لیکنه: پوهاند نصرالله ستانکزی
انورالحق ( کاکړ!) اوس د یوه هېواد چې نه یې تاریخ څرګند دی او نه یې هم ملي هویت له تېرو څه کم اتیا کلونو په اوږدو کې مشخص شو؛ په خپلو څرګندونو داسې د تاریخ د واقعیتونو د یوه نا خبره شخص په توګه وویل چې، دوی د څو پیسو په بدل کی خرڅ شوي دي.
ښاغلی کاکړ لا تر اوسه پر دې نه پوهیږي چې د داسې هېواد وګړی دی چې د انګرېز د استعمار د تداوم لپاره په دې سیمه کې په توطیو او دسیسو رامنځته شوی.
که له ښاغلي کاکړ څخه پوښتنه وشي ؛ چې ته د پاکستان د ملت تعریف وکړه ؛ نو په یقین به داسې تعریف وړاندې نه کړای شي ؛ چې نن په سیاسي او حقوقي علومو کې منل شوی دی. دا ځکه چې د ملت د عناصرو څخه په ننني علومو کې دا عناصر حتمي دي :
ګډ تاریخ : چې پاکستان ؛ په دې لحاظ ښایی په نړۍ کې تر ټولو خوار هېواد وي؛
ملي اتلان : د پاکستان تاریخ هېڅکله تاریخي اتل نه دی درلودلی ؛ د دوی د درندو وسلو نومونه د افغان ولس د اتلانو نومونه دی ، د سړکونو نومونه یې همداسې د پلازمینې نوم یی اویا کاله تاریخ نه لري او حتی د تسمییې وجه یی کوم تاریخي مأخذ نه لري.
ملي ګډې ګټې : شاغلی صدراعظم له دې هم بې خبره دی چې د پاکستان د څلورو ایالتونو خلک لا تر اوسه ځان یو ملت نه ګڼي او یواځې په سیاسي ډګر کې یې سیاسیون د ملت پاکستان تمثیل کوي؛ لکه چې اوس یې دا ( انورالحق ) بې خبره سیاستوال یې کوي . د ده هېواد سیاسیون د اقتدار دومره تږي دي چې واک ته د رسیدو لپاره خپله جغرافیه خرڅوي ، چې ښه بېلګه یې د بنګله دېش آزادي ده.
لومړی وزیر پر دې نه پوهیږي چې د یوه قام د وګړو استوګن د ځایونو تغییر ، د قام هویت او تاریخ او فرهنګ نه شي بدلولی ؛ چې ده په خپلو خبرو کې په کراچۍ کې د مېشتو پښتنو شتون د خپلې خبرې د استناد لپاره وکاروه.
دغه راز ښاغلي کاکړ پر دې نه دی پوه چې د ګندمک او ډیورند شرموونکې معاهدې د استعمار او د پروتوکتورات ( تحت الحمایه) حاکمانو لخوا په نا برابره توګه لاسلیک شوی؛ چې د افغان ملت په سینه یې کرښه کښلې ده ؛ چې په حقوقي لحاظ هېڅ ډول مشروعیت نه لري او دا د انګرېز د هغه استعماري سیاست یوه ستراتیژیکه اېجنډا وه ؛ چې له مخې یې د ده هېواد (پاکستان) د استعمار او ورانکارو استعماري موخو لپاره څلور پنځوس کاله وروسته جوړه شوه.
سرپرست لومړی وزیر دومره بې خبره دی چې ملتونه خپل سرنوشت ټاکي نه دا چې مزدور واکمنان او د استعمار مزدوران ؛ که داسې وای؛ نو اوس به د دوی د لنډ عمر واکمنان د تاریخ قهرمانان ول .
له علي جناح را هیسې بیا تر ننه چې دا ښاغلی د پاکستان د حکومت د دوی په اصطلاح نګران وزیر اعظم دی ، د دوی کوم مشر په ملي روحیه او خپلو خلکو ته وفادار پاتې شوی وي او د پاکستان ولس په تیره پښتنو او بلوڅو د ملي مشر په توګه مبنای دی ، دا ځکه چې دوی د نورو په زور واک ته رسیدلي او یا دا چې د قومي او مذهبي تعصب له مخې قدرت ته رسیدلي او هېڅکله د یو هیواد د خلکو استازی نه ول او نه دي .
ښاغلی کاکړ دې نه وارخطا کیږی او ډېر دې منډې نه وهي، چې دی به هم لکه نورو یا د کومې کودتا ښکار شي او یا به هم به په کوم بند خونه کی له خپلو نورو ملګرو سره د مرچو په مچنو کې د مرچو په دست اس کې د شاقه حبس شپې او ورځې سبا کوي؛ او دا به هم له یاده نه باسي چې له تېرو دوو پیړیو ډیرو دا ارمان ګور ته وړي چې د ډیورند د منحوسې کرښې د لر او بر ولسونوتر منځ بېلوالی راولي .
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Hits: 771
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن