ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د اماراتو برخليک څنګه بدل کړ؟
شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د اماراتو برخليک څنګه بدل کړ؟

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان څو ورځې مخکې د ورپيښې ناروغۍ له امله د ۷۳ کلونو په عمر وفات شو.

کله چې خلیفه بن زاید په ۱۹۴۸ کال وزېږېد نه یوازې دا چې هېچا نه انګېرله چې دی به یوه ورځ پر متحده عرب اماراتو واکمني وکړي، بلکې ان د کورنۍ په سلسله کې هم دی داسې کس نه و، چې د ال نهیان د قبیلې مشري پر غاړه واخلي.

هغه مهال ابوظبۍ د فارس خلیج سویل کې د کب نیولو یو کوچنۍ سيمه وه چې له ۴۰۰۰ کم شمېر اوسېدونکي یې درلودل.

دا چې د بریتانیا تر واک او استعمار لاندې و، نو ځکه یې په نړۍ کې نوم نه درلود او له هر ډول پراختیايي بودیجې محروم پاتې و.

خو لکه د دغه هېواد د بخت ستوری چې د ده د زېږون په تمه وي، له پیدایښت سره سم یې خپل او د ټولو هغو کسانو ژوند بدل کړ چې وروسته بیا د هغه وطنوال شول.

د ده له زيږېدو وروسته نه یوازې دا چې د (متحده عربي اماراتو) په نامه هېواد وپېژندل شو بلکه ورځ تر بلې یې نړۍ د پرمختګ شاهد و.

سره له دې چې د ژوند په وروستیو کلونو کې یې د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل هېواد ته ډېر خدمت ونه شوی کړای خو خپل هېواد یې داسې ځای ته ورساوه چې ټوله نړۍ کې د شتمن او پرمختللي هېواد په نامه یادېږي.

شیخ خلیفه بن زید په ۲۰۱۴ کال کې د مغزي سکتې له کبله د ناروغۍ پر بستر پرېوت او له هغې راهیسې یې د هېواد مهمو چارو کې نقش نه درلود خو رسما پر خپل موقف پاتې و.

د پلار کودتا او د زوی حکومت

کله چې شیخ خلیفه نړۍ ته سترګې وغړولې ابوظبۍ یو له هغو اوو اماراتو بلل کېده چې بریتانیا له خوا د (ټروشل سټېټ) تر نامه لاندې جوړ شوي و.

په دغو اوو اماراتو کې(ابوظبۍ، دبۍ، شارجه، ام القیوین، راس الخمیه، عجمان او فجیره) شامل دي چې د سیمې د خورا بانفوذه کورنیو له خوا اداره کېدل.

دغو اوو امارتو د ۱۹ پېړۍ د تړون له مخې خپله خپلواکي له لاسه ورکړې وه.

د دې تړون له مخې هغو شیخانو چې د دغه امارتونو مشري یې کوله د خپلواک سمندري ځواک او یا بهر نړۍ سره د اړیکو ټینګولو حق ترې اخیستل شوی و. د دغو شیخانو بهرنۍ پالیسي، دفاع او امنیت د برتانیې د حکومت په واک کې و.

او کله چې د تېلو له موندلو وروسته د دې سیمې ارزښت لوړ شو، لندن د دغو سیاسي واحدونو په کورنیو چارو کې هم لاسوهنه زیاته کړه.که د بریتاینا دا مداخلې نه وای شیخ خلیفه به هم هېڅکله د حکومتولۍ څکه نه وه کړې.

۱۹۲۸ کال کې د نهیان د کورنۍ لومړنی کس د شیخ خلیفه پلار نه، بلکه د هغه تره شیخ شخبوط و، چې د یوه محافظه کار کس په نامه یاد شوی او د بریتانوي اسنادو له مخې یې نه سېواد درلود او نه یې هم د پرمختګ لېوالتیا.

د فارس خلیج په شمال (ایران) کې د تېلو پر کشف لسیزې اوښتې وې چې په ۱۹۳۰کال کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې د تېلو ورو استخراج هم پیل شو.

په حقیقت کې د ابوظبۍ د خلکو نړۍ ته تېل لږ تر لږه ۱۹۵۰ کال د خلیفه بن زاید پر مهال راغلل.

که څه هم په لومړۍ لسیزه کې د ابو ظبۍ د تېلو عواید هر کال زیاتېدل خو په دې برخه کې د پام وړ شتمني نه وه.

که د تاریخ پاڼې واړوئ د تېلو په برخه کې د شیخ شخبوت په پلانونو کې د پام وړ بدلون نه ترسترګو کېږي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې داسې شواهد شته چې شیخ شخبوت د تیلو عایدو ته د شخصي عاید په سترګه کتل او دې برخه کې یې د پانګونې لپاره هېڅ لېوالتیا نه درلوده.

۱۹۶۶ کال کې شیخ زاید د بریتانیا په نوښت خپل ورور د یوې سپینې کودتاه په پایله کې له واکه لرې کړ.

په دې توګه د نهیان کورنۍ کې یو مهم بدلون راغی او واک د شخبوت له کورنۍ د زاید کورنۍ ته ولېږدول شو او درې کاله وروسته شیخ زاید خپل مشر زوی خلیفه د ولیعهد په توګه وټاکه.

د شیخ زاید معجزه

د شیخ زاید په ژوند کې چې څومره د هغه د پلار کودتاه مهمه پېښه وه د پلار کړنې یې هم مهمې بلل کېږي.

هغه څه چې موږ یې نن د عربي متحده اماراتو په نامه پېژنو نه یوازې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر دیپلوماتانو نوښت دی بلکه د شیخ زاید د ځانګړې پالیسۍ پایله هم ده.

شیخ زاید واک ته له رسېدو وروسته د متحده عرب اماراتو له نورو شیخانو سره په همغږۍ پرېکړه وکړه چې له بریتانیا سره خپلې اړیکې نږدې وساتي او د محافظه کاره بهرنۍ تګلارې په پام کې نیولو سره د هر ډول جدي ګواښ مخه ونیسي.

دې پالیسۍ هغه ته دا فرصت برابر کړ چې د تېلو ډېرې پیسې د سړکونو، بندونو، روغتونونو، ښوونځيو او ان کورونو په څېر د نورو زیربناوو په جوړولو ولګوي.

هغه د خپل واک په ۳۰ کلونو کې دا هېواد پر یوه بې ساري پرمختللي هېواد بدل کړ.

د شیخ خلیفه میراث

د شیخ خلیفه د واک لومړی میراث د شیخ زاید په نشتون کې د وضعیت کابو کول او د ثبات ساتل و.

په قبیلوي نظام کې چې سیاسي جوړښت یې د افرادو او د هغوی د شخصي اړیکو تر اغېز لاندې و، د ده لومړۍ دنده دا وه چې فدراسیون کې د خپل پلار د وخت سیاسي اړیکې راژوندۍ کړي.

د دغه هېواد د ثبات او اقتصادي ودې د دوام په برخه کې د شیخ خلیفه تر ټولو مهم کار هغه اړیکې وې چې د هغه او د دوبۍ د واکمن شیخ محمد بن راشد تر منځ جوړې شوې وې.

شیخ محمد له شیخ خلیفه څخه یو کال وروسته دوبۍ کۍ واک ته ورسېد.

کله چې دوبۍ په ۲۰۰۸ کال کې د نړیوال اقتصادي کړکېچ سره مخ شوه، شیخ خلیفه د دوبۍ په میلیاردونه پورونه پرې کړل چې بیا له همدې امله شیخ محمد د (دوبۍ برج) نوم پر (برج خلیفه) بدل کړ.

د نړۍ تر ټولو شتمن واکمن

شیخ خلیفه د بشر حقونو پر سرغړونې او پر ښاریانو د سیاسي جبر په راوستو تورن ود عکس سرچینه،GETTY IMAGE

د شیخ خلیفه بله ځانګړنه د هغه د پام وړ شتمني وه، د تېلو شتمن عربي هيوادونو ډېری شهزادګان او واکمنان د خپلو شتمنیو له کبله پېژندل کېږي.

خو هغه څه چې شیخ خلیفه ته یې ځانګړی مقام ورکړ هغه راپور و چې په ۲۰۰۹ کال کې د فوربز مجلې له خوا خپور شو او په دې راپور کې هغه ته (د نړۍ تر ټولو شتمن کس) لقب ورکړل شوی و.

د فوربز د راپور له مخې د شیخ خلیفه شتمني هغه مهال ۱۹ میلیارده ډالره وه.

هغه دا لقب داسې مهال ترلاسه کړی و چې د متحده اماراتو اکثریت نفوس بېوزلۍ او د ټولنیز ملاتړ له نشتون سره مخ و او په هېواد کې د کارګرانو ډلې د سخت وضعیت په اړه راپورونه خپرېدل.

د منتقدینو په باور په متحده عربي اماراتو کې، د شیخ خلیفه، د هغه د ورو، پلار او نورو شیخانو له لوري جوړ شوی ټولنیز او سیاسي جوړښت د پراخ تبعیض پر بنسټ ولاړ و.

په دې جوړښت کې نه یوازې (امارتیان) له مدني حقونو او سیاسي ازادیو بې برخې دي بلکه د هېواد اکثریت وګړي د تل لپاره د (بهرنیان) تر نامه لاندې پاتې کېږي او د (امارتي) په توګه له هر ډول اقتصادي امتیازاتو بې برخې دي.

دا ژور تبعبض چې پنځه لسیزي دوام لري د دې لامل شوی چې یوازې ۱۰ سلنه نفوس د دولت له اقتصادي مرستو څخه ګټه واخلي.

دغو میلیونونه کسانو ته د حقونو نه ورکړې حکومت ته د دې زمینه برابره کړه چې د نفتو له درکه بې شمېره عاید په نظامي برخه کې ولګوي چې دې وضعیت په پای کې د متحده عرب اماراتو بهرنۍ پالیسۍ برخه کې پام وړ مرسته وکړي.

د اماراتو د بهرنۍ تګلارې او نړیوال وضعیت په برخه کې که څه هم ډېر بنسټیز بدلونونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې شیخ خلیفه د مغزي سکني له امله د ناروغۍ پر بستر پروت و او د هېواد د چارو د مخ ته وړلو توان نه درلود، خو حقیقت دا دی چې د دغو بدلونونو لپاره چمتووالی پیل شوی و چې له هغې ډلي ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا کې د ناټو عملیاتو کې د متحده عرب اماراتو د پوځ ګډون شامل دی.

له دې ټولو ستونزو سره سره د شیخ خلیفه د حکومت بریا پر خلکو د جبر او فشار زیاتول، او د رسنیو د ازادۍ او مدني حقونو محدودول وو.

له همدې امله په متحده عرب اماراتو کې د نورو عربي هېوادونو په څېر هېڅکله د سړکونو پر سر احتجاجونه نه دي لیدل شوي.

شیخ خلیفه هېواد داخلي وضعیت خورا ستونزمن کړی و، په ځانګړي توګه د اخوان المسلمین د پلویانو لپاره، چې په پرله پسې ډول د نړیوالو سازمانونو له خوا د بشري حقونو د پراخې سرغړونې له امله پرې نیوکې وشوې.

هغه په مصر کې د هغو کسانو ملاتړی شو چې بلاخره د اخوان المسلمین په نسکورولو بریالي شول.

له بي بي سي پښتو څخه په مننې 

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 697

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.