ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د ښځینه سوداګرو شمېر ۶۶ سلنه ډېر شوی

افغانستان کې د ښځینه سوداګرو شمېر ۶۶ سلنه ډېر شوی

author avatar
16 May 2023 - 12:14
افغانستان کې د ښځینه سوداګرو شمېر ۶۶ سلنه ډېر شوی
author avatar
16 May 2023 - 12:14

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۲): په افغانستان کې د وړم کال په پرتله د ښځینه سوداګرو په شمېر کې ۶۶ سلنه ډېروالی راغلی او دا مهال ۲۰۰۰ مېرمنې سوداګریز جوازونه لري او ۱۲۰ زره نورې هم په دې برخه کې فعالیت کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۴۰۱ کال کې  د ۱۴۰۰ کال په پرتله، د نوو ښځینه پانګه‌والو په شمېر کې  ۶۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د هغه په وينا، په۱۴۰۰ کال ۳۸۵ مېرمنو د سوداګریزو شرکتونو جوازونه ترلاسه کړي، خو  په ۱۴۰۱ کال کې دغه شمېر ۶۴۱ مېرمنو ته لوړ شوی دی.

نوموړی زياتوي: «د افغانستان د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونه ۵۶۰ غړې لري او ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰۰۰ مېرمنې د سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې په عملي ډول فعاليت لري او فعاليتونه یې تر ډېره د لاسي صنایعو، کرنې، روغتيا، خدماتو، د خوراکي توکو، صنعت او کانونو په سکټورونو کې دي.»

جواد وايي، د اقتصاد او پانګونې په برخه کې د ښځو حضور کولای شي چې د کورنيو د خوراکي امنيت کچه لوړه او په هېواد کې د فقر لمن محدوده کړي.

دغه‌راز، د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي سرپرسته فرېبا نوري وایي، ځینو هغو ښځو هم سوداګرۍ ته مخه کړې چې نورې دندې یې له لاسه ورکړې او دغه کار د دې لامل شوی چې د سوداګرو ښځو شمېر ډېر شي.

خو هغه د پانګه‌والو او سوداګرو ښځو د شمېر په اړه وایي، دا مهال د هېواد په کچه شاوخوا ۲۰۰۰ مېرمنې په رسمي ډول د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې فعالیت لري او ۱۲۰ زره نورې هغه مېرمنې دي چې رسمي جواز نه لري خو سوداګريز فعالیتونه کوي.

د نوري په وينا، له یادو ۲۰۰۰ مېرمنو، ۱۱۰۰ يې هغه دي چې لوی سوداګریز کاروبار لري او د سوداګرۍ او صنعت او اقتصاد له وزارتونو يې جوازونه اخستي او پاتې ۹۰۰ يې هغه مېرمنې دي چې له ښاروالۍ يې د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي سرپرسته وايي، يادې مېرمنې د کرنې، روغتيا، صنعت، لاسي صنايع، غذايي موادو، کانونو او ښوونې او روزنې په سکټورونو کې فعاليت لري او په ټوله کې کېدای شي چې د يادو مېرمنو د پانګونې کچه له دوه تر درې ميليون ډالرو ته رسېدلې وي.

نوري د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د ښځو د پانګونې او سوداګرۍ له لارې ګڼ شمېر ښځو او همداراز نارینه‌وو ته کار پیدا شوی خو ډېره سلنه یې ښځې دي.

هغه وایي، په دې برخه کې هغه کارونه لکه موټرچلول، د ساتونکي دنده او نور نارینه کوي چې ښځینه یې نه شي کولای.

نوري زیاته کړه: «هرې کارخونې خپلې پانګې او توليد ته په پام، خلک پر دندو ګومارلي، د بېلګې په ډول د وړيو پروسس، د وچو مېوو پروسس، غالۍ‌اوبدنې او په يو شمېر نورو کارخونو کې داسې هم دي چې یوه کارخونه کې تر ۳۰۰ مېرمنې پر کار بوختې دي، خو داسې کارخونې هم شته چې لس مېرمنو ته يې کاري فرصت برابر کړی دی.»

خو فرېبا نوري وايي: «ډېر ځله موږ له رسنيو اورو چې وايي، د هغو مېرمنو په شمېر کې چې تجارت ته يې مخه کړې ۶۶ سلنه ډېروالی راغلی، دا په دې معنی نه ده چې دغه ټولې مېرمنې پياوړې سوداګرې دي؛ له دې سلنې ښايي لس سلنه داسې مېرمنې وي چې لويې کارخونې او سواګري ولري، خو پاتې يې هغه مېرمنې دي چې کسبه‌کارې او کوچني تشبثات لري؛ هغه په دې معنی چې د خپل ځان او کورنۍ نفقه پکې ګټي او بس.»

هغې په افغانستان کې د ښځو له خوا د توليد شوو توکو د بازار په اړه وویل: «دا چې افغانستان تر ډېره يو مصرفي هېواد دی، نو له نېکه‌مرغه ډېر څه چې په هېواد کې توليدېږي، همدلته په هېواد کې مصرفېږي او په افغانستان کې ورته بازار لرو.»

نوري زياتوي، د ښځو د سوداګرۍ خونه په پنځو زونونو – ننګرهار، هرات، بلخ، کندهار او کابل کې- مرکزونه لري او په پاتې ولايتونو کې امريتونه لري.

هغې په افغانستان کې د وړم کال له سياسي تحول وروسته د يادې خونې د کار شپږ مياشتني ځنډ په اړه وویل: «تر تحول وروسته موږ ټول زړه نا زړه وو، خو کله چې مو ډاډ ترلاسه کړ چې امارت له موږ سره ستونزه نه لري او موږ له امارت سره ستونزه نه لرو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته موږ غوښتنلیک واستاوه او هغوی هم په ورين تندي له موږ سره همکاري پيل کړه او د رسمي مکتوب له مخې مو خونه بېرته پرانیسته.»

د نوموړې په وينا، د ياد تحول پر مهال د دغې خونې مشره او د مدیره پلاوي ځیني غړي بهر ته ولاړل، خو کله يې چې خونه بيا پرانیسته، د رياست پوست يې اعلان ته وسپاره او سلما يوسفزۍ د ازادې سيالۍ له لارې د دې خونې مشره شوه.

د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د مديره پلاوې سرپرستې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې ښځو ته د جوازونو په ورکړه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي، په ټکس او مالیه کې تخفیف ورکړي او  په ټوله کې د پانګونې په برخه کې د مېرمنو د هڅونې لپاره ځينې «تشویقي بستې» په پام کې ونيسي.

[/restrict]

Views: 226

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.