ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۰ کسان وژل شوي او یو ټپي وو

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۰ کسان وژل شوي او یو ټپي وو

author avatar
13 May 2023 - 16:59
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۰ کسان وژل شوي او یو ټپي وو
author avatar
13 May 2023 - 16:59

کابل (پژواک، ۲۳ غويی ۱۴۰۲): تېره اونۍ کابل، بیجینګ او اسلام‌اباد پر خپلمنځي همکاریو ټینګار وکړ او چین وویل چې اسلامي امارت دې د ښځو او نجونو په اړه تګلاره بدله کړي؛ خو کابل دا کورنۍ مسئله بولي او وایي چې د اسلامي قوانینو پر بنسټ به حل شي.

  • د افغانستان، چین او پاکستان ناسته: هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوو چې د کوم لوري قلمرو د نورو پر ضد وکاروي.
  • اروپایي ټولنه او یوناما وایي، له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي.
  • کابل او دوحې له یو بل سره پر همکاریو ټینګار وکړ.
  • چین: له افغانستان سره همکاري کوو، خو کابل باید منځلارې تګلاره غوره او ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي.
  • مولوي امیرخان متقي: اوسنی سرپرست حکومت د افغانانو د ټولو پرګنو استازیتوب کوي.
  • چین وایي، د افغانستان اوسنی حکومت دې د ښځو او نجونو پر وړاندې تګلاره بدله کړي.
  • اسلامي امارت: د ښځو او نجونو اړوند مسایل کورنۍ موضوع ده، د اسلامي قوانینو پر بنسټ به حل شي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي وو او یو کس ټپي شوی و.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په بغلان کې يو ديني عالم، په غور کې يو قاضي، په پروان کې يو کس، په بادغيس او اروزګان کې دوې مېرمنې وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، په کندهار کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په بلخ کې یوه کس خپله ښځه وژلې او په تخار کې د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې يوه کس د خپلې خور خاوند وژلی او خپل خوریی یې ټپي کړی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

په پاکستان کې درېاړخيزه ناسته

تېره اونۍ د غويي په ۱۶مه او ۱۷مه د پاکستان په پلارمېنې اسلام‌اباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډیالوګ پنځمه ناسته ترسره شوه. غونډې په ګډه اعلامیه کې له هغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار وکړ چې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.

په اعلاميه کې درې واړو هېوادونو هوډ څرګند کړی چې د متقابل درناوي، مشورو او متقابلو ګټو پر بنسټ په امنیتي، پراختیايي او سیاسي برخو کې خپلې همکارۍ لا ژورې او پراخې کړي.

دغه‌راز د ناستې ګډونوالو د امنیت، سازمان شوو جرمونو، د نشه‌یي توکو قاچاق او نورو برخو کې د همغږۍ او همکارۍ هوکړه وکړه او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې دوه‌اړخیزې او څواړخیزې همکارۍ لا پیاوړې کړي او اړوندو هېوادونو ته په دې برخه کې لازم تجهیزات، وسایل او تخنیکي مرستې برابرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي، درې واړو لورو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې هیڅ فرد، ډلې یا ګوند، د تحریک طالبان پاکستان او شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون او نورو ته اجازه نه ورکوي چې د کوم لوري قلمرو د سیمې امنیت او ګټو ته د زیان رسولو او ګواښلو لپاره وکارول شي یا ترهګریز فعالیتونه او کړنې ترسره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په څنډه کې د لیدنو پر مهال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د اقتصاد، بیارغونې او له ترهګرۍ سره مبارزه برخو کې مرسته وکړي، خو کابل باید منځلارې کړنلاره غوره کړي او ټولګډون حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بيا په اسلام‌اباد کې د افغانستان په سفارت کې په جوړو شوو مراسمو کې ویلي، اوسنی سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی او د افغانانو د ټولو پرګنو استازیتوب کوي.

له سرپرست حکومت سره د تعامل دوام

راپورونه ښيي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) له دې سره سره چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار محدوديت محکوم کړی خو وايي، له شته ستونزو سره، بيا هم نه شي کولای چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره له تعامل څخه لاس پر سر شي.

دغه‌راز، اروپايي ټولنې هم  ویلي چې له افغانستان سره به ډيپلوماټيک تعامل ته دوام ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې له افغانستان سره تعامل د افغانانو او نړۍوالو دواړو په ګټه دی او فشار راوړل او د افغانستان شتمني کنګل کول یا د افغانستان سیاسي حیثیت او اړیکې یرغمل کول د حل لاره نه ده او دا ډول کړنو هېڅ پایله نه ده لرلې.

همداراز، هغه زیاته کړې چې د افغانستان د قضایاوو په اړه دې له حاکم اړخ سره تعامل او خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د قطر لومړي وزير –چې په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر هم دی- محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې په کندهار کې له رئیس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند سره وکتل او په دې لیدنه کې د قطر له خوا له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا، د اعتماد لا ډېروالي، په تعلیمي، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.

بشري حقونو ته درناوی

یوناما په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې په تېرو درېیو میاشتو کې له «ځورونو، توقیف او نورو محدودیتونو» سره مخ شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په قطر کې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې ټول اسلامي هېوادونه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو له ځنډولو سره مخالف دي او دا مسئله هېڅ دیني توجیه نه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د تګلارې د بدلون غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت ويلي، دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او اوسنۍ ستونزې به د اسلامي قوانینو پر بنسټ حل شي.

دغه‌راز، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یو ځل بیا له ګاونډيو او سیمې هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه راورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

قطر ويلي، د افغانستان په يوولس ولايتونو کې له روغتونونو سره د درملو مرسته کوي، د خوړو نړۍوال سازمان او جاپان وايي چې د افغانستان خلکو ته د مرستې رسونې او د خپل فعالیت دوام ته ژمن دي.

Visits: 165

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.