ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ – راشد خان او د هغه ټپي کېدل
کرکټ – راشد خان او د هغه ټپي کېدل

لیکنه: مشتاق رحیم

د لوبو په صنعت کې ډیر لوبغاړي لوبیږي خو ځینې ځینې پکې داسې وي لکه راشد خان!

یو وخت مې له یو کرکټ پوه اوریدلي وو چې ډیر لوبغاړي په لوبه ښایسته وي خو په یو شمېر لوبغاړو لوبه ښایسته وي. د یو لوبغاړي په اړه یې ویلي وو ، مننه ترې کوو چې د کرکټ ښایست یې په خپل شتون ډیر کړی دی.

کرکټ دا څو کاله رښتیا هم په راشد ښایسته دی او ټوله نړۍ له راشد مننه کوي چې د کرکټ د ښکلا د زیاتوالي لامل ګرځیدلی دی!

خو مونږ څه کوو! د وطن، بلکې د کرکټ د نړۍ ویاړ مو ټپي دی. مونږ یې د ټپ په اړه د تشویش په ځای ټپ ته ډب پسې ډب ورکوو او درد یې زیاتوو! د میلیونونو راشد مو یوازې په دې خاطر چې لوبه کې ټپي شوی په یوه آنه خرڅلاو ته وړاندې کړی دی!

د لوبغاړو ټپي کیدل د لوبې برخه ده. همدا تیر آی پي ایل کې مونږ د نیوزیلینډ کین ویلیمسن ولیدلو چې ټپي شو او آن د نړیوال جام په ځېر مهمو لوبو څخه پاتې کیدو خطر سره مخ دی. راشد د هډوکو او غوښې جوړ انسان دی، او لوبه کې ټپي کیدل یې د لوبې برخه ده. اما هغه ته پیغورونه، سپکې ویل د خپل اتل سره ستر زیاتی دی. راشد د وطن لپاره تل قرباني ورکړې او باوري یم چې د ګران هیواد لپاره به کله هم روپۍ لومړۍ نه کړي، دا یې پخوا ثابته کړې هم ده. رب ورته پیښه کړه، رب ته به دعا کوو چې زموږ د هیواد د مثبت انځور وړاندې کونکی بیا لکه زمري په میدان ووینو.

هو، ما په راشد نیوکه کړې وه چې خپل فټنس دې مدیریت کړي، سوداګریزو لیګونو شمیر دې کم کړي، په سوداګریزو لوبو کې دې په خپل فټنس او روغتیا ډیر فشار نه اچوي. هغه مشوره مې اوس هم پر ځای ده، او بیا هم ورته وایم چې راشد باید خپل لوبیز ژوند په اړه جدي فکر کولو سره د خپل افسانوي سفر اوږدولو په اړه چمتو والی ونیسي. خو دا ورته د مینې په ژبه وایم، نه د پیغور په ژبه، نه په سپکه ژبه!

بله خوا، که راشد ټپي شوی هم نه وای، او بیا هم د سریلانکا خلاف نه وای لوبیدلی، بده به نه وای. دا د نویو لوبغاړو د لوبولو لپاره، هغوي نړیوال کرکټ سره اشنا کولو لپاره ښه چانس دی. مونږ اړتیا لرو چې د راشد او نورو لوبغاړو ترشا چمتو لوبغاړي ولرو. د سریلانکا اوسنۍ لوبلړۍ دوستانه ده، پرته له دې چې نړیوالې درجه بندۍ ته موږ ته نمرې واخلي او یا نړیوال جام لپاره تمرین وي، بله کومه ځانګړتیا نه لري. پریږدئ چې نور احمد د مسولیت تر بار لاندې نړیوالې لوبې وکړي او ستر کرکټ ته ذهناً چمتو شي. راځئ چې ضیاء اکبر ووینو چې کوم کمالونه لري. راځئ لوبډله وننګوو چې پرته له راشد هم ګټل زده کړي ترڅو د هغه په راتګ لا پسې پیاوړي شو.

مه کوئ، خپل د میلیاردونو لایق اتل په آنه مه خرڅوئ.

راشد خانه، بې درده شې، چمتو شې او په میدان کې په توپ بیا لکه د زمري بریدونه وکړې.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 676

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.