ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیکنه : نورالله عزیز

په علمي لحاظ به ډېره ستونزمنه وي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د نرخ د ښکته کېدو او بیا په دې وروستیو کې په ناڅاپي ډول د افغانیو د تبادلوي نرخ د پورته کېدو اړوند دقیقه وړاندوینه او تحلیل وشي، ځکه چې په افغانستان کې د تل لپاره سیاسي بدلونونو اقتصادي تغیرات تر خپل اغېز لاندې ساتلي او همیشه یې د اقتصادي پالیسو تاثیرات کم رنګه کړي، هغه ځکه چې په تېرو دوو لسیزو کې د سیاسي تغیراتو شدت زیاتره اقتصادي پالیسي ګانې بې اغېزې کړي او یا یې هم تاثیرات له نشت سره برابر کړي دي. وروستیو حالاتو او بدلونونو ته په کتو کولی شو لاندې څو ټکي دغې موضوع پورې د تړلو په مرسته ستاسې تر ځغلند نظر تېر او هغو برخو ته اشاره وکړم چې په پورته برخو کې یې خپل تاثیرات لرلي دي.

۱-افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د بودیجې ډېری برخه له بهرنیو مرستو څخه تمویل کړې او وروسته بیا همدا لامل شو چې د بهرنیو مرستو په کمېدو له نورو برخو سره یو ډول په ډېر سرعت سره د افغانیو نرخ هم د بهرینو اسعارو پر وړاندې په کمېدو شو او په ډېر کم وخت کې یې خپل ارزښت د نورو اسعارو په مقابل کې له لاسه ورکاوه چې بدبختانه دغه لړۍ تر نن ورځې پورې دوام لري.

۲-د بهرنیو ځواکونو وتل چې په کور دننه د لګښت د کچی کمېدو لامل شو، ورسره یو ځای د هېواد په ډېرو مارکېټونو کې د ډالرو د کمښت سبب او په دې توګه د افغانیو د ارزښت په کمېدو سره په تدریجي توګه افغانیو د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، چې دغه لړۍ په لاندې لنډیز لیکلی شو.

  • په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یو ډالر د ۵۸ په شاوخوا کط تبادله کېده
  • په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یو ډالر د ۶۸ په شاوخوا کې تبادله کېده
  • په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یو ډالر د ۷۰ په شاوخوا کط تبادله کېده
  • په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یو ډالر د ۷۵ په شاوخوا کې تبادله کېده
  • په ۱۳۹۸ لمریز کال کې یو ډالر د ۸۱ په شاوخوا کې تبادله کېده
  • په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یو ډالر د ۸۷ په شاوخوا کط تبادله کېده

پورتني کلونه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل څخه د جمهوریت تر سقوط پورې د بهرنیو اسعارو د نرخ ټیټېدل په ګوته کوي چې ورسره یو ځای د بهرنیو مرستو د لړۍ کموالی هم ورسره نغښتی دی او دا په ګوته کوي چې د افغانیو ارزښت تر ډېر بریده په بهرنیو مرستو او لګښتونو پورې تړلی و او په هر اندازه چې دغه مرستې او لګښتونه کمېدل په هماغه اندازه افغانیو هم خپل ارزښت له لاسه ورکاوه چې بد بختانه د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانیو خپل ارزښت په ډېر شدت سره وار په وار له لاسه ورکړ او هغه کمزوری ثبات یې ونه شوای ساتلی، د ۱۴۰۰ کال د لړم په میاشت کې یو ډالر له ۹۴ افغانیو سره تبادله کېده او په دې ډول دغه لړۍ د یو څو ورځو لپاره د یو ډالر په مقابل کې ۱۲۷ افغانیو ته ورسېده.

۳-افغانستان په وچه کې پروت هغه هېواد دی چې تر ډېره بریده خپله سوداګري د وچې له لارې تر سره کوي او ډېری توکي له کاونډیو هېوادونو څخه اخلي او همدا لامل دی چې د نړۍ له لرې پرتو هېوادونو سره یې سوداګري ډېر کم رنګه ده. په وروستیو څو کلونو کې د عمومي تجارت  کمېدل یو له هغو لاملونو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې د افغانیو ثبات اغېزمن کړی، که د هېواد د سوداګرۍ بیلانس ته وکتل شي په تېرې یوې لسیزه کې دغه بیلانس له اتو میلیاردو ډالرو څخه پنځه نیمو میلیاردو ډالرو ته را کم شوی چې دې کار نه یواځې د افغانیو د چلند ساحه اغېزمنه  کړې، بلکې د افغانستان په بازارونو کې یې د کاروبار د کچې کمېدو تر څنګ د ګمرکاتو له لارې د عوایدو کچه هم را ټیټه کړې چې همدې لامل هم په خپل وار سره د افغانیو د نرخ د کمېدو په برخه کي تاثیرات لرلي دي.

۴-د مرکزي بانک له خوا یوازې د یوه پولي سیاست (د ډالرو پلور) باندې اتکا کول او د دې سیاست نه ملاتړ د نورو پولي او مالي سیاستونو په مرسته د دې سبب شوی چې د دې سیاست تاثیرات پیکه کړي او په دې توګه دغه سیاست نه شي کولی چې د توقع وړ نتایج پر ځای پرېږدي، که په تېره یوه لیسزه کې د افغانستان د مرکزي بانک پولي سیاست مطالعه شي نو وبه لیدل شي چې د دوی تمرکز یوازې د ډالرو پر پلور (عرضه) وه په داسې حال کې چې د تبادلې د نرخ د ثابت ساتلو لپاره ډېر نور وسایل هم موجود دي او کولی شي چې د دې پالیسي (ډالرو پلور) په همغږي سره د تبادلې د نرخ په ثابت ساتلو کې ګټور ثابت شي او په اړونده برخه کې اوږد مهاله تاثیرات ولري.

۵-په لویه پیمانه د ډالرو، سرو زرو، بهرنیو اسعارو او قیمتي ډبرو قاچاق او تر څنک یې د پیسو مینځل هغه لاملونه بلل کیږي چې تر ډېره بریده یې د افغانیو ثبات متاثره کړی، که څه هم افغانستان په ټولو برخو خاص قوانین درلودل، خو د تطبیق په برخه کې د فساد د شتون او د مافیايي کړیو موجودیت د دې قوانینو تاثیرات له نشت سره برابر کړي و چې د همدې فساد له امله افغانیو په تدریج سره خپل ارزښت له لاسه ورکاوه چې مخنیوی یې په هیڅ یوې تګلارې هم ممکن نه وو.

۶-په ملي کچه په افغانیو باندې بې باوري، هغه لامل بلل کیږي چې د افغانیو تبادلوي نرخ یې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې تل اغېزمن کړی، که څه هم دغه لامل د نورو لاملونو پر وړاندې ستر نه بلل کیږي، خو تاثیرات يې ډېر عمیق او اوږد مهاله دي چې تر ډېره بریده یې د چلند په ساحه کې د افغانیو جریان تر خپل منفي اغېز لاندې ساتلی او همدغه اوږد مهاله اغېز ددې سبب شوی چې په لویو تجارتي او غیر تجارتي معاملاتو کې د افغانیو پر ځای بهرنۍ پیسې د تبادلې د وسیلې په توګه وکارول شي چې د تبادلې د ساحې د محدودیت له امله افغانیو ونه شو کړای خپل ارزښت ثابت وساتي او په دې توګه د پیسو ساتنه (Saving) د پانګونې له بهیر سره هیڅ مرسته نه ده کړې او د تولیدي اقتصاد په پیاوړتیا کې کومه ځانګړې برخه نه ده تر سره کړې.

دا او د دې تر څنګ ډېر نور لاملونه شته چې  کولای شو د افغانیو د ارزښت په کموالي کې يې د لاملونو په توګه په ګوته کړو، مګر دا چې په دې وروستیو څو ورځو کې افغانیو سنګه وکولای شول خپل ارزښت بېرته د ډالرو په مقابل کې پیاوړی کړي په لاندې ټکو کې یې څېړلی شو:

۱-د افعانستان پر وړاند د امریکا د پالیسو نرمښت: امریکا د نړۍ هغه هېواد دی چې د ډالرو په مرسته د هر هېواد اقتصادي وضعیت په مثبت او منفي شکل اغېزمن کولای شي، د افغانیو د نرخ اوسنی لوړوالی هم د امریکا د پرېکړو زېږنده ده او په دې برخه کې  د امریکا هغه پرېکړه چې له امله یې ټول مرستندویه هېوادونه او ادارې کولی شي د افغانستان بانکونو ته پیسې ولېږي د یادونې وړ ده چې د همدې خبر له اعلانېدو سره سم د افغانیو په نرخونو کې په شدت سره تغیرات رامنځته شول.

۲-د ډالرو د قاچاق پر وړاندې د اوسني حاکم نظام کوټلي ګامونه: کله چې د افغانیو نرخ د یو ډالر په مقابل کې ۱۲۷ ته ورسېد، نو طالبانو هغه کړۍ تعقیب او ونیوله کومو چې په دې برخه کې فعالیتونه لرل او تر ډېره بریده یې پولي مارکېټ په خپل انحصار کې ساتلی و چې د همدې خبر په خپرېدو سره د ډالرو نرخ په شدت سره ۱۱۰ او بیا تر يوې مودې پورې ۱۰۴ شاوخوا کې پاتې شو.

۳-د بهرنیو مرستو د قطع شوې لړۍ بېرته پیل: که څه هم د طالبانو له راتګ څخه وروسته هم دغه لړۍ د یوې مودې لپاره په ټپه ولاړه وه، خو په دې وروستیو کې بیا ډېره کمزوې وه او فقط د یوه خصوصي بانک له لارې تر سره کېده، خو بیا هم بازار ته د ډالرو د عرضه کېدو لامل کېده او همدا لامل و چې د افغانیو د تبادلوي نرخ له لوړېدو سره یې مرسته کوله او له دې لارې دغه کار ته زمنیه برابره شوه چې افغانۍ خپل ارزښت په تدریج سره د ډالرو پر وړاندې پیاوړي کړي.

۴-د اوسني نظام پر وړاندې د نړیوالو سیاسي فشارونو کمېدل: په دغه برخه کې د ناروې هېواد ته د طالب مشرانو سفر هغه څه و چې د دې نظام د سیاسي کړکیچ لومړۍ غوټه یې ور پرانیسته او همدرانګه د سیګار د مشر هغه څرګندونې چې په کې د یوې ادارې او یوه بانک له لارې د مرستو تر سره کول او د څار د پروسې نه موجودیت ممکن د مرستو حیف او میل کېدو ته زمینه برابره کړي نړیوال دې ته متوجه کړل تر څو د اوسني حاکم نظام پر وړاندې په نړیواله کچه د دوی سیاست ته یوه تازه پاڼه خلاصه کړي او په داخل کې یې هم د دوی د پایښت امید زیات کړي هغه لامل دی چې د افغانستان مالي نظام کې یې هم تاثیرات رامنځته کړل او په دې توګه یې وکولی شول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو تبادله کې مثبت تاثیرات رامنځته کړي.

۵-د مرکزي بانک په غوښتنه د حاکم نظام رییس الوزرا  پرېکړه څوک  چې په افغانیو معاملات نه تر سره کوي خاین او د ډالرو قاچاق کول ملي خیات دی د پیسو په مارکېټ سخت اغېز وارد کړ چې له امله یې د افغانیو تبادلوي ارزښت هم په ناڅاپي ډول لوړ شوی، ځکه چې زیاتره خلک د اوسني نظام پر قاطعیت او د پرېکړو پر پلي کولو باوري دي چې همدا خبر د دې لامل شو چې په  اوسنیو شرایطو کې د هېواد په ډېرو سیمو کې پر افغانیو تبادله تر ډېره بریده حتمي کړي او له بله پلوه ډېری خلک له ډار او وېرې هم نه غواړي چې له شوې پرېکړې سرغړونه وکړي چې په دې توګه د دې خبر خپرېدو هم د افغانیو د تبادلوي نرخ په ښه کېدو خپل تاثیرات پرېږدي.

۶-په دولتي سکتور کې د مالي فساد کمېدل چې ښه مثال یې د ګمرکونو په برخه کې تر سترګو کېدای شي. پخوا به د وارد شوي جنس پر ځای بل جنس محصول کېده (یعني په کانټینر کې به د لوړ قیمت جنس وو، خو د محصول په پاڼه به د کم قیمت جنس) چې د قیمت تفاوت به د ګمرک د کارمندانو، کمېشنکارانو او د سوداګرو تر منځ وېشل کېده او په پایله کې به يې زیان  ملي بودیجې ته رسېده چې په پایله کې به یې  په کمه اندازه افغانۍ له دوران څخه ایستل کېدلي او همدا لامل و چې تاثیرات به یې په کمه اندازه په تبادلوي نرخ کې منعکس کېدل، خو په اوس وخت کې دغه حالت تر ډېره بریده را کم شوی چې له امله یې له همدې لارې ډېری افغانۍ له دوران څخه وځي او مرکزي بانک ته داخلیږي چې په مرسته یې په مارکېټ کې د پیسو جریان تر یوه حده کنټرولیږي چې دغه حالت په بازار کې د پیسو د کمښت او د تبادلوي ارزښت د لوړېدو لامل ګرځي.

که په لنډ ډول د ټولو برخو نچوړ را وایستل شي نو ویلی شو چې په افغانستان کې د هر اقتصادي بدلون تر شا سیاسي معامله او لامل پروت دی او د تاریخ په هره نوې څپه کې یې خپل تاثیرات په اقتصادي وضعیت تحمیل کړي چې اوسنی وضعیت هم له همداسې یوه حالت څخه سرچینه اخلي او هغه ځکه چې که په هره اندازه د امریکا حکومت د اوسني حاکم نظام په مقابل کې نرمښت ښکاره کوي په هماغه اندازه به یې تاثیرات په مالي بازارونو کې منعکس کیږي او په دې توګه به د افغانیو نرخ هم ورسره په مثبت جهت تغییر خوري دا ځکه چې د افغانستان په پولي مارکېټ ډېری وختونه اوازو (افواه) نسبت عمل ته ډېر تاثیرات لرلي چې اوسني تغییرات هم عملي نه، بلکې د مثبتو اوازو (افواهاتو) په خپرېدو رامنځته شوي او هر لحظه د دې امکان شته چې د عمل د نه تطبیق له امله د پیسو اوسني نرخ د ښه کېدو پر ځای خرابېدو ته حرکت وکړي.

نورالله عزیز، د پوهنتون استاد – او د اقتصادي چارو شنونکی 

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.