لیکنه: کامران ملک
له دې وروسته به اېپل او د ځيرک مبایلونو نور شرکتونه دې ته اړ وي چې د دغه کال تر سپټمبر میاشتې د ټولې اروپا لپاره ځیرک مبایلونو ته واحد چارجر (Charge C) تولید کړي.
د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی یوه لنډمهاله موافقه لاسلیک کړې چې په ترڅ کې به یې د دې ټولنې په ۲۷ هېوادونو کې ځیرک مبایلونه له یو واحد چارجره استفاده کوي.
کاروونکي په کورونو کې د ډېرو چارجرونو له راټولولو ناراضه دي؛دا خبره الیکس اګیوس سالیبا د اروپایي پارلمان مشر مذاکره کوونکي ته په بروکسل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړه.
نوموړی زیاتوي چې اوس به دوی وکولی شي د ټولو پورټ ایبل برېښنایي توکو لپاره یو واحد چارجر ولري، کوم چې د کاروونکو اسانتیا زیاتولو لپاره یو مهم ګام دی.
دغه قانون به یوازې مبایلونو ته نه، بلکې ټیلېفونونو، ډیجیټل کامرو، هیډفونونو او هیډسیټونو، د لاسي ویډیو لوبې کنسولونو او د پورټ ایبل سپېکرونو لپاره هم کارول کېږي.
د نوموړو په وینا چې دغه کار به لومړی په اروپا کې پلی کېږي او وروسته به نورې نړۍ ته هم وارد شي.
دغه قانون به د ایپل لپاره ډېر بدلونونه راولي؛ ځکه نوموړې کمپنۍ له دغه ډول چارجرو زیات استفاده نه کوي. اروپایي.ایپل سمدلاسه یادې غوښتنې ته ځواب ونه وایه خو د قانون جوړونې پروسې په جریان کې اېپل د دې ټولنې چارواکو ته وویل چې دغه وړاندیز شوی قانون به تر یو میلیارد ډېر وسایل او لوازم متروک کړي کوم چې د دغه شرکت ملکیت دی.
دغه اعلان د اروپایي ټولنې، پارلمان او شورا له خوا له درې اړخیزو خبرو اترو وروسته وشو. د دغه قانون عملي کولو اندازه باید لا هم له پلې کېدو مخکې وروستنی تصویب ترلاسه کړي، مګر پروسه په پراخه کچه یو رسمیت ګڼل کېږي.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.
Visits: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن