ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مورنۍ ژبه او ځانګړتیاوې یې
مورنۍ ژبه او ځانګړتیاوې یې

لیکنه: ډاکټر هدایت‌الله زرمت

الله جل جلاله په سورت ابراهیم کې فرمايي:

ژباړه: «موږ هر پیغمبر د هغه د قوم په ژبه استولی دی، ددې لپاره چې هغوی ته د الله تعالی دین په څرګند او واضحه توګه بیان کړي.»

همدا وجه ده چې قران‌کریم په عربي  ژبه  پر حضرت محمد صلی‌الله علیه و آله وسلم نازل شو او حضرت محمد صلی‌الله علیه و آله وسلم عربي او قریشی و.

تورات او زبور په عبراني ژبه، انجیل او د ابراهیم علیه‌السلام صحیفی په سریاني ژبه خپل قوم ته نازلې شوې دي.

حضرت محمد صلی‌الله علیه و آله وسلم فرمایلي: حب‌الوطن من‌الایمان «د وطن مينه ايمان دی»؛ نو په هېواد کې ژبه او کلتور هم له هېواد او قوم سره پېيلې مرغلرې وي چې باید وپالل شي.

د عصري وخت پوهانو له جملې د ټورنټو پوهنتون استاد پوهاند ډاکتر جېم کیومنز وایي، هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو زده کولو ښه استعداد لري.

نېلسن منډېلا وایي، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وکړې چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې، دا به د هغه زړه ته ولوېږي.

د پاچا خان په قول: «په دنیا کی هیڅ قام بغیر له خپلې ژبې ترقي نه شي کولی» عبدالغفار خان، ۳۳۳ مخ

پاچاخان ټینګار کوي: «کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه سپک شي، چې خپله ژبه ترې ورکه شي، هغه ورک شي.» عبدالغفار خان، ۳۳۳مخ

د مورنۍ ژبي لپاره ګڼ مترادفات، په ګڼو ادبیاتو، کلتورونو او هېوادونو کې کارول کېږي، ځيني یې په لاندې ډول دي:

مورنۍ ژبه (Mother Tongue)، لومړۍ ژبه (First Language)، کورنۍ ژبه (Home Language)، چاپېریال ژبه (Environment  Language)، اصلي ژبله (Original Language)، د زانګو ژبله (Cradle  Language)، د اکثریت ژبه (Majority Language).

د ملګرو هېوادونو د تحقیق څانګې په ۱۹۹۷ کال کې د ټولې ځمکې د ژبو شمېر ۶۵۲۸ ښودلی دی.

د فبروري یوویشتمه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ده چې د بنګال د سیاسي هلو ځلو په نتیجه کې منځته راغلې ده. په  ۱۹۴۸ میلادي کال کې محمدعلي جناح چې د پاکستان ګورنر جنرال و، د مارچ په ۲۱مه یې اردو ژبه د پاکستان یوازېنۍ رسمي ژبه اعلان کړه، په داسې حال کې چې د مشرقي پاکستان (اوسني بنګله‌دېش) د اکثریت ژبه بنګالي وه او بالاخره بنګالیانو ګڼې مظاهرې وکړې، په نتیجه کې پاکستان په مظاهره‌چیانو ډزې وکړې چې پکې د ډاکې پوهنتون زده‌کوونکي هم شامل وو او تقریباً تر شلو زرو زیات وګړي پکې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ میلادي کال د نومبر ۱۷مه رسماً دا ورځ د مورنيو ژبو نړۍوالې ورځې په توګه ومنله. پر مورنۍ ژبه درس ویل، په مکتب کې د بېګانه‌ګۍ احساس له منځه وړي او ماشوم ته د محرومیت احساس نه ورکوي. ماشوم د مکتب له شروع کولو مخکې له موره زیات الفاظ زده کوي، خو په مکتب کې دا بشپړېږي؛ په مورنۍ ژبه زده‌کړې کول په مغزو کې ښه ځای مومي.

د نړۍوالتوب په دې وروستۍ لسیزه کې زموږ ځيني ځوانان په دې وتوانېدل چې پر حکومت باندې زور راوړي او په ګڼو سیمو کې په مورنۍ ژبه مکتبونه پرانيږي  او همداسي وشول چې د پوهنې وزارت دا ګام د ستاينې وړ دی.

مورنۍ ژبه د هویت څرنګوالی کوي چې ګڼ ډولونه لري.

ملي هویت (National Identity)

قومي هویت (Tribal Identity)

کلتوري هویت (Cultural Identity)

سیاسي او ډیپلوماتیک هویت (Political and diplomatic Identity)

ټولنیز هویت (Social Identity)

مذهبی هویت (Religious Identity)

ځيني داسې عوامل چې په مورنۍ ژبه باندې اثر کوي، لکه په بهرنيو هېوادونو کې اوسېدل، مکتب کې مورنۍ ژبه نه ویل، په کور کې مورنۍ ژبه نه ویل.

د مورنۍ ژبې د پیاوړتیا لپاره لاندې نکات باید په نظر کې ونیسو:

کور کې په مورنۍ ژبه خبرې کول.

د سواد ژبه مورنۍ ژبه کول.

له خپلو ملګرو سره په سوچه مورنۍ ژبه خبرې کول او په خبرو کې د نورو ژبو لغاتونو له استعمال څخه ډډه کول.

په نورو ژبو لیکل شوي مفید کتابونه خپلې مورنۍ ژبې ته ژباړل چې خپله مورنۍ ژبه غني کړای شي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.