منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۲ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کورنیو چارو وزارت: شپږو ولایتونو کې له زر جریب ډېر کوکنار اړول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې په څو جلا عملیاتو کې له زر جریب ډېره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له یادې جملې په بدخشان کې ۵۳۰ جریب ځمکه، ننګرهار کې ۴۳۲ جریب ځمکه، تخار کې ۳۲۵ جریب ځمکه، بغلان کې ۷۰ جریب ځمکه، پروان کې ۶۵ جریب ځمکه او بامیان ولایت کې ۹ جریب ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت روښانه کړې نه ده چې په یاده کچه کروندې د څو ورځو په ترڅ کې له کوکنارو پاکې شوې دي.

سرچینه همداراز زیاتوي چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هرات کې د کوکنارو سلګونه جریب کروندې تخریب کړې دي.

د تېرکال په وري میاشت کې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه فرمان له مخې، د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه‌یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور منع شول، خو راپورنه ښيي چې سږ کال هم په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي او چارواکي د کوکنارو د زرګونه جریب کښتونو اړولو خبر ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه