د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه پنځه کسان یې نیولي چې له یوه شرکته يې څه باندې ۵۰۰ بایلرونه غلا کړي وو.
د استخباراتو رياست وايي، هغه پنځه کسان چې د کابل د زرګرانو ټولنې پیسې یې غلا کړې وې، په شمالي سالنګ سيمه کې نيولي دي.
ملګري ملتونه وايي، د دوحې په غونډه کې د سیمو له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي؛ ګډونوالو يې له افغانستان سره د مرستو لپاره پر تعامل ټينګار وکړ او چين ويلي چې نړۍ باید له اسلامي امارت سره خبرې او تعامل ډېر کړي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، پنځه نوي والیان، يو امنیه قوماندان، د ملي دفاع وزارت درېيو قول اردوګانو قوماندانان، يو مرستیال وزیر او يو بل کس هم د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
د استخباراتو رياست وايي، له هغو اتو کسانو یې اووه نیولي او یو یې د مقابلې پر مهال وژلی چې د کابل ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له یوه کور څخه پر غلا کولو بوخت وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ سیاسي او تجارتي پلاوی پاکستان ته ځي او متقي به هلته د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.
پوليس وايي، د کابل په کلکان ولسوالۍ کې يې د وسلهوالو غلو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې چې د یوه شرکت د مشر ۷۰۰ زره افغانۍ یې غلا کړې وې.
ترکیه وايي، په سوريه کې یې د داعش ډلې مشر ابوالحسین القرشي – چې له ډېرې مودې راهيسې د ترکيې د استخباراتو تر تعقیب لاندې و- وژلی دی.
تېره اونۍ په داسې حال کې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې ناستې د اجنډا په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې چې په همدې اونۍ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ا.ا پر ځینو تګلارو نیوکې هم لرلې.
کابل (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۲): اسلامي امارت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې
يو شمېر سياسي شنونکي د غويي اوومه او اتمه په هېواد کې تاريخي ورځې بولي او زياتوي، اووم د ثور افغانستان د سترو قدرتونو د منازعې په مرکز بدل او د واک انحصار د دې لامل شو چې هېواد د کړکېچ او انزوا لور ته ولاړ شي.
کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): تېره اونۍ، یوناما د م.م په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ناقانونه وباله، د سمرقند غونډې په