تېره اونۍ جاپان او ډنمارک له افغانستان سره ۳۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه، یواېناېچسيار له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د نجونو زدهکړو غوښتنه وکړه، ا.ا وايي، د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی.
له افغانستان سره د ۲۰.۹ میلیون ډالرو مرستې اعلان، د علماوو له خوا نجونو ته د زدهکړو اجازې ورکولو غوښتنه، د تورخم دروازې تړل او افغانستان کې د پراخبنسټه حکومت په اړه د روسیې څرګندونې او د ا.ا ځواب، د تېرې اونۍ مهم خبرونه وو.
کابل کې د چین سفیر د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او وایي چې هېواد یې له افغانستان سره سل میلیونه چینایي یوان مرسته کوي.
د افغانستان بانک وایي، راتلونکې سېشنبې (د مرغومي ۲۶مه) ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
تېره اونۍ مولانا فضلالرحمن کابل ته راغی، د اروپایي ټولنې استازو له افغان حکومت سره د تعامل په اړه خبرې وکړې او یوناما په افغانستان کې د یو شمېر ښځو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړه خو مجاهد ناسمه وبلله.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وايي، د افغانستان ۸۵ سلنه خلک د ورځې له یو امریکایي ډالر په کمو پیسو ژوند تېروي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان ناخالص کورني تولیدات ۲۹ سلنه کم شوي.
يو شمېر افغان سياسيونو تېره شپه د کابل په دشتبرچي سیمه کې شوې چاودنه غیراسلامي او د بشر ضد عمل بللی او ځینو سرچینو ویلي چې د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
تېره اونۍ افغانستان او پاکستان پر ډیورنډ کرښه د احتمالي شخړو پر هواري خبرې وکړې او د دفاع وزارت وویل چې افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، سعودي عربستان اعلان کړی چې دغه هېواد د «برېکس» ډلې له هېوادونو سره یوځای شوی دی.
ایران اسلامکلا بندر ته د دغه هېواد د باروړونکو موټرو پر راتګ د شل ورځني بندیز لرې کېدو خبر ورکوي او وايي چې دواړه لوري د سهار له ۷ د شپې تر ۱۱ بجو د دوغارون – اسلامکلا پولې په پرانیستو سره سلا شوي دي.
تېره اونۍ قزاقستان پر ا.ا لګولي بندیزونه لرې کړل، له افغانستان سره ۲۷.۸ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه او امنیت شورا د افغانستان په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ، خو روسیې او چین رایه ورنه کړه.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د نهو مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP