» یوه ستره پروژه ده، چې د چین له لوري پر مخ وړل کېږي. BRI د چین هغه نوښت دی، چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې خپلې سوداگریزې اړیکې غښتلي کړي‌دي. افغانستان په ۲۰۱۷ز کې په سي‌پک پروژه کې د غړي کېدا غوښتنه کړې‌وه. افغانستان به د CPEC او BRI په برخه گرځېدلو سره وکولای شي چې خپلې سوداگرۍ ته په بې‌سارې ډول سره وده ورکړي. د افغانستان ۷۵% صادرات پاکستان او هندوستان ته دي، چې مشهور یې غالۍ، وچه میوه او د درملو بوټي دي.

مگر هغه څه چې افغانستان په پرېمانه اندازه لري، هغه مس، اوسپنه او نور له ځمکې لاندې خام مواد دي، چې افغانستان یې هېڅ صادرات نه‌لري. د سي‌پک په پلي کېدا سره به افغانستان دوه ستر اقتصادي فرصتونه لاس‌ته راوړي، لومړی، د چین، منځنۍ اسیا او اروپا بازارونو ته اسانه لاس‌رسی، چې افغانستان اوس‌مهال ورسره پراخه سوداگري نه‌کوي او دوییم دا چې د BRI هیوادونو ته د مسو، اوسپنې او نورو طبیعي سرچینو څخه استخراج‌شویو موادو په صادرولو سره د افغانستان په صادراتو کې د تنوع رامنځ‌ته کېدل دي.

د چین لپاره، افغانستان د سویلي آسیا او مرکزي آسیا په څلور لارې کې د خپل جغرافیوي موقعیت له‌امله یو ستراتیژیک ارزښت لري. د افغانستان پراخه معدني سرچینې چې د استخراج هېڅ ډول اساسي کار یې تر دې دمه نه‌دی شوی، د چین له‌پاره یو ارزښتناک اقتصادي فرصت دی. د افغانستان معدني سرچینې یو ټریلیون ډالر لري. امنیت او پراخ فساد د افغانستان د معدن په سکټور کې سترې ننګونې یادېدلې او په تېر کې یې د پانګونې ستر فرصتونه له‌منځه وړي دي. قوي احتمال دی، چې د افغانستان پر معدنونو پانګونه کولای شي، چې د دې هېواد ناامنۍ او بې‌روزگارۍ ته د پای ټکی کېږدي.

پاکستان او افغانستان د سي‌پک اړوند همکاري له هماغه وخت پیل کړه، کله چې پاکستان د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداگریز ارتباط د ښه کولو لپاره په موخه د تورخم-جلال اباد د ۷۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې. د دې تر څنگ یې د پیښور-تورخم سړک له سره ورغوو. پاکستان له دیره اسماعیل خان څخه دوه سرکونه تر انگور اډې او غلام خان پورې رغولي، چې د افغانستان له پکتیکا او خوست ولایتونو سره وصل شوي‌دي.

په ۲۰۰۸ز کې، چین له افغانستان سره د مس عینک کان دېرش کلن تړون لاس‌لیک کړ، چې په نړۍ کې د مسو دوییمه لویه زیرمه شمېرل کېږي او اقتصادي ارزښ یې درې مېلیارده ډالر ښودل شوی‌دی.

 

Visits: 510

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.