ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوکراین  شخړه کې چین د امریکې ملګری دی که د روسیې؟
د یوکراین  شخړه کې چین د امریکې ملګری دی که د روسیې؟

لیکوال ډاکټر محمد اکبر اکبر

کلونه وړاندې کله چې زه د ننګرهار طب په لومړي کال کې وم ، د کندهار د پخواني والي ”ايوب عزيز“ کورته چې د کابل په دريېمه کارته کې و، ورغلي وو، زه ووم او زما مشر ورور، ډاکټر عزيز!
خداى بښلي ”ايوب عزيز“ ته به مونږه ايوب جان کاکا وايه او مېرمن ېې ”شاه ګل“ ترور بي بي سمه دمه پريښته وه تر اوسه نه زه د هغې مينې هېرولى شم او نه به چرته هغه زما د دعاګانو نه هېره شي.
جنرل ”روف خان“ لکه چې د ”شاه ګل“ ترور بي بي د ترور زوى وو او د لومړي ځل د پاره ما يو داسې افغان پوځي جنرل وليد چې ښه خوږه، پراخه او ژوره مطالعه ېې لرله. زه هم تنکى ځلمى وومه (او فکر مې کولو چې د لوى خداى دا نړۍ بس دې ته ايساره ده چې زه ېې بدله کړم، خو ايله اوس پوهه شوم چې نړۍ څه، ما خو لا ځان هم نه دى بدل کړې) دا ځکه به د جنرل صېب له هرې شننې او خبرې نه ما تر نورو ډېر خوند اخسته، هغه ټوله ورځ زمونږه سره په نړيوال سياست خبرې وکړې او هره خبره به ېې د وروستنۍ شننې په بڼه دا وه چې: په نړيوال سياست کې روس يا د هغو ورځو شوروي، چين او امريکه يو مثلث جوړوي او د دې مثلث يا درې ګوټي دوه ضلعې تل په دې اخته وي چې يو بل ته ورلنډې شي او د درې ګوټي دريم اړخ يا دريمه ضلع يواځې او ګوښه کړي، او ويل به ېې چې ياد ساتئ هر کله که د دې درې ګوټي له دريو اړخونو نه دوه اړخونو داسې وکړى شول چې يوتر بله لنډ شول نو د نړيوال زور د درې ګوټي دريم څنګ به يوه زرې او ګوښه شي او هلته ده چې بيا به ېې بوً ماتيږي او له برمه به پرېوځي!!
داسې له برمه پرېوتل ما هله وليدل کله چې په افغانستان باندې د ځواکمن شوروي يرغل په نړيواله کچه امريکه او چين يو د بله سره دومره لنډ کړل چې له غټ پټ شوروي نه ېې لومړى روسيه جوړه کړه او بيا روسيه په دې کې هم ونه بښل شوه او د ”بورېس يلتسېن“ په شان بيزوګى د مات شوي، شوروي مشر شو، هم هغه بورېس يلتسېن چې د شرابو د څو پيالو په غړپ به ېې د نشې پاره دومره وختله چې د ماسکو په واټونو کې به د روسي آرکسټرا ډولکي ته هم ګډېدېده.
نو چين او امريکه په افغانستان باندې دشوروي يرغل يو دبله سره لنډ کړل خو داسې ېې لنډ کړل چې امريکه لا ياغي، لا جنګرې او لا زوروره شوه او چين تر جنګه ډېر اقتصادي پرمختګ ته دېن شو او د يورپ او امريکې بازارونو ته نور هم ورننوت – ورسره د”وارسا“ د تړون هېوادونو پړي وشلول او تر پولېنډه پورې په کې يوشمېر هېوادونه د نېټو Nato په ګله ورګډ شول او هم هغه وو چې نوى ورلډ آرډر New World Order يا نوى نړيوال حکم په نويمه لسيزه کې دود شو، په دې ”ورلډ آرډر“ کې د چين ځاى لويديځ يوروپ واخست او څرګنده ده چې دا خبره په چين بده ولګېده، چين دې ناخوښي پرمختګ ته ساه راښکله او دا ېې ښه وګڼله چې ”شېخ پريده – خوله پټه بهتري ده“ خو د دې سره بيا هم لويديځ او امريکې چين ونه باښه او د مشر جارج بش په ورځو کې د بيجېنګ ”تيانه مېن واټ“ د چين د واکمن يو ګونديزه نظام په وړاندې د هلو ځلو او مبارزې پر ځاى د ګډوډيو او الو ګولو ډګر شو او دا خبره چين نه هېره کړې ده او نه ېې هېرولى شي دا ځکه خو زه په دې ګڼلو کې تېروتلى نه يم چې ګنې دادى يو ځل بيا د خداى بښلي جنرل روف خان خبره رشتيا کيږي او د نړيوالو لويو زواکونو د درې ګوټي دوه اړخه يو بل ته ورلنډيږي!!
زه ددې سره غواړم د خداى بښلي روف خان په شننه خپله يوه انګېرنه هم ورډېره کړم او ووايم چې په وړو هېوادونو باندې يرغلونه هر ځل ټول لوى نړيوال زواکونه يو له بله نه لرې باسي بلکې ځينې په کې يو تر بله نېژدې کولى هم شي.
دا ځکه خو به اوس يو وار بيا د نړيوالو سترو زواکمنو هېوادونو د درې ګوټي، دوه اړخه يانې (چين او روس) د دې درې ګوټي دريم اړخ يانې امريکې ته په ښکاره او يا پټ په پټه يوځاى کيږي او امريکه به ګوښه کوي د دې کار لوى دليل دا نه دى چې د اوسنۍ روسيې دې چين خوښيږي يا د اوسني چين دې روسيه خوښه وي بلکې د دې دليل د دواړو د ګډ دښمن امريکې پرځول دي او که امريکه راوپرزېدله نو بخت خو ېې هسې هم په دې ورځو کې ټکنى شوى بيا به له تخته هم پرېوځي او داسې به پرېوځي چې لويديځ يوروپ به هم تر ځانه وړاندې پرېباسي دا ځکه خو لويديځ يورپ لږ تر لږه د يوکراين جنګ تر يوکراينه ايسارول غواړي
اوس که روسيې يوکراين ونيو چې کېدى شي په پوره بې شرمۍ ېې ونيسي نو بيا به نړۍ د يوه نوي ورلډ آرډر يا د يوه نوي نړيوال حکم د دود تر جغه لاندې ځي – داسې دود چې روس او چين به په کې نه يواځې تر امريکې او يوروپه درانه او زواکمن وي بلکې دوى به د لومړنيو لويو نړيوالو زواکونو په توګه منل کيږي او داسې منل د نړيوال مشرتابه د زور پګړۍ د لومړي ځل د پاره د چين هېواد او د آرتوډاکسو مسيحيانو د مشرۍ د کور، روسيې په سر ږدي (نه به هېروو چې يوکراين هم لږ تر لږه په سلو کې شپېته آرتوډوکس کرېسچين دي) نو اوس پوښتنه داده چې يوروپ او امريکه به يوه داسې نوي ورلډ آرډر ته غاړه کېږدي او که نه د نړيوال مشرتابه په دې پګړۍ پورې به هم داسې نښتې وي لکه چې دي او داپګړۍ به هم داسې خپل ميراث ګڼي لکه مونږه چې خپلې سياسي ايډيالوجۍ خپل نيکني ميراثونه ګڼو او هر ورور، عزيز پرې هره ورځ وژنو؟؟

 

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 1039

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.