ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۶۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۶۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
13 Jan 2024 - 17:42
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۶۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
13 Jan 2024 - 17:42

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): تېره اونۍ مولانا فضل‌الرحمن کابل ته راغی، د اروپایي ټولنې استازو له افغان حکومت سره د تعامل په اړه خبرې وکړې او یوناما په افغانستان کې د یو شمېر ښځو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړه خو مجاهد ناسمه وبلله.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • مولانا فضل‌الرحمن کابل ته د سفر پر مهال: افغانستان ته د خیرغوښتنې له پیغام سره راغلی یم څو د دواړه هېوادونو ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه ولاړ شي.
  • د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: مولانا فضل‌الرحمن کابل ته د اسلام‌اباد د استازي په توګه سفر نه دی کړی.
  • یوناما: په افغانستان کې د یو شمېر ښځو نیول اندېښمنوونکي دي؛ مجاهد: دا اندېښنه ناسمه ده.
  • بریتانیا: له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅې کوو.
  • توماس نیکولسن: د اروپایي ټولنې استازو له افغانستان سره د تعامل په اړه خبرې کړې دي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان وو.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي چې د کابل ښار دشت‌برچي چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي، دغه راز، په همدې سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته د لاسي‌بم چاودنه کې بيا دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان وو او د کابل ښار الوخېلو سیمه کې پر یوه مرسدیس موټر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ د پوهنې امر کور ته ناپېژانده کسانو لاسي‌بم غورځولی چې له امله يې د هغه څلور کوچنۍ لوڼې وژل شوې، فاریاب کې د لاسي‌بم چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی او پکتیا او لوګر کې یو – یو کس په ډزو وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې پنځه کسان ټپيان شوي، خوست کې یو کس د خپلې خسرګنۍ پنځه غړي په ډزو وژلي او کاپيسا کې یو کس خپل پلار د ښکاري ټوپک په ډز وژلی دی.

دغه راز ځايي چارواکي وايي، پروان کې دوه انسان‌تښتوونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

کابل ته د مولانا فضل‌‌الرحمن سفر

تېره اونۍ، د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او دلته يې د اسلامي امارت له مشر، رییس‌الوزرا او ځینو نورو چارواکو سره ولیدل.

افغان چارواکو مولانا فضل‌الرحمن ته وویل چې د پاکستان په ګډون هیڅ کوم هېواد ته د ضرر رسولو اراده نه لري، پاکستان کې دې د افغان کډوالو پر وړاندې له «ظالمانه چلنده» لاس واخیستل شي او د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای باید پر واقعیتونو بحث وشي.

مولانا فضل‌‌الرحمن په یادو لیدنو کې ویلي چې افغانستان ته د خیرغوښتنې له پیغام سره راغلی او د راتګ موخه یې دا ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ناسم پوهاوي له منځه ولاړ شي او د سیاسي اړیکو، اقتصاد، سوداګرۍ او د یو بل پرمختګ برخه کې د همکارۍ لارې چارې ولټول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان ته د فضل‌الرحمن د سفر ملاتړ نه کوي او هغه کابل ته د اسلام‌اباد د استازي په توګه سفر نه دی کړی.

د بشري حقونو په اړه اندېښې او د اسلامي امارت غبرګون

د راپورونو له مخې، څو ورځې مخکې په کابل کې یو شمېر ښځې د «حجاب نه مراعاتولو» له امله ونیول شوې؛ د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه ښځې یوازې د دوو ساعتونو لپاره د دوی د کورنیو په غوښتنه اړوندو سیمو ته لېږدول شوې وې او د کورنیو د غړو په حضور کې بېرته خوشې شوې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په دې اړه په یوه اعلامیه کې اندېښنه ښودلې او ادعا کوي چې په پلازمېنه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوې او د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې هم ښځې او نجونې توقیف شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي، یوناما وېره لري چې دا ډول نیونې به ښځې د وېرې له امله لا نورې انزوا ته بوځي او د نارینه‌وو لپاره به داسې یو چاپېریال رامنځته کړي چې په کور کې جبري اقدامات عملي کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د یوناما اندېښنه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې افغان مېرمنې په خپله حجاب مراعاتوي، زورزیاتي ته اړتیا نه لري، د امربالمعروف له خوا هم له چا سره زورزیاتی نه دی شوی او په دې اړه شوي پروپاګند حقیقت نه لري.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا امیري بيا ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او ښځې په «سیسټماټیک» ډول له ټولنې لرې کېږي.

هغې زیاته کړې چې افغان مېرمنې د نړۍوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره یوازې امریکا نه، بلکې ټوله نړۍ هڅې کوي.

خو افغان چارواکو بیا بیا ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.

بریتانیا: له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅې کوو

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر رابرت چارترن ډکسن د افغانستان ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلوی دی او له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅه کوي.

هغه ویلي، بریتانیا غواړي افغانستان له نړۍ سره ونښلوي او ترمنځ یې ناسم پوهاوی له منځه یوسي.

مولوي عبدالکبیر په ياده ليدنه کې ویلي، د افغانستان او بریتانیا دوستانه اړیکې دي او اسلامي امارت له نړۍ، په ځانګړې توګه له لندن سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې: «بریتانیا دې د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي او له اسلامي امارت سره دې تعامل وکړي.»

دغه راز، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د انګلیستان له سرپرست سفیر رابرټ ډکسن سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره خبرې او تعامل د هېواد، سيمې او نړۍ په ګټه بولي.

د افغانستان لپاره د انګلیستان سرپرست سفير هم ویلي چې د انګلیستان او افغانستان ترمنځ تعامل به په راتلونکي کې لا ډېر شي او دې موخې ته رسېدل مهم دي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن بیا ویلي چې د یادې ټولنې استازو په افغانستان کې د پایدارې سولې او له دغه هېواد سره د تعامل په اړه خبرې کړې دي.

Visits: 143

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.