ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سیمه کې د بدلونونو لپاره د امریکا سناریو
په سیمه کې د بدلونونو لپاره د امریکا سناریو

لیکوال: عزیزاحمد «فضلي»

په منځني‌ ختیځ او جنوبي ‌اسیا کې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د توکمیزو، کلتوري او مذهبي وېشنو یوه سناریو د امریکا له لوري پیل شوې چې اسرائیل او انګلیستان په دې برخه کې د امریکا ستر ملاتړي بلل کېږي.

له ۱۹۹۱ کال راورسته امریکا د يو نړۍوال هیجمونیک قدرت په توګه نړۍ ته نوي دکتورین وړاندې کړل څو پر اساس یې نوي هېوادونه تاسیس، نوي سرحدونه ترسیم او د سیمې پياوړي هېوادونه تجزیه شي.

د نوي منځني ختیځ نقشه چې د امریکا د يوه نظامي ډګروال رالف پيټرز له خوا ترسیم شوې، ډېری هېوادونه په کې د ماهیتي، مذهبي او کلتوري اړخه یوځای شوي او بېل شوي دي. په منځني ختیځ کې د دې نقشې عملي کولو لپاره په تدریج سره کار روان دی؛ د ۲۰۰۶ میلادي کال د جون په میاشت کې د لبنان پر ضد د اسرائیلو او امریکا د جګړې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کانډولیزا رایس او د اسرائیلو صدراعظم اولمرت اعلان وکړ چې په لبنان کې د «نوي منځني ختیځ» جوړولو بهیر پیل شوی دی. په حقیقت کې د امریکا له خوا د عراق، لیبیا او سوریې د دولتونو، پوځونو او هېوادونو ویجاړول ټول د یوه نوي منځني ختیځ رامنځته کولو ستراتیژیک هدف ته د رسېدو په موخه ترسره شوي دي.

د دې نقشې لومړۍ(A)  برخې موارد عبارت وو له:

۱- عراق باید پر درېیو هېوادونو ووېشل شي؛ د عراق سني دولت، د شیعه عرب دولت او په شمال کې د کردستان جلا کول.

۲- د ترکیې ختیځ، د سوریې شمال ختیځ، د عراق په شمال او د ایران په شمال لوېدیځ کې د کردانو د سیمو په یوځای کولو سره د کردستان تاسیس.

۳- همدارنګه د سوریې د مدیترانې سواحلو جلا کول او د لوی لبنان رامنځته کول په سوریه کې د رژیم له بدلون سره لبنان ته د هغو انتقال.

خو د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې له خوا د سوریې د رژیم ملاتړ د هغه د نسکورېدو او بدلون د پلان مخنیوي په منځني ختیځ کې د متحده ایالتونو، اسرائیلو او انګلیستان پلانونو ته لوی خنډ رامنځته کړ.

امریکا اوس غواړي چې د خپلې نقشې دویمه(B)  برخه پیل کړي. د امریکا د نوي منځني ختيځ په (B) برخه کې لاندې موارد شامل دي:

۱- سعودي عربستان په درېیو برخو وېشل، لومړی د مکې او مدینې په ګډون د مقدس اسلامي دولت تاسیس.

۲- د ختیځ شیعه سیمو جلا کول او له شیعه عربي دولت سره یو ځای کېدل.

۳- د ال سعود خپلواکو پاتې سیمو نومول.

۴- د شمالي افریقا د رژیم بدلون او د سوډان ویجاړول.

۵- فراه، بادغیس او هرات ایران ته ورکول.

۶- له پاکستان او ایران څخه د بلوڅو سیمو جلا کول او د بلوچستان تاسیس.

۷- د سند او پنجاب له ایالتونو څخه د نوي پاکستان جوړول.

سعودي د امریکا د  Bپلان لويه، مهمه او لومړۍ برخه تشکیلوي او نوی د دغه بحران خوا ته روان دی، په منځني ختیځ کې له لیبیا، عراق او سوریې وروسته اوس د سعودي عربستان وار دی؛ له ساحلي سرچینو څخه د تېلو په کشف او استخراج سره امریکا او متحدینو یې د سعودي پر تېلو تکیه کمه کړې ده.

وروسته له هغه چې سعودي عربستان د یمن او سوریې د جګړې په جال کې ښکېل شو او له هغه مخکې یې د افغانستان په جګړه کې امریکا ملاتړ وکړ، اوس واشنګټن د خپل ستر هدف تعقیبولو لپاره سعودي عربستان پرېښود، په داسې حال کې چې ریاض په خپل معاصر تاریخ کې تر ټولو ستونزمن حالت کې دی. سعودي عربستان اوس د خپل ۷۰ کلن امریکايي ملاتړي له خوا د بې ساري مالي او سیاسي تورونو د عملیاتو په څنډه کې دی.

سعودي عربستان په امریکا کې ۷۵۰ میلیارده ډالره پانګونه لري چې ۱۱۹ میلیارده ډالره یې د امریکا د خزانې په ضمانتونو کې شامل دي. د دې خطر شته چې د سپټمبر یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره پیسې کنګل او ضبط شي. کارپوهان اټکل کوي چې دا خساره به نږدې ۳،۳ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي. پر دې اساس د سعودي تېل به د سپټمبر د ۱۱مې قربانیانو د جبران لپاره د ډېرو کلونو لپاره په متحده ایالتو پورې تړلي وي.

په دې لوبه کې د افغانستان موقعيت

دا لوبه اوس فعلاً په سيمه کې روانه ده؛ شواهد ښیي چې پاکستان د دې لوبې په لومړي سر کې دی؛ په پاکستان کې د PTM، TTP او بلوچ ازادي‌غوښتونکو موجوديت او وروستي ګړندي تحرکات هغه څه دي چې په پاکستان کې د دې لوبې د پيل پخلی کوي. دا چې له دې لوبې څخه به د پاکستان ګاونډي هېوادونه هم اغېزمن کېږي نو په هغو کې هم کار روان دی. د امریکا د نوي منځني ختیځ نقشې له مخې، پښتونستان باید افغانستان ته ورکړل شي، همدارنګه فراه، هرات او بادغیس باید ایران ته ورکړل شي، د دې لپاره په افغانستان کې هم کار پیل شوی، د نظام بدلون او وروستي سیاسي تحولات یې پيل ګڼل کېږي خو د سیمې دا بدلون بلخصوص د افغانستان دا وېش داسې عادي موضوع نه ده، ډېر سیاسي رژیمونه به سر وخوري او ډېر سرونه به یې قیمت ورکړي.

په هېواد کې وروستۍ سیاسي بې ثباتي، اقتصادي بحران او د فدرالیزم نسخو وړاندې کول هغه څه دي چې له نوو امپرياليستانو او استعمارګرو سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي.

د دې لوبې پر وړاندې د چین او روسیې غبرګون

زما په فکر په دې سیمه کې د امریکا له لوري په دومره لوړه بیه د دې نقشې پلې کېدل د چین او روسیې د مهار لپاره يو نوی خو له جنجاله ډک ګېم دی او د یادو هېوادونو لپاره به يو نوی سرخوږي جوړ کړي؛ په مقابل کې یې چین او روسيه ډېر په قوت ممانعت کوي او دغه کار ته به هیڅوخت اجازه ور نه کړي؛ ځکه چې د پاکستان او افغانستان په وېش سره به د سیمې هېوادونو پولې هم ماتې شي. دا باید په یاد ولرو چې د سیمې هېوادونو پولې له ایران او افغانستان څخه نيولې تر پاکستان او هند پورې، طبیعي پولې نه دي، بلکې د استعماري جګړو پایله ده. هرکله چې امریکا او غرب له دغو سرحدونو سره لوبې کوي، دا به د ټولې سیمې د بې ثباتۍ لامل شي او په سيمه کې بې ثباتي به د چین او روسیې د راتلونکو خوبونو او هيلو لپاره ستر چلنج وي، نو چین او روسیې له همدې وېرې د سیمه یيز پيوستون او اتصال لپاره کار شروع کړی، حتا د اوکراین جګړه هم د دې نقشې له امله ده چې د اوکراین جګړه د روسیې له خوا غرب ته يو ښه پيغام دی چې کولی شي روسیه په شرقي اروپا کې نوې پولې تاسیس او سرحدي شخړو ته لمن ووهي، دا سیمه ناامنه کړي او د غرب د ګټو او اهدافو لپاره ستر سرخوږی جوړ کړي.

د اوکراین له جګړې سره جوخت موږ په جنوبي اسیا او مرکزي اسیا کې د نا امنيو او سیاسي بې ثباتۍ د ګراف ټيټېدو شاهدان يو.

منابع

خاکې پور، فاطمه، د فارس خلیج اهمیت او راتلونکی، تحلیلي ليکنه.

البشیر، نويد، په لبنان کې د صهيونیستي دولت ګټې او اهداف، د بحرين د سولې انسټیټوټ، ۲۰۲۱، لکچر.

نورزی، عزت الله، د سوريې بحران غرب او شرق، لنډه ليکنه.

خالدي، نوراحمد، نقشه امریکا برای ایجاد خاور میانه جديد، تحليلي ليکنه.

جليلي، عبدالمتین، پکتیا پوهنتون، حقوق او سیاسي علومو پوهنځی، په منځني ختیځ کې حکومت او سیاست، لکچر نوټ.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.