د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د اویایمې کالیزې په نمانځغونډه کې وویل، دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښه ګاونډیټوب کړی او چین دې په سیمهییزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي.
روسي رسنيو راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر ویلي، د دغه هېواد او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون په دې معنا دی چې دغه دواړه هېوادونه هيڅ بهرنی فشار نه مني او په سیمه کې امنیت تامینولی شي.
تېره اونۍ، جو بایډن وویل چې افغانستان امریکا ته ګواښ نه دی، ځینو هېوادونو له ا.ا وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او ایټاليا، سویس او جاپان له افغانستان سره ۸.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، تېره ورځ د پاکستان پولیسو کراچۍ کې ۲۹ هغه افغان کډوال نیولي وو چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل، خو وروسته یې خوشي کړي دي.
افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اوس اړینه ده چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپړ عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توګه د غزې ولس ته ورسېږي.
د میدانوردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په روان ۱۴۰۳ کال کې یې په دغه ولایت کې ۵۷ نوې لرغونې او تاریخي ابدې ثبت کړې دي.
د راپورونو له مخې، د سوېلي کوریا استیضاح شوی ولسمشر یونسوک یول د دغه هېواد د پلټونکو ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو تېره مياشت په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه ځمکه له بررسۍ او تثبیت وروسته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۲۱ افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ بېلابېلې پروژې منظور شوې.
تېره اونۍ، بېلابېلو بنسټونو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي، پاکستان د کونړ پر ځینو سیمو راکټي بريدونه وکړل او ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن حکومت ا.ا ته میلیاردونه ډالر ورکړي، خو ا.ا او د امریکا حکومت دغه ادعا رد کړه.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي چې هېواد یې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره افغان زدهکړیالانو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP