ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې د روان سیاسي کړکېچ اصلي ریښې چېرې دي او د سیمې لپاره څه پیغامونه لري؟
په پاکستان کې د روان سیاسي کړکېچ اصلي ریښې چېرې دي او د سیمې لپاره څه پیغامونه لري؟

ليکوال: عزیزاحمد فضلي

پر اوکراين د روسيې له بريده د پاکستان ملاتړ لامل شو چې امريکا د پاکستان، په ځانګړي ډول د واکمن لومړي وزير عمران خان پر وړاندې خپل  بهرنی سياست او پاليسي بدل کړي؛ پر هماغه ورځ چې روسيې پر اوکراين برید کاوه، د پاکستان لومړی وزير عمران خان په مسکو کې د ولاديمير پوتين مېلمه و او د پاکستان حکومت بيا پر اوکراين د روسيې بريد ته توجيه ورکړه او په يو ډول يې ترې ملاتړ اعلان کړ.

د پاکستان دغه دريځ او له روسيې سره نږدې والی سبب شو چې د لوېديځ او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شي؛ په پاکستان کې  د عمران خان پر ضد سياستونه اوس مهال د امريکا له خوا هڅول کېږي او موخه يې دا ده چې په پاکستان کې داسې يو حکومت جوړ کړي چې سوچه د امريکا ملاتړی وي، د چين پخوانی او د روسيې اوسنی اغېز پرې کم او يا هيڅ وي.

له روان حالته داسې برېښي چې د پاکستان موضوع د داخلي او کورني بعد ترڅنګ نړيوال او سیمه ییز بعد هم لري چې تر ټولو زیات رول په کې د امريکا دی. تېره ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د مخکښ ډیپلومات زلمي خليلزاد سفر پاکستان ته دا خبره په ډاګه کوي چې امریکا بیاځلې سیمې ته راتلونکې ده.

د پاکستان په روان کړکېچ کې د امريکا موخې او پروژې ډېرې او پراخې دي؛ امريکا غواړي په پاکستان کې سياسي بې ثباتي رامنځته کړي او له دې سره په سوېلي اسیا کې ځان ته د پښو اېښودو ځای پيدا کړي؛ افغانستان، پاکستان او د سيمې په نورو هېوادونو کې د چين او روسيې د اغېز، نفوذ او لاسوهنو مخه ونیسي.

په قزاقستان او میانمار کې د تېرو میاشتو سیاسي کړکېچ او اوس وخت کې د پاکستان او سریلانکا روان سیاسي کړکېچ د روسیې او چین لپاره د غرب څرګند او روښانه نښه ده چې امریکا په سیمه کې لا شته, کولی شي چې سیمه ناامنه کړي او د خپلو اهدافو لپاره کار وکړي.

همدارنګه د پاکستان روان سیاسي کړکېچ د سیمې د هغو هېوادونو لپاره د غرب د خطر زنګ دی چې غواړي چین او روسیې ته نږدې شي.

بلخوا روسيه او چین غواړي د غرب پر ضد د ختیځ يوه متحده جبهه جوړه کړي چې ایران, بیلاروس, هند, پاکستان, افغانستان, شمالي کوریا او ځیني نور هېوادونه به یې غړي وي. روسیې عملاً د دې لپاره کار پیل کړی او له پورته یادو هېوادونو سره یې اړیکې ګرمې کړې چې تېره اوونۍ افغانستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر او ضمیر کابلوف سفر یې ښه ثبوت دی.

روسیه او چین د افغانستان له اړخه د خطر احساس کوي چې دا سیمه بیاځلې د تروریزم پر مرکز او د ناټو پر پوځي میدان بدله نه شي.

بلخوا امریکا تېر شل کاله په افغانستان کې ډېره ستر سرمایه ګذاري کړې ده، دلته ترې د 80 میليارد ډالرو په ارزښت عصري پوځي وسایل پاتي دي، امریکا به هيڅکله دا اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد یې د رقیبو هېوادونو لاس ته ولوېږي، په دې اړه تېره ورځ د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پاتې وسلو د بېرته وړو په اړه هم یوې رسنۍ ته په مرکه کې وويل چې موږ یو ورځ  باید لاړ شو او دا وسلې راوړو.

همدارنګه کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر او د ضمیر کابلوف له سفرونو وروسته نړيوال بانک خپلې څلور سترې پروژې چې ارزښت یې تر 600 میلیون ډالرو پورې دی، لغوه کړې چې غرب افغانستان ته له چین او روسیې سره د نږدېوالي لومړی ګوزار ورکړ.

دا ټول د دې ښکارندوی دي چې امریکا د چین او روسیې د مهارولو لپاره د جنوبي او مرکزي اسیا په اړه پر خپله ستراتیژي غور کوي او امکان لري چې په دې سیمه کې يوه پراخه لوبه پيل کړي.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.