ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
20 Jan 2024 - 17:39
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
20 Jan 2024 - 17:39

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): له افغانستان سره د ۲۰.۹ میلیون ډالرو مرستې اعلان، د علماوو له خوا نجونو ته د زده‌کړو اجازې ورکولو غوښتنه، د تورخم دروازې تړل او افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت په اړه د روسیې څرګندونې او د ا.ا ځواب، د تېرې اونۍ مهم خبرونه وو.

  • روسیه: افغانستان کې دې له ټولو قومونو پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.
  • مجاهد: افغانستان کې ټولګډونه حکومت شته، هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
  • د هېواد دیني عالمانو یوه غونډه کې له ا.ا وغوښتل چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.
  • پاکستان له یوې اونۍ راهیسې د تورخم دروازه تړلې او له امله یې زرګونه موټر او سلګونه ناروغان بند پاتې دي.
  • بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له افغانستان سره نږدې ۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.

چارواکي وايي، د نيمروز ولايت په مقام کې يو کس له دې مخکې چې پر ځان تړليو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، له منځه وړل شوی او په چاودنه کې درې امنیتي کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز د ځایي چارواکو په وینا، بلخ کې يو غل له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او بغلان کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پروان کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی، بدخشان کې یو ۱۳ کلن هلک په ډزو وژل شوی، لغمان کې د والیبال لوبې پر مهال شخړه کې څلور کسان وژل شوي او پروان کې ناپېژانده وسله‌والو دوه وروڼه په ډزو وژلي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د روسیې غوښتنه او د مجاهد ځواب

تېره اونۍ د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو چې د افغانستان په ټولګډونه حکومت کې د نورو سیاسي ګوندونو ونډه اړینه ده او اسلامي امارت دې د رسمیت پېژندنې په موخه د افغانستان نور قومونه هم په پام کې ونیسي.

هغه ویلي چې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت لپاره باید یوازې پښتون قوم په واک کې نه وي، بلکې نور قومونه لکه تاجېک او هزاره هم په کې خپل استازي ولري. روسیه «طالبانو» ته توصیه کوي چې نورې سیاسي ډلې هم یوه ایتلاف ته راوبولي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد د لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «افغانستان کې ځوابويونکی او ټولګډونه حکومت شته، په ټول هېواد کې امنیت او ثبات ټينګ شوی او ولسي شخړې له منځه تللې دي.»

هغه له هېوادونو غوښتي چې له افغانان سره همکار پاتې شي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د افغانستان ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا او د تعامل ډېروالي ته د لېوالتيا د ټینګار تر څنګ ویلي، هېواد یې چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.

دغه راز، هغه ویلي چې د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل دوام لري او اوس‌مهال په افغانستان کې د ۱۷ هېوادونو استازولۍ فعالې دي.

د نجونو تعلیم او د ښځو حقونه

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د افغانستان له ۳۴ ولایتونو يو شمېر افغان قومي مشرانو او ديني عالمانو په سپېدار ماڼۍ کې له اسلامي امارته غوښتي چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي.

دغه راز، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د ياد وزارت ویاند میتو مېلر ویلي چې اسلامي امارت په ټولنه کې د نجونو او ښځو د ونډې په تړاو خواشینونکي چارې ترسره کوي.

خو اسلامي امارت بيا بیا ویلي چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې حقوق ورکړل شوي او د نجونو تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړې هم په موقت ډول ځنډول شوې دي.

د راپورونو له مخې، د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په یو نوي غږیز پیغام کې ویلي چې د تېر په پرتله په افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې خوندي شوي او اسلامي امارت د هغوی د حقونو لپاره فرمان صادر کړی.

هغه زیاتوي: «د ښځو په حقوقو کې شپږ ماده‌ییز فرمان موږ صادر کړی چې دغه ظلمونه په افغانستان کې له ښځو سره کېږي، دا نظامونه ټوله تېر شوي دي هېچا د ښځو حق نه دی ورکړی. ښځه په زور باندې مه ورکوه، د ښځې مهر مه خوره، ښځه په نکاح مه مجبوره، کونډه په زوره مه په نکاح کوه، ښځې ته میراث ورکړه او د ښځې حقونه مه ضایع کوه.»

د تورخم دروازې تړل

د راپورونو له مخې، د تورخم دروازه د تېرې شنبې په ورځ د پاکستانيو له خوا د باروړونکو موټرو پر وړاندې په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې موټر چلوونکي ويزه او پاسپورټ نه لري.

د يادې دروازې تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته د سوداګرو زرګونه موټر ولاړ دي، په موټرو کې د افغان سوداګرو تازه مېوې او سبزیجات هم شته، چې غوښتل یې پاکستان ته یې صادر کړي. دغه راز سلګونه افغان ناروغان چې پښتونخوا ته د درملنې لپاره تلل او د پاکستان ویزې یې هم ترلاسه کړې وې، په تورخم کې بند پاتې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلی چې په ټوله نړۍ کې د سفر لپاره له پاسپورټ او ویزې کار اخیستل کېږي او پاکستان اوس دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې پر اساس ترسره شي.

خو افغان چارواکي وايي، د سوداګرو او عامو خلکو لپاره هغه شرطونه چې د پاکستان حکومت په دې دروازه د اوښتو را اوښتو لپاره ټاکلي، د منلو نه دي.

بشري مرستې

تېره اونۍ چين ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره سل میلیونه چینایي يوان (څه باندې ۹۹۸ میلیونه افغانۍ) مرسته کوي، ډنمارک له افغانستان سره د ۶،۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې او د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبليواېچ‌او) د هرات له حوزوي روغتون سره د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.

دغه راز، روسیې د هرات له زلزله‌ځپلو سره ۳۳ ټنه خوراکي او نور اړین توکي مرسته وکړه.

Visits: 233

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.