تېره اونۍ قطر د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د ستونزو هواري هڅې کولې، افغان چارواکو هم له نړۍوالې ټولنې سره پر ښه تفاهم ټینګار کاوه او پلاوي یې په نړۍواله اقتصادي ناسته کې هم برخه واخیسته.
کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې په څو
اوچا وايي، لوګزامبورک له افغانانو سره د مرستو په موخه د بشري مرستو صندوق ته ۳۵۰ زره یورو ورکړي دي.
. . .
یونیسف وایي، د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز او اسلامي پراختیايي بانک په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د دوه میلیون ډالر مرستې دوې هوکړې ورسره لاسلیک کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په نهو ولایتونو کې یې ۲۱۸۳ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
تېره اونۍ کابل، بیجینګ او اسلاماباد پر خپلمنځي همکاریو ټینګار وکړ او چین وویل چې اسلامي امارت دې د ښځو او نجونو په اړه تګلاره بدله کړي؛ خو کابل دا کورنۍ مسئله بولي او وایي چې د اسلامي قوانینو پر بنسټ به حل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر سره په ليدنه کې، هېواد کې زدهکړو او کار ته د نجونو او ښځو پر بېرته ستنېدو ټینګار وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د باميان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ اړوند ګنده کوتل سیمه کې د سرب او جستو د لومړي نمبر کان تړون له «افغان دراني» شرکت سره لاسلیک شو.
زلمي خليلزاد د عمران خان نیول کېدل غندلي او وایي، هغه هېوادونه چې له پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري باید د دغه هېواد له مشرانو سره داسې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي چې د «یوه احتمالي سقوط» مخه ونیسي.
د افغانستان بانک د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش له ادارې سره د اسلامي بانکوالۍ او تمویل اړوندو موضوعاتو، ظرفیت لوړولو، روزنیزو پروګرامونو او پوهاوي په برخو کې د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
ځينو سرچينو ويلي، تېره جمعه د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې مرستیال والي وژل شوی، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.