ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیکنه: احمد احدي

د اسعارو يا Currency خپل ارزښت په دوه ډوله له لاسه ورکوي، چې مطلق يا Absolute نسبي يا Relative ورته وايي.

نسبي يا Relative ارزښت هغه وخت رامنځته کېږي چې کله يو اسعار يا Currency د نورو اسعارو يا Currencies پروړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

د بېلګې په ډول، يو برېتانوي پونډ ممکن نن ورځ د پرون په پرتله په زياتو امريکايي ډالرو معاوضه شي، اما دا په دې مانا نه ده چې د ډالر د پیر ځواک له پونډ څخه کم شوی دی. په دواړو حالاتو کې د اسعارو د کمښت اقتصادي رېښې د يو اقتصاد په تولیدي ظرفیت او د پیسو د عرضې په اندازې پورې اړه لري.

نږدې هر لوی اسعار د قانوني داوطلبۍ قوانینو له لارې د انحصار په څېر کنټرول کیږي. د دې دلیل لپاره، حکومتونه او مرکزي بانکونه هغه عوامل کنټرولوي چې د اسعارو ارزښت پرې اغېزه کوي. که څه هم دا په دوديز ډول د اقتصادي فکتورونو په توګه نه ګڼل کیږي، مګر بیا هم دا مهم ټاکونکي دي. ( Robert C.KRLLY 2021 )

په هرحال، د ملک اسعار په سټاک مارکېټ Stock Market د توکو مارکېټ Commodities Market او زموږ په ژوند خورا زيات اغېز لري. ځکه زموږ پیسې زموږ لومړی او اړين بنسټ دی چې يو څه پرې اخلو. د سوداګرۍ لپاره د کورنیو اسعارو ارزښت خورا زيات مهم او اړين دی، ځکه زموږ کورني صادرات به بهرنیانو ته لوړ او همدا راز واردات به زموږ لپاره ارزان تمامیږي. هغه فکتورنه چې د پیسو په ارزښت ترلاسه کولو او ارزښت له لاسه ورکولو کې رول لري، په لاندې ډول دي.

محصول او د اسعارو مطلق ارزښت Productivity and Absolute Currency Value

پیسې د ارزښت ذخیرې په توګه شتون لري. که چېرې په يو هېواد کې د پیسو عرضه ثابته وي مګر تولیدات ډېريږي، نو د پیسو هر واحد بايد ډېر ارزښت ولري. که د يو اقتصاد محصول ثابت وي مګر د اسعارو عرضه کمه شي، نو د پاتې اسعارو هر واحد بايد ډېر ارزښت ولري. برعکس، کله چې تولیدات د پیسو د عرضې په پرتله په چټکۍ سره کم شي، د اسعارو د هر واحد ارزښت کمیږي. تر ټولو عامه پولي پديده، انفلاسیون دی چې تل د پیسو په ارزښت کې خپل رول لري.

د پیر د ځواک په مقابل کې د فاريکس ارزښت Purchasing Power VS Forex . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.