د ایران سپاه پاسداران وايي، تېره شپه یې پر اسرائيلو توغندیز بريدونه کړي، هلته یې لسګونه پوځي اهداف په نښه کړي او ۹۰ توغندي پر نښه شوو موخو لګېدلي دي.
د افغانستان ماليې وزارت وايي، تېره اونۍ د ګمرکونو ریاست کارکوونکو په پنځو ولایتونو کې نږدې ۶۸ ټُنه بېلابېل توکي – چې قاچاقکوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي – نيولي دي.
تېره اونۍ ځينو هېوادونو افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې وښودې، ا.ا وویل، افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي، مسکو، چین، ایران او پاکستان بیا ټینګار وکړ چې له ا.ا سره د خبرو بدیل لار نشته خو امریکا وایي، ا.ا هغه مهال نړۍوال مشروعیت ترلاسه کولای شی چې پر ژمنو عمل وکړي.
ځينو هېوادونو او جهتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او جنسیتي تبعیض ادعا کړې، خو ا.ا دغه ادعاوې بېځایه بولي او وايي، په هېواد کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نهکېږي.
د امریکا، بريټانيا، فرانسې، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې په ګډون ۱۲ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییل او لبنان ترمنځ د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په پروان کې پر «حادو اسهالاتو» اخته ناروغانو ته پر وخت رسېدنه شوې، ځیني ناروغان د کابل انتاني روغتون ته رالېږدول شوي او په سيمه کې د اوبو نمونې اخیستل شوې دي.
ملي دفاع وزارت وايي، افغان انجنیرانو یوه بلکهاک (يواېچ – ۶۰) او بله (اېمډي – ۵۳۰) ډوله امريکايي چورلکې ترمیم او پرواز ته چمتو کړې دي.
د میدانوردګو ولایت اړوند په سیداباد ولسوالۍ کې دوو ترافيکي پېښو کې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
تېره اونۍ، امنیت شورا کې له ا.ا سره پر تعامل ټینګار وشو، روزا اوتونبایوا وویل چې د دوحې ناسته له کابل سره د نړۍ د تعامل ښه فرصت و خو ځینو کړنو دا پروسه زیانمنه کړه. ا.ا بیا وایي، م.م باید د افغانستان حقایق په پام کې ونیسي او اوسنی وضعیت دې له تېر سره پرتله کړي.
د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف په استانه کې د «منځنۍ اسیا- آلمان» په سرمشریزه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان پر یو سولهییز هېواد او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ لبنان کې د «پېجرونو» چاودنو له امله د حزبالله لس تنه وژل شوي او په بیروت کې د ایران د سفیر په ګډون ۲۷۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، تېر کال یې مشرتابه ته د رسنیو پورونو د معاف کېدو او یا په قسط د ورکړې وړاندیز کړی، د مس عینک د تاریخو اثارو د خوندیتوب طرحه او د ژبو د ودې لپاره یې عالي شورا جوړه کړې او د خبریالانو د ملاتړ صندوق طرحه یې نهایي کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP