Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل کې د یوه خبري اژانس د پرانیستغونډې ګډونوالو په هېواد کې له رسنيو او بيان ازادۍ پر ملاتړ ټينګار وکړ.
پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان اړوند په بارکهان سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو اووه کسان له یوه مسافروړونکي بس څخه راکوز کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې وسلهوالو پر يوې امنیتې پوستې بريد کړی چې له امله یې ۱۶ پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۴۳ تنه فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
د اسرائیلو په برید کې د یحیی سنوار ژوند بایللو راپورونو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، خو حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
په غزه کې په داسې حال کې پر یوه جومات او ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپيان شوي چې د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې د دغه ډول بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک شوې او یاد شرکت وايي، دا مهال په هېواد کې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې فرصتونه شته، له کورنيو او بهرنيو شرکتونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
له افریقا او سویډن وروسته د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم په یاد هېواد کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې د یو کس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
راپورونه وایي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور، سوات، باجوړ او وزیرستان کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د پولیسو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې امو نهنګان لوبډلې د بُسټ ساتونکو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ د اسرائيل هوايي بريدونو کې ۵۷ فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر له استازې سره له درملنې وروسته روږدو ته د فني او حرفوي زدهکړو پر برابرېدو خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP