ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ارزي شتمني ولې بهرنیو بانکونو کې ساتل کېږي؟!
د افغانستان ارزي شتمني ولې بهرنیو بانکونو کې ساتل کېږي؟!

لیکوال : عبدالوافي نایبزی، د اقتصادي چارو کارپوه

++++

تېر کال په افغانستان کې د سیاسي تحول او د جمهوریت تر سقوط وروسته امریکا او نورې نړۍ د افغانستان بانک اړونده ۹ میلیارده ډالر ارزي شتمني چې په امریکایي او اروپایي بانکونو کې و، کنګل کړه، خو د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت یې بار بار د خوشې کولو غوښتنه کوي، دا چې دا پيسې یا ارزي شتمنۍ ولې په بهرنیو بانکونو کې ساتل کېږي ، په دې لیکنه کې هڅه شوې چې پرې رڼا واچول شي.

لومړی، دا نهه مېلیارده ډالر د افغانۍ کرنسۍ پشتوانه یا ارزي زېرمه ده، چې په انگلیسي کې ورته Foreign Exchange Reserve وايي، دا ارزي زېرمې یوازې او یوازې د پيسو په بڼه نه‌وي، بلکې ځینې نور ارزښت لرونکي کاغدونه لکه بانډونه او Treasury Bills هم په‌کې وي، خو د افغانستان ارزي شتمني یوازې د ډالرو په بڼه ده. د معلوماتو پر بنسټ دا نهه مېلیارده ډالر یوازې او یوازې په امریکا کې نه، بلکې یوازې ۷ مېلیارده يې د امریکا له فډرال ریزرف سره دي او پاتې دوه مېلیارډه یې د نړۍ په نورو بانکونو کې د افغانستان امانت دی.

دوییم، دا چې دا پیسې ولې د نورو هېوادونو په بانکونو کې اېښودل شوي‌دي، نو یو دلیل یې دا دی، چې عموماً د هغه هېوادونو د بانکونو امنیت نسبت زموږ په څېر فقیر هېواد ته ښه وی، یانې فرض کړئ، چې دلته یو وار ناامني شوه یا مرکزي بانک کې کومه چاودنه وشوه، نو ۱۰۰٪ دا احتمال شته، چې دا شتمني دې لوټ یا له منځه یوړل شي.

درېیم، عموما په دغومره ډېره اندازه پیسو باندې د افغانستان بانک په نړیوال بازار کې گټه کوي، عواید پرې ترلاسه کوي، د بېلگې په ډول زموږ ۷ مېلیارده ډالر د امریکا په فډرال بانک کې دي او په نړیوال بازار کې دا ارزښتناکې پاڼې (بانډونه، ټرېشري بېلز، سېکیورېټيز) پلورل کېږي او ګټه پرې کېږي، چې ملي بانک له مهمو عایداتي سرچینو څخه هم گڼل کېږي.

څلورم، کله چې د نړۍ په کچه یوه غټه سوداگریزه معامله کېږي، نو بیا د دومره پیسو فزیکي انتقال خورا سخت وي، نو یو دلیل يې دا هم وي، چې د تادیاتو او تصفیې په برخه کې اسانتیا وي، د بېلگې په ډول افغانستان له ازبکستان څخه د ۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت غنم پېري، نو د دومره لويې سوداگریزې معاملې له‌پاره په امریکا کې یوازې د افغانستان له اکاونټ څخه د ازبکستان هېواد اکاونټ ته پیسې انتقالېږي.

پنځم، ارزي شتمني یا دغه پشتوانه ځکه په نړیوالو بانکونو کې ساتل کېږي، چې دا د نړۍ په کچه سوداگرۍ کې ستاسې د مالي خپلواکۍ یا پیاوړتیا ښکارندویه وي، مثلاً که يو هېواد هر کال د ۲۰ مېلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کوي، خو په نړیوالو بانکونو کې ۴۰مېلیارده ډالرو شتون ولري، نو دا هېواد د سیمې د نورو هېوادونو له‌پاره ځکه د باور وړ دی، چې په اکاونټونو کې شتمني ډېره ده، او د دېوالي کېدو چانس يې کم دی، خو بالعکس که یو څوک په نړیوالو بانکونو کې ۵مېلیارده ډالر ولري، او غواړي چې د سیمې هېوادونو سره هر کال ۴۰ مېلیارده ډالر راکړه ورکړه وکړي، نو هېڅ‌کله به يې دا خوب پوره نه‌شي.

پشتوانه کنگل ده، افغانۍ ولې خپل ارزښت له لاسه نهدی ورکړی!؟

لومړی، د افغانيو پشتوانه کنگل ده، صفر شوې نه‌ده: موږ ټولو ته معلومه ده، چې د ۲۰۲۱ز د اگست له ۱۵مې وروسته امریکا د افغانستان ۹ مېلیارده د افغانۍ پشتوانه (ارزي ذخیره) کنگل کړل او د نوي حکومت له لاس‌رسي يې ووېستل، خو دلته یو ټکي ته پام په‌کار دی، چې دا پشتوانه لا هم د افغانستان ده او د امانت په توگه د یو څه وخت له‌پاره کنگل شوې‌ده، یانې لا هم د افغانۍ د ارزښت له‌پاره مهمه ده، که څه هم یو څه وخت مخکې ویل کېدل، چې له‌دې پيسو ۷مېلیارده یې له کنگل وځي، نیمې يې د ۱۱سپټمبر پېښې قربانیانو ته د غرامت په بڼه ورکول کېږي او نيمې به يې افغانستان کې د بشري مرستو په نوم مصرفېږي، خو دا چاره ځکه سخته او ناشونې برېښي، چې د یو هېواد ارزي شتمني په دا ډول حیف و میل کول، خورا ستر حقوقي بحثونو او اجازه‌لیکونو ته اړتیا لري.

دوییم، د افغانۍ ارزښت په ډالر پورې تړلی دی: افغانستان بانک د خپلې پولي پالېسۍ له مخې د افغانۍ ثبات د ډالر په‌وسیله برقرار ساتي او دا چاره له ډېر پخوا څخه داسې کوي، چې کابو په هرو دوو/درېو اوونیو کې ډالر لیلاموي او له بازاره افغانۍ راټولوي، خوشبختانه د وروستیو سترو تغییراتو سربېره دا چاره ونه‌درېده او موږ وينو، چې هره دوو/درېو اوونيو کې د افغانستان بانک مېلیونونه ډالر لیلاموي او د افغانۍ ثبات تضمینوي.

درېیم، گاونډیانو سره سوداگري په ټپه نه‌ده ولاړه: صادرات او واردات هغه څه دي، چې د یو هېواد کرنسۍ ته ارزښت بخښي، که څه هم روان اقتصادي حالت د افغانستان له‌پاره ځکه گواښونکي او خواشينونکی دی، چې مالي او بانکي سیسټمونه يې ځپل شوې‌دي او د افغانستان نوی نظام په نړۍ کې رسمیت نه‌لري، خو د دې ستونزو سربېره له افغانستان سره د گاونډيانو په ځانگړي ډول د پاکستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان سوداگرۍ کې ورځ تر بلې پرمخ‌تگ وینو. د ارقامو پر بنسټ په ۲۰۱۹ز کې افغانستان ایران ته کابو د ۱۵مېلیونو ډالرو صادرات لرل، همدارنگه پاکستان ته يې په‌همدې کال د ۲۹۸مېلیونو ډالرو صادرات لرل. اوس مهال کې د افغانستان د ډبرو سکاره ښه بېلگه اخیستلای شو، چې په تېرو  ۶ میاشتو کې د افغانستان له گمرکاتو د ډبرو سکرو د صادرولو پر سر ۳۳.۸ مېلیونه ډالر عواید ترلاسه کړې‌دي او د ۱۶مېلیارده افغانیو (کابو ۱۷۶مېلیونه ډالرو) سکاره یې صادر کړې‌دي.

څلورم، افغانستان ته د ټرانزېټي لارې څخه هم عواید لاس‌ته راځي: د پاکستان د سوداگرۍ وزارت په یو مطبوعاتي اعلامیه کې مې لوستلي وو، چې د افغانستان د ټرانزېټ له‌طریقه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۷۰سلنه لوړ شوي‌دي، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان له لارې په گټې‌اخیستنې د دې هېواد په عوایدو کې ۲۰۲مېلیونه ډالر ډېروالی راغلی‌دی، حال دا چې دغه عاید تېر کال ۱۱۸ مېلیونه ډالر وو. له موږ سره دوی هم مزو کې دي.

پنځم، د افغانۍ د ثبات له‌پاره د ملگرو ملتونو مرستې: د راپورونو پر بنسټ د ملگرو ملتونو یا UN هغه نقدي مرستې چې دوی يې د افغانستان د بانکي سیسټم له‌پاره حیاتي بولې له ۹۰۰مېلیاردو اوښتې دي. یانې په‌هم‌دا ډول بحرانې حالت کې یوازې د ملگرو ملتونو له لوري په کڅوړو کې تر یو میلیارد (زر مېلیونو) ډالرو پورې نقدې مرستې د افغانۍ د ثبات له‌پاره رارسېدلې دي، او دا کومه وړه شمېره نه‌ده.

شپږم، له بهر څخه د افغانانو او بشري سازمانونو مرستې د افغانۍ په ثبات کې مرسته کړې‌ده: پرته له شکه چې د نړیوالو سازمانونو بشري مرستې افغانستان ته راځي او دا مرستې که چېرته په نقدي بڼه وي، نو په غیر مستقیم دا ډالر بازار ته ښکته کېږي، او د افغانۍ په ارزښت ساتلو کې ونډه لري. تر څنگ يې ډېر شمېر افغانان له افغانستانه بېرون په کار بوخت دي، چې وخت نا وخت په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي، چې دا مرسته هم د افغانۍ په ارزښت کې له پامه نه‌شو غورځولای.

اووم، پر افغانستان کوم ستر پور نه‌شته: بله جالبه خبره دا ده، چې افغانستان باندې د کوم نړیوال مالي سازمان داسې پور نه‌شته، چې د دې هېواد پولي ارزښت تر سوال لاندې راولي، موږ ولیدل چې سریلانکا څرنگه نړیوالو پورونو غرقه کړه او یا هم خواته گاونډي مو د دې پورونو له‌کبله له کومو ستونزو سره لاس و گرېوان دی، که څه هم پر افغانستان د نړیوال بانک یو څه پور شته دی، خو هغه دومره نه‌دی، چې اندېښنه دې ورته وشي.

اتم، بازار کې ورځ تر بلې د افغانۍ کمبود: دا چې افغانستان د نړۍ له بندیزونو سره مخ دی، ارزي شتمني يې کنگل ده، د اگست له ۱۵مې راهیسې هېواد ته نوې افغانۍ نه‌ده چاپ شوې، له سقوط کابو یوه میاشت وړاندې ۱۰مېلیارده افغانۍ چاپ شوې‌وې، خو د امریکا او اروپايې ټولنې له لورې يې د نوي نظام په راتگ سره له پولېنډ څخه هېواد ته د انتقال مخ‌نېوی وشو، نو په‌دې مانا چې بازار ته نوې افغانۍ نه‌ده عرضه شوې او پخوانۍ افغانۍ څه د استهلاک له‌وجې له کاره لوېږي او څه د عوایدو په بڼه هره ورځ حکومت له بازاره ټولوي، که څه هم دا کار په لنډمهال کې د افغانۍ په ارزښت لوړولو کې گټور تمام شوی‌دی، خو په اوږدمهال کې ناوړه پایلې درلودلای شي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 3085

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.