کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۲): تېره اونۍ جاپان او ډنمارک له افغانستان سره ۳۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه، یواېناېچسيار له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د نجونو زدهکړو غوښتنه وکړه، ا.ا وايي، د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- دوحه کې د افغانستان په تړاو دویمه مشورتي غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه جوړه شي.
- کابلوف: د روانې میلادي میاشتې تر پایه روسيه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
- بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د نجونو زدهکړو بېرته پيلېدو غوښتنه وکړه؛ مولوي عبدالکبیر: ا.ا د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی.
- یواېناېچسيار: پاکستان دې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي.
- جاپان او ډنمارک له افغانستان سره څه باندې ۳۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
مرګژوبله
تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان وو.
د راپورونو له مخې، کونړ کې چاودنې درې کسان وژلي او شپږ نور ټپیان دي.
ځایي چارواکي وايي، د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې يوه کس خپل تره، د تره مېرمن او د هغه لور په ډزو وژلي او په همدغه ښار کې د ناچاوده توکو چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د افغانستان په اړه د دوحې دویمه مشورتي غونډه
د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ، د افغانستان په تړاو دویمه مشورتي غونډه به د راتلونکې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر پلازمېنې دوحه کې جوړه شي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې لومړنۍ مشورتي غونډه د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال په مې میاشت کې ترسره شوه، اسلامي امارت ته په کې بلنه نه وه ورکړې؛ خو تېره اونۍ د افغانستان د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې په یاده ناسته کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د افغانستان لپاره د ناروې سرپرست سفیر پال کلومان بکر له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې هغه ته د دوحې دویمې غونډې په اړه معلومات ورکړي او اسلامي امارت ته يې په ياده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.
د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ویاند دوجاریک هم ویلي چې د دوحې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي او د سیمهییزو سازمانو استازي برخه واخلي.
د نجونو د زدهکړو پیلېدو غوښتنه؛ ا.ا: د نجونو د زدهکړو مخالف نه يو
تېره اونۍ، د سلواغې څلورمه د زدهکړو نړۍواله ورځ وه، د دې ورځې په مناسبت يو شمېر نړۍوالو سازمانونو له اسلامي امارته وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.
د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې په دغه هېواد کې د زدهکړو اساسي حق تر پښو لاندې شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا له اسلامي امارته غوښتي چې نه یوازې له اخلاقي پلوه، بلکې د ټولنې د خیر، ښیګڼې او سولې په خاطر د هېواد ټولو وګړو لپاره د تعلیم او تربیې حق ومني.
هغې ویلي، له زدهکړو د افغان نجونو د محرومیت دوام یوازې پر ټولو افغانانو بدې اغېزې نهکوي؛ بلکې په نړۍواله کچه به افغانستان منزوي هم کړي.
خو د افغانستان د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره په لیدنه کې ویلی چې اسلامي امارت د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی او په دې اړه د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه یوه ځانګړې کمېته کار کوي.
د يوناما راپور او د اسلامي امارت غبرګون
یوناما په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو زدهکړو، کار او تګ راتګ په اړه خپلو محدودیتونو او د حجاب نه رعایت په تور په خپلسري ډول د هغوی نیولو ته دوام ورکړی او د حجاب، محرم، سفر او کار برخو کې پر نجونو او ښځو تحمیل شوي محدودیتونه او بندیزونه د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت او ولایتي ریاستونو له خوا عملي او تر څار لاندې نیول شوي دي.
په دغه راپور کې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو نیولو ته هم اشاره شوې او راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه تر ډسمبر پورې د بشري حقونو څلور فعالانې او درې خبریالان نیول شوي چې له دې ډلې فعاله منیژه صدیقي او خبریال سلطانعلي جوادي لا هم د «طالبانو» په بند کې دي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یوناما له خوا خپور شوی راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ بولي.
هغه ویلي: «په دغه راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شریعت د تطبیق پر مواردو شوی چې له شرعي احکامو د یوناما په ناخبري او ان په ځينو مواردو کې پر اسلامي احکامو د نیوکو بڼه لري، د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شریعت احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړې، اوس يې چې حاکمیت په لاس کې دی، باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه په نارینهوو پورې اړه لري یا ښځينهوو پورې، بشپړ پلې کړي.»
مجاهد زیاته کړې چې د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپېریال، همدا ډول د محاکمو له خوا په شرعي بڼه د سزاګانو تطبیق او په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.
د افغانستان په اړه د روسيې، چین، ایران او پاکستان غونډه
د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه روسيه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
هغه ویلي چې د یوه ټولګډون حکومت رامنځته کولو لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره مبارزه به د دې غوندې اجنډا وي.
یواېناېچسيار: پاکستان دې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او نړۍوال خوندیتوب مشره مېرمن شوکو شیموزاوا وایي، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغان کډوالو کارتونه تمدید کړي او له هغوی سره په چلند کې له نرمښته کار واخلي.
هغې ویلي: «موږ په پاکستان کې له وزارتونو سره ناستې وکړې، د مهاجرینو ستونزې او مشکلات مو ورسره شریک کړل او غوښتنه مو وکړه چې د مهاجرینو کارتونه تمدید کړي او ورسره په چلند کې له نرمښته کار واخیستل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه راز، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا ایوډیس سره په لیدنه کې ویلي چې پاکستان د شرایطو له په پام کې له نیولو پرته افغان کډوال په جبري توګه راوباسي چې دغه کال د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.
بشري مرستې
تېره اونۍ ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۲ میلیون امریکايي دالر مرسته اعلان او جاپان وايي چې له افغانستان سره ۳۶ ميليون ډالر مرسته کوي.
Views: 138
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن