ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پایدارې پرمختیا هدفونه: شپږم هدف (د څښاک اوبه او حفظ الصحه)
د پایدارې پرمختیا هدفونه: شپږم هدف (د څښاک اوبه او حفظ الصحه)

لیکنه: نصیر احمد نظري

د پایدارې پرمختیا هدفونه (Sustainable Development Goals-SDGs) د اوولسو «نړۍوالو هدفونو» او ۱۶۹ ځانګړو موخو یوه ټولګه ده چې د ۲۰۱۵ام کال د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ۱۹۳ هېوادونو مشرانو له خوا، تر دوو کلونو بحثونو وروسته ترتیب او تایید شول. دغه هدفونه – چې د پایدارې پرمختیا لپاره د ۲۰۳۰ام کال اجنډا هم ورته وایي – د زریزو پرمختیايي موخو (The Millennium Development Goals -MDGs) ځای نیوونکي او د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره یو ۱۵ کلن کاري پلان دی، چې د تطبیق موده یې په ۲۰۱۵ کال کې پیل او په ۲۰۳۰ کال کې پای ته رسېږي. په دغه کاري پلان کې د لوږې او بېوزلۍ ختمول، د روغتیا او پوهنې سمول، په پایداره توګه د ښارونو ابادول، د اقلیم له بدلون سره مبارزه کول، د سمندرونو او ځنګلونو ساتنه او داسې نور موضوعات شاملېږي.

لکه چې وړاندې ورته نغوته وشوه، د پایدارې پرمختیا هدفونه (SDGs) د زریزې پرمختیايي هدفونو (MDGs)  د دور چې له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې ټاکل شوي وو، له ختمېدو وروسته رامنځته شول؛ ترڅو د زریز پرمختیايي موخو چارو ته دوام ورکړل شي او د هغه دور پر لاسته‌راوړنو نور هم کار وشي او متداومې وساتل شي.

د زریزې پرمختیا یوازې اته موخې وې چې موخه یې د نهايي فقر له منځه وړل وو او یوازې په لږو پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو کې د تطبیق وړ وې؛ خو د پایدارې پرمختیا موخې د هر ډول فقر او لوږې ختمول دي او په ټولو هېوادونو کې، په هر ډول شرایطو کې، د پلي کېدو وړ دي. پر دې سربېره، زریزې پرمختیايي موخې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ماهرینو د یوې وړې ډلې له خوا ترتیب شوې وې، خو د پایدارې پرمختیا هدفونه بیا د یوه خلاص کاري ګروپ له خوا – چې په هغه کې د ۳۰ بېلابېلو هېوادونو ۷۰ استازو ګډون درلود – چمتو او وړاندې شوې دي. بالاخره زریزې پرمختیايي موخې لږې، وړې او محدودې وې؛ اما د پایدارې پرمختیا هدفونه د هغوی په پرتله ډېر، لوی، پراخ، ارماني او ډېر لګښت ته اړتیا لري.

د پایدارې پرمختیا لپاره د دغو اوولسو نړۍوالو هدفونو شپږم هدف، د اوبو او حفظ‌الصحې په اړه دی چې عبارت دی له: «اوبو او حفظ‌الصحوي آسانتیاوو ته د ټولو د لاسرسي ډاډمنول». د څښاک اوبو او حفظ الصحوي اسانتیاوو په اړه دغه عمومي هدف بیا شپږ مشخصې موخې او دوې د تطبیق وسیلې – چې یادو شپږو موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي – لري او په لاندې توګه دي:

موخې:

  • ۶.۱. تر ۲۰۳۰ام کال پورې په هراړخیزه توګه ټول باید عادلانه او خوندي د څښاک وړ داسې اوبو ته لاسرسی ولري چې مناسب قیمت ولري؛
  • ۶.۲. تر ۲۰۳۰ام کال پورې د ټولو لپاره د کافي او یو شان حفظ الصحوي اسانتیاوو برابرول، په خلاصه فضا کې د سراګشت (رفع حاجت کول) دود ختمول او د مېرمنو، نجونو او هغوی چې په زیان‌منونکي وضعیت کې ژوند کوي، اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کول؛
  • ۶.۳. تر ۲۰۳۰ام کال پورې د ککړتیاوو کمولو، کثافاتو له منځه وړلو او د خطرناکو کېمیاوي موادو خپرېدو کچې د راټیټولو له لارې د اوبو د کیفیت سمون، په نړۍواله کچه د ناتصفیه شوو مضرو اوبو اندازه نیمايي کچې ته راټیټول او په پرېمانه توګه د دغو اوبو د بېرته پاکولو او کارونې عمل یا دود زیاتول؛
  • ۶.۴. تر ۲۰۳۰ام کال پورې په ټولو سکټورونو کې د اوبو د کارونې اغېزمنتیا لوړول او د اوبو د کمښت ستونزې د حل او د هغو خلکو د شمېر کمولو لپاره چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، د تازه اوبو کارونه او هغوی ته رسونه؛
  • ۶.۵. تر ۲۰۳۰ام کال پورې په هره کچه، که مناسب وي آن د سیمه‌ییزو مشارکتونو له طریقه، د اوبو د سرچینو ټول‌شموله مدیریت ( (Integrated Water Resources Management – IWRM ) تطبیقول؛
  • ۶.۶. تر ۲۰۳۰ام کال پورې، د څښاک اوبو پورې اړوند د ټولو ایکوسیستیمونو لکه غرونو، ځنګلونو، اوبه لرونکو ځمکو، سیندونو، د اوبو طبقو (aquifers) او جهیلونو ساتنه او بېرته خپل حالت ته راګرځول؛

د تطبیق وسیلې:

  • ۶. الف- تر ۲۰۳۰ام کال پورې له مخ پر وده هېوادونو سره د څښاک اوبه او حفظ الصحوي خدماتو په برخه کې نړۍوالو همکاریو ته دوام ورکول او د ظرفیت جوړونې په برخه کې له دوی سره د مرستو پراخول او د داسې پروګرامونو جوړول چې په هغو کې له بې‌ځایه تلونکو اوبو څخه ګټه اخیستنه، تروې اوبه پر خوږو اوبو اړونه، د اوبو ښه کارونه، د فاضلابو تصفیه، د اوبو بیاسمون او بیا کارونه شاملېږي؛
  • ۶. ب- د څښاک اوبو او حفظ الصحوي خدماتو په مدیریت کې سیمه‌ییزو ټولنو ته ونډه ورکول او د هغوی پیاوړي کول.

د پورته ذکر شوو ټولو موخو تفسیر او تشریح نه یوازې دا چې ډېر وخت او اوږدې لیکنې ته اړتیا لري، بلکې د دغې مقالې له غایې او هدف څخه د باندې دي؛ ځکه چې په دغه مقاله کې هڅه کېږي یوازې د څښاک پر اوبو او حفظ‌الصحوي اسانتیاوو بحث وکړو. نو د دې موخې لپاره (۶.۱) او (۶.۲) موخوته تم کېږو او په نښه شوي مفاهیم چې هر یو یې یوه ځانګړې معنا افاده کوي، په لاندې توګه تشریح کېږي:

هراړخیزه توګه: یعنې د څښاک اوبه باید هر ځای موجودې وي، لکه کورنۍ، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، کارځایونه او داسې نور.

عادلانه: مانا دا چې د وګړو د بېلابېلو ډلو ترمنځ باید نامساوات په دوامداره توګه کم او له منځه یووړل شي.

لاسرسی لرل: یعنې کورته نږدې باید دومره د څښاک اوبه موجودې وي چې ورځنۍ ټولې اړتیاوې پوره کړای شي.

مناسبت قیمت: معنا دا چې د اوبو قیمت، اوبو ته د لاسرسي په لار کې خنډ جوړ نه کړي، یا د ژوند د نورو بنسټیزو اړتیاوو پیسې پر اوبو ونه لګول شي؛ یعنې هر ځای مناسب قیمت ولري.

د څښاک اوبه: هغه اوبه چې د څښاک، پخلي، د خوړو چمتووالي او د ځان پاکوالي لپاره کارول کېږي.

د ټولو لپاره: د نارینه‌وو، مېرمنو، نجونو، د هر عمر لرونکو هلکانو او نجونو او معلولینو لپاره مناسبې وي او ترې ګټه واخلي او په ټولنه او هر ډول تاسیساتو کې موجود وي.

دویم: د (۶.۲) موخې مفاهیم:

خوندي: داسې یو سیستم چې د انسانانو او غایطه موادو ترمنځ تماس بالکل قطع کړای شي؛ دغه‌راز په خوندي توګه ځای پر ځای یا او نورو ځایونو ته ولېږدول شي.

حفظ‌الصحوي اسانتیاوې: د هغو اسانتیاوو او خدمتونو برابرول چې د انسانانو د بولو او فاضله موادو د خوندي ځای پر ځای کولو لپاره کارول کېږي.

نظافت: هغه شرایط او کړنې لکه، د لاسونو مینځل، د میاشتنۍ ناروغې پرمهال د ځان پاکوالی، د خوړو پاکوالی او نور چې د روغتیا له ښه‌والي سره مرسته کوي او د ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي.

زیان‌منونکي شرایط:ځانګړي شرایط او ځایونو لکه د کډوالو په پنډغالو، زندانونو، د خلکو راټولېدو او د مذهبي مراسمو په ځایونو کې د اوبو، حفظ الصحې او نظافت (WASH) اړتیاوو ته پاملرنه.

مېرمنو او نجونو ته ځانګړې پاملرنه: د اوبو راړولو بار چې معمولاً د نجونو او مېرمنو پر اوږو وي، راکمول او د دوی لپاره داسې شرایط برابرول چې خپل نظافت په کې په عفت او عزت کې مراعات کړای شي؛ په ښوونځیو، کاري ساحو، روغتیايي مرکزونو او زندانونو کې د دوی اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کول.

د څښاک اوبو، حفظ الصحې او نظافت (WASH) ډېری کارپوهان په دې باور دي، لکه څرنګه چې اوبه د ژوند لپاره یوه حیاتي ماده ده، دغه‌راز د پایدارې پرمختیا شپږم هدف ترلاسه کول د نورو ټولو شپاړسو هدفونو ترلاسه کولو لپاره مهم او مرکزي رول لري. یا په بل عبارت، څرنګه چې د پایدارې پرمختیا ډېری هدفونه د څښاک له اوبو سره مستقیم یا نامستقیمه اړیکه لري، نو ټولو هغو هدفونو ته د رسېدو لپاره باید لومړی شپږم هدف ترلاسه شي.

په افغانستان کې، چېرته چې د ژوندانه د شرایطو د ارزونې سروې وروستي راپور د معلوماتو له مخې، په ملي کچه ۶۵ سلنه وګړي د څښاک اوبو پرمختللو سرچینو او یوازې ۱۳ سلنه وګړي د حفظ الصحې پرمختللو اسانتیاوو ته لاسرسی لري، حکومت باید تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوامدارې پرمختیا هدفونو د ترلاسه کولو لپاره، شپږم هدف ته چې د څښاک اوبه او حفظ الصحه ده، زیاته پاملرنه وکړي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.