ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه

author avatar
20 May 2023 - 16:37
تېره اونۍ افغانستان کې ۲۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه
author avatar
20 May 2023 - 16:37

کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۲): تېره اونۍ قطر د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د ستونزو هواري هڅې کولې، افغان چارواکو هم له نړۍوالې ټولنې سره پر ښه تفاهم ټینګار کاوه او پلاوي یې په نړۍواله اقتصادي ناسته کې هم برخه واخیسته.

  د اونۍ مهم خبرونه:

  • قطر وایي، هڅه کوي چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته ستونزو ته حل‌لار پیدا کړي.
  • د ریاست‌الوزرا سرپرست: نړۍواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.
  • افغان پلاوي په څوارلسمه نړۍواله اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ.
  • ایران په ګواښنه لهجه له افغانستانه د «حقابې» غوښتنه وکړه.
  • مجاهد: اسلامي امارت له ایران سره د اوبو په تړاو شوو تعهداتو ته ژمن دی، خو په دې تړاو نامناسبې څرګندونې باید تکرار نه شي.
  • د بشري مرستو لپاره د نړۍوالې ټولنې ۴۰ میلیون نور ډالر افغانستان ته راورسېدل.
  • بېلابېلو سرچینو له افغانستان سره نږدې اته اعشاریه پنځه میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

د استخباراتو رياست وايي، په کابل او بلخ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې اته انسان‌تښتوونکي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په خوست کې د يوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې چې له امله يې دوه کوچنۍ لوڼې وژل شوې او دوه نور ماشومان ټپيان وو. په غزني کې د کوچیانو پر یوه ټراکټور د ماین چاودنې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ناپېژاندو وسله‌والو په جوزجان او سرپل کې دوه کسان وژلي وو.

ځايي چارواکي وايي، پکتیکا کې د يوه ماشوم مړی موندل شوی، هلمند کې یوه کس خپله ښځه وژلې، پروان کې يوه کس خپل د تره زوی وژلی، ننګرهار کې د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې يو کس وژل شوی او په سرپل کې دوو کسانو چې يو بل ته يې خور په بدل کې ورکړې د ناوې د توکو د اخيستو پر سر شخړه کړې او يو کس په کې وژل شوی وو.

راپورونه ښيي، په نيمروز کې د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې يو ملکي افغان وژل شوی او یو ټپي و.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي وو او یو کس ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د قطر هڅې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید محمد الانصاري وايي، هڅه کوي چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته ستونزو ته سیاسي حل‌لاره پیدا کړي.

د وړمې جمعې په ورځ د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني او د دغه هېواد د استخباراتو رییس افغانستان ته راغلي وو او په کندهار کې یې د افغانستان له رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند سره ليدلي وو.

تر يادې ليدنې ورسته، د افغانستان وروستیو پرمختګونو او د قطر او امریکا دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره خبرې کړې.

دغه‌راز، د ریاست‌الوزرا سرپرست او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره د ليدنې پر مهال ويلي، په بېلابېلو برخو کې شته لاسته‌راوړنو ته په پام نړۍواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري او د افغانستان په تړاو جوړېدونکو ناستو ته دې د اسلامي امارت استازي ور وبلل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تفاهم او د خبرو پر دوام ټينګار کړی دی.

د روسيې په نړۍواله اقتصادي ناسته کې د افغانستان ګډون

تېره اونۍ، د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له یوه پلاوي سره په روسیه کې د اسلامی هېوادونو په څوارلسمه نړۍواله اقتصادي غونډه کې ګډون او په افغانستان کې د پانګونې جلبولو لپاره د روسیې، تاتارستان ته سفر وکړ.

نورالدین عزیزي، په ياده ناسته کې ويلي چې د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره بالقوه ظرفیت شتون لري او کولای شي په سيمه کې پر يوه صنعتي مرکز بدل شي.

تر یادې ناستې وړاندې عزيزي د ترکمنستان د ترانسپورټ له وزیر سره په لیدنه کې ویلي و چې ترکمنستان د افغانستان د صادراتي او اړتیا وړ توکو لپاره یوه خوندي لاره او ښه مسیر دی او له دې لارې د کېدونکو انتقالاتو، ټرانزیټ او ترانسپورټ لګښتونه دې کم شي.

 د هلمند اوبه او د ایران حقابه

د راپورونو له مخې، د افغانستان شاهي دولت لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران دولت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د ۱۳۵۱ کال د کب په ۲۲مه یو هوکړه لیک چې یوه مقدمه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکولونه لري، لاسلیک کړی و.

د یادې معاهدې د دویمې مادې له مخې په هر عادي یا غیر عادي کال کې د افغانستان له خوا ایران ته یو څه اوبه ورکول کېدې؛ په متوسط ډول په هره ثانیه کې ۲۲ متره مکعب جریان او یو متوسط جریان اضافي مقدار چې هره ثانیه کې څلور متر مکعب کېږي او د میاشتنیو تقسیماتو متناسب چې د دې معاهدې په درېیمه ماده کې توضیح شوې، د حسن نیت او ورورولۍ پر اساس له افغانستان څخه ایران ته ورکول کېږي.

تېره اونۍ، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د افغانستان سرپرست حکومت ته په ګواښنه لهجه خبرداری ورکړ چې د هلمند اوبو کې یې حق ورکړي، ګنې بیا به د ګیلې حق ونه لري.

هغه ویلي: «زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي.»

بلخوا بیا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شوی او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوو وروڼو او مسلمانو هېوادونو د خلکو او هېوادونو تر منځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هېڅ جهت په ګټه نه دي او باید تکرار نه شي.»

تردې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان د سرپرست حکومت اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت باید د ایران تخنیکي پلاوي ته اجازه ورکړي چې له سیمې څخه لیدنه وکړي.

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ، د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه راورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نړۍواله ټولنه له راستانه شوو کډوالو سره د څه باندې پنځه میلیون ډالرو مرسته کوي.

 د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز او اسلامي پراختیايي بانک د روغتيا په برخه کې د دوه میلیون ډالر مرستو ژمنه کړې او ترکمنستان له افغانستان سره د يو ميليون ډالرو په ارزښت د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړه.

لوګزامبورک له افغانانو سره د مرستو په موخه د بشري مرستو صندوق ته ۳۵۰ زره یورو ورکوي، ترکيه وايي په افغانستان کې له بې‌وزلو سره مرستو ته دوام ورکوي او له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاټر صندوق (یونیسف) هم ویلي چې په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

Visits: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.