ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وېب ۳ څه دی؟
وېب ۳ څه دی؟

لیکنه: مجیب حلیمي

وېب ۳ د انټرنېټ یوه نوې راتلونکې بڼه ده چې په غېر متمرکز(Decentralize)  ډول ډېټا (معلومات) ثبتوي او ساتي یې. د انټرنېټ دغه بڼه ډېره پرمختللې ده چې په وسیله یې مونږ خپله ډېټا په ځنځیري ټیکنالوژۍ  (Block Chain) سره ثبتولی شو او د له منځه تللو امکان یې ډېر کم دی؛ خو د خونديتوب پرمختللې الګوریتومونه کاروي چې له معلوم شخص څخه پرته څوک لاسرسی نه شي درلودلی.

که مونږ ۹۰مې لسیزې ته وګورو چې د لومړي ځل لپاره د ټېم‌بر نیلي له لوري د وېب لومړۍ بڼه رامنځته شوه او ډېره ساده وه؛ مونږ هلته د وېب بېخي لومړنۍ بڼه ګورو چې ویب ۱ یې باله. دا ډېره ستړې کوونکې بڼه وه، د دوه اړخيزې اړیکې امکان پکې نه و، زیاتره ډېټا به نه ثبتېدله او همداسې تش خطونه و، ګرافیک او نور ډېزاینونه پکې نه و، لکه ښه مثال یې ویکي‌پیډا دی خو اوس ویکي هم سمارټ شوې ده.

کله چې په ۲۱ پېړۍ کې د ویب په برخه کې تحول رامنځ ته شو، نو ویب ۲ معرفي شو چې مونږ او تاسو یې اوس کاروو. دوه طرفه اړیکې، ویډیو کال، د عکسونو پورته کول دا ټول اوس مونږ په ویب ۲ کې کوو. د ویب ۲ رشت کله چې نوو کمپنیو د خپل تولید کچه ګړندۍ کړه، لکه فیسبوک چې خپل اپلیکیشن پرمختللی کړ، د لایف ویډیو برخه یې پکې نسب کړه، همداسې د نوې ټیکنالوژۍ برخه چې ګراف کیو اېل   (GraphQL)ورته وایې، رامنځ ته کړه چې د (API)  نه څو چنده چټک دی او ښه کار کوي.

ګوګل شرکت خپل سرچ اینجنونه داسې چټک کړل چې له یوې ثانیې نه کمه موده کې څو میلیونه ریکارډونه پلټي، په یوټیوب اپلیکیشن کې يې بدلونونه راوستل، د سټوري برخه یې پکې زیاته کړه، خلکو ته یې د پیسو ګټلو لار پرانیسته، لایف او سټریمونه یې هم ستر تحول و.

همدارنګه،  په وېب ۲ کې مونږ د برېښنایي تجارت شاهدان یو چې د امازون شرکت له لوري رامنځته شو. مونږ کولی شو چې خپله سوداګري پکې پرانیزو او بیا یې بېرته وسیع کړو، پېر او پلور پکې وکړو چې دا ټول په وېب ۲ کې ممکن شول.

په وېب ۲ کې اکثره ډېټا په یو متمرکز ځای کې ذخیره کېږي چې ډېر سټوریج ته اړتیا لري؛ پر یوه مشخص الګوریتم باندې کار کوي. مثلا، که کوم څه ناسم ورداخل شي نو امکان لري چې زمونږ ذخیره شوې ډيټا ته تاوان ورسوي او یا یې څوک راڅخه غلا کړي.

وېب ۳ به زمونږ د اپلیکشنونو پر فرنټ‌اینډ(Frontend)   باندې دومره تاثیر ونه غورځوي، بلکې بیک‌اینډ(Backend)   کې به ستر تحولات راولي، کوم چې ډي‌سنټرلایزیشن(Decentralization)  یا غېرې متمرکزوالی د ویب ۳ زړه یادېږي.

تاسو به په کریپټو(Crypto)   کې کار کړی وي؛ کریپټو خپله په ډي سنټرلایز شکل ذخیره کېږي چې د ځنځیري ټیکنالوژۍ پر مټ دغه ستر تجارت ته وده ورکړې ده؛ خوندي او په هر ځای کې ترې په اسانه ډول پیسې ایستلې شئ.

په ویب ۳ کې مصنوعي ځیرکتیا(AI)  او همدارنګه له ماشین لرنینګ  (Machine Learning)څخه استفاده کېږي، ګوګل اپلیکیشن په دغه برخه کې اوس هم د مخه دی او استعمالوي.

په ویب ۳ کې به تاسو اړ نه یاست چې د نورو پلټ‌فارمونو  (Platforms)لپاره مختلف اکاونټونه ولرئ، لکه د ټویټر یا فیسبوک او یا ګوګل لپاره چې د دې ټولو لپاره به یو اکاونټ موجود وي او ډېر به محفوظ وي، ستاسو اکاونټونه ته به له تاسو پرته نور څوک نه شي داخلیدلی، ټول اسناد به مو یو ځای راټول وي او د شریکېدلو لپاره به یې له تاسو اجازه اخیستل کېږي.

د تور ویب  (Dark Web)مخه به ونیول شي، ستاسو ډيټا به په بازار کې نه خرڅېږي، تاسو که هر څه پوسټ کوئ له تاسو سره به محفوظ وي.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.